د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد غني خان شعرونه

منم

ولاړومه په اور کښې ماوی اور زمـــــــا قسمت

لمبې دقسمت نه وې لمــــــــــبی زمــــــــــا دمئت

نه بخت او نه کمال منم نه تــــــــوره نه جــــــــلال

یو ستا دسترګو خیال منم او ستا شونډوست

نه ګل نه دلربا نه حســــــــــــن نــــــــــــــه بهــــار

یو ستا دخندا راج منم بی تاج  بی سلطـــنت

نه چل او نه تدبیر منم نه غقل نه تقـــــــدیـــر

یو زیړ دسپرلې ګل منم ضامن دیار دپت

د شاعر نور شعرونه ←