د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

امير حمز بابا

د امير حمز بابا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

د پښتو د غزل پلار ارواښاد امير حمزه خان شينواری (زېږېدنه: ١٩٠٧، مړينه: فبروري ١٩٩٤) د لنډي کوتل د خوږه خېل يا خوزه خېل نومي کلي کې د ملک ميرباز خان کره زېږېدلی و. نوموړی په قبيله شينواری او په شينوارو کې اشرف خېل وه.
لومړنۍ زده کړې يې د لواړګي (دا د لنډي کوتل پخوانی نوم دی) په ښوونځي کې ترسره کړي خو وييل کېږي چې د ده په يوه وړوکې خطا يې استاد ده ته دومره جزا ورکړه چې د ده زړه د مدرسې نه تور شو او بيا يې هغه مدرسه پرېښوده. دی د اتو کالو وه چې په اسلاميه کالجېټ ښوونځي ته د زده کوونکي په توګه ومنل شو. ښوونځي ته به لکه د نورو ماشومانو په څېر ته راته او آزموينې يې هم په برياليتوب سره سر ته رسولې خو د درسونو او سبق سره يې دومره مينه نه درلوده. د سکول نه د زړه ماتي دا ذکر يې په يو شعر کې هم کړی دی او وايي چې د ښوونځي دا ټلۍ راباندې داسې لګي لکه د اسرافيل د شپېلۍ اواز. نو په همدې توګه په نهم ټولګي کې يې دغه ښوونځی هم پرېښوده. که څه هم حمزه بابا خپل سبق په نهم ټولګي کې نيمګړی پريښی و خو د حمزه بابا پوهه او مطالعه ډېره زياته وه او ارواښاد داسې کلامونه ليکلي چې هر يو يې ځانګړې فلسفه لري د يادولو وړ خبره دا ده چې د بابا په کلام د پېښور پوهنتون پروفېسر قابل جان خپل د دوکتورا تيسز ليکلی دی.

ارواښاد امير حمزه خان شينواری د دود له مخې يې په کم عمرۍ کې واده وکړ او مراد شينواری يې چې د ازاد نظم باني ګڼلی شي نازولی ځوی دی.
ارواښاد حمزه په عملي ژوند کې د پښو ايښودلو سره سم په تورخم پاسپورټي دفتر کې نوکر شو. په دې وخت کې دده قدرمن پلار د لنډيکوتل او تورخم تر مېنځ د اورګاډو پر ليکو د ټيکو کار کاوه نو حمزه بابا به هم کله نا کله د مرستې لپاره ورتللو. او په همدې توګه بيا وروسته پخپله هم په اورګاډو کې نوکر شو. وايي چې دا نوکري به يې ډېره په ايماندارۍ کوله. د حمزه بابا فن او هنر سره هم بې کچې مينه وه او د اورګاډي دغه نوکرۍ د هندوستان په ګوټ ګوټ وګرځاوه او همداسې تر پمبي پورې ورسېده. بمبي د ډېر پخوا نه د هندوستان د فلمونو مرکز پاتې شوی، کله چې نوموړی بمبي کې وه نو ده ته هم په فلمونو کې د کار موقع په لاس ورغله کوم چې ده د خدايه غوښته. څنګه چې په پخوا زمانو کې بې غږه فلمونه وه نو حمزه بابا هم په ١٩٤٠ زېږيز کال کې په همدغو بې غږه فلمونو کې لوبګري وکړه. او په هغه ورځ يې خو لکه د زړه ارمان چې پوره شوی وي، کله چې د سلما آغا نيکه رفيق غزنوي په ١٩٤١ زېږيز کال کې د پښتو لومړني فلم ((ليلا مجنون)) د کيسې، سندرو او ډيالوګونو د جوړولو وړانديز ورته وکړ. او په همدې توګه په پښتو ژبه کې د لومړني فلم د جوړولو وياړ هم د حمزه بابا په نصيب شو. حمزه بابا ته د دغه فلم د جوړولو لپاره ٢٥٠ روپۍ د معاوضې په توګه ورکړل شوي وې. تر دې وروسته د يوسف خان او شېربانو فلم هم جوړ شو او بيا يې د پېغلې او علاقه غېر غوندې د فلمونو کيسې هم وليکلې.

داسې مالومېږي چې حمزه بابا د ډېر ماشومتوب نه شاعر وه او په هماغه کم عمر يې د شعر په ليکلو لاس پورې کړی و. کله چې حمزه بابا په پينځم ټولګي کې وه نو ارواښاد مولانا عبدالقادر (د پښتو اکېډمۍ بنسټ ايښودونکی او لارښود) په اتم ټولګي کې وه. داسې وييل کېږي چې په هماغه وخت کې به حمزه بابا خپل شعرونه مولانا صيب ته د سمولو لپاره ښودل. دا خبره پخپله دا په ثبوت رسوي چې حمزه بابا د ډېر ماشومتوب نه شعر او ادب سره مينه درلوده. خو په دغه وخت کې به حمزه بابا په اردو ژبه شاعري کوله او د اردو شاعرانو لکه مرزا غالب او علامه اقبال نه ډېر متاثره وه.پښتو ادب کې د حمزه بابا شاعرۍ ته ځانګړی مقام حاصل دی. د هغه شاعري ته د زړې او د نوې شاعرۍ يو ګډون ګڼل کېږي. هغه د پښتو شعر دوديزه زړه کلاسيکه لار څارلې او بيا يې د په يوه نوي روح ورکولو سره ګډه کړې. په همدې توګه ارواښاد حمزه پښتو غزل کې نوي اندونه او نظرونه ورپېژندلي او د خپل د وخت د پښتو غزل دوران يې بشپړېدو پورې رسولی او په همدې خاطر ورته د پښتو غزل د بابا لقب ورکړ شوی. حمزه بابا د ١٣٠٠ نه هم ډېرې غزلې ليکلي دي او کليات يې په څلور ټوکو کې خواره شوي دي. خو د حمزه بابا د شخصيت رڼا يوازې غزل پورې محدوده نه ده. د حمزه بابا په نظم هم پښتو ژبه تل د ننګه غړۍ ګرځي. حمزه بابا د ٢٠٠ نه زياتې نندارمې (ډرامې) ليکلي دي چې ډېری يې د پېښور راډيو لخوا خپرې شوي دي. ارواښاد په بېلابېلو ورځپاڼو او مهالنيو کې رنګارنګې تحقيقي ليکنې او مقالې هم کښلي دي، ډېرې منظومې او نثري ترجمې يې هم کړي دي لکه د اقبالياتو او په دې وروستيو تېرو کلونو کې يې د نهجل البلاغه په نوم د ژباړې يو کتاب چې د علي رضي الله تعالی عنه تقريرونه او ليکونه دي چاپ شوی. حمزه بابا د شلو نه ډېر پښتو کتابونه او څه د لسو په شاوخوا کې په اردو ژبه کتابونه هم ليکلي دي.

حمزه بابا په ١٩٣٠ زېږيز کال کې تصوف ته مخه کړې وه او خپله به يې په دې هکله داسې وييل چې حېرت آباد ته په دغه عشره کښې راغلی وم. او پخپله نه وم راغلی راښکلی شوی وم ورته. خو چې راغلم نو داسې وه لکه چې ما خپله ورکه لار بيامونده. حمزه بابا د چشتي طريقت لاروی وه. حمزه بابا اجمير شريف ته هم په دغه زمانه کې تللی وه او د تصوف خوندونه يې ليدلي وه. د تصوف د مکتب پير يې سيد عبدالستار شاه وه او همدغه شاه صيب حمزه بابا ته د اردو په ځای په پښتو کې د شاعرۍ مشوره ورکړې وه. شاه صيب په ١٩٥٣ کې په حق ورسېدلی وه او حمزه بابا يې يادونه د تذکره ستاريه په نوم په ١٩٦٩ کې په اردو ژبه چاپ کړې وه. د حمزه بابا ادبي مطالعه ډېره زياته او پخه وه او د ادبياتو يو پوهنغونډ وه. حمزه بابا د رحمن بابا ديوان په ١٩٣٥ زېږيز کال کې اردو ژبې ته اړولی وه. په ١٩٣٧ کې پښتو ادبي ټولنه (بزم ادب پېښور) هم د شاه صيب د سيوري لاندې جوړه شوه او د راحت زاخېلي، قلندر مومند او حمزه بابا په شان ډېر غمي د همدې ټولنې غړي او مشران پاتي شوي او دا په راپورې پښتونخوا کې لومړنۍ ادبي ټولنه وه. دوی به ځای ځای په ښوونځيو او پوهنځيو کې مشاعرې کولې او په همدې توګه به يې د ژبې او ادب خدمتونه کول او د دغې ټولنې د ډېر لوړپوړو شاعرانو، اديبانو تربيت هم کاوه. داسې مشاعرې به د رحمن بابا په هديره هم کېدلې او د په لومړي ځل يې په ١٩٤٠ زېږيز کال کې د خپل د يو ليکل شوي غزل په اورولو سره د غزل د بابا تاج ترلاسه کړ. د هماغه غزل يو شعر يې داسې دی:

تورې سترګې مې د يار زړه ته په ځير دي
بـيـا حــبشو پـه کــعـبــې تـړلــی لام دی

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

22 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

امير حمز بابا

د هغه سترګو پښتنو خبرې
څنګه درنې وې د درنو خبرې

زاهده! پرېږده د تسپو خبرې
کوي ماحول د زولنو خبرې

دا ستړی ژوند دې مبارک شه مينې
زده چې اشنا کړې په لېمو خبرې

درنه به وانه وړمه پوی شوې کنه؟
درته مې وکړې په پښتو خبرې

د تندي ګونځې دي مغُل خو ندي
چې کوي نن د تاترو خبرې

دا بونګېدلې هوسۍ سترګې داستا
وکړې ناڅاپه د زمرو خبرې

د حمزه زړه ته دلاسه ورکوه
دادي ارمانه د ځلمو خبرې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

امير حمز بابا

ټينګه په وعده نه شوې دا څه چل دی
کلکه پښتنه نه شوې دا څه چل دی

ډېره کستاخي مې نظر اوکړله!
ماته ولې سره نه شوې دا څه چل دی

ته مې مخ روڼی د ماښامونو يې
سوزې خو ډيوه نه شوې دا څه چل دی

تا خو د وختونو پروا نه کړله
لاړې راستنه نه شوې دا څه چل دی

ټنډه د حمزه وې د قسمت غوټه
مړ شو ته خوره نه شوې دا څه چل دی
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

امير حمز بابا

پرېږده چې لوظونه د دروغو دې رښتيا کړم
ته راته سبا سبا کوه زه به بېګا کړم

توان لرمه دا چې د ماضي نه خراج واخلم
زه به پخوانی شمه ستا مينه به پخلا کړم

برند که حوادث دي د وختونو په ککو کې
زه به حوصله هم پښتنه ورته پيدا کړم

لا يې د سپين مخ خالونه شمېرم اوزګار نه يم
پرېږده الواته به د سپوږمۍ په لورې بيا کړم

ستا په اننګو کې د حمزه د وينو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

امير حمز بابا

نورې کيسې وايه چې اسانې دي
پرېږده د الفت خبرې ګرانې دي

رامې شي لېمو ته د ديدن په وخت
اوښکې څه ناپوهه رقيبانې دي

خدايږو چې کافر خو مې صهبا نه کا
لا خو زما اوښکې مسلمانې دي

سترګې مې لوستی شي د فطرت کتاب
مخ ته د آشنا چې شي اميانې دي

ستا د جلب شوق يې وې راپېښې شي
دا مې که سلګۍ دي خو مهمانې دي

ګران شو هسې ستا د عشق مۍ ولې
تل چې د عاشق وينې ارزانې دي

غم د هجر يو رټلی بل جواب
داسې مرض داسې دوايانې دي

ښکاري چې حمزه په زړېدو يې اوس
لا دې چې جذبې له پخوا ځوانې دي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

امير حمز بابا

لا څو تڼۍ د ګرېوانه پاتې دي
وحشته ستا په زړه کې څه پاتې دي

دا خو ته ولوله چې سترګو کې دي
نورې خبرې مې په زړه پاتې دي

سوال خو مې اورې خو ځواب نه کوې
لا په خوږو کې دې ترخه پاتې دي

ستا د هندکي باڼه که نېغ وي څه شی
لا څه شملې د پښتانه پاتې دي

په خلاصېدو شوه د زړه وينه حمزه
لا ډېر غمونه مېلمانه پاتې دي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

امير حمز بابا

ګوره چې خندا کوې په سترګو کې
کار د مسيحا کوې په سترګو کې

يو ته قهر بل ته مهر شابسې
دا کوې هم دا کوې په سترګو کې

ای نظره نن يې تصور شو جوړ
څه شوې؟ تماشا کوې په سترګو کې؟

اوښکو دې کافور کړه د هجران نشه
قدح د صهبا کوې په سترګو کې

مخ دې که وعدې د سبا تل کوي
ياره ته بېګا کوې په سترګو کې

ستا له ژبې خوند کوي آشنا دروغ
څو، که ته رښتيا کوې په سترګو کې

ښکاري چې ته ساتې د ژبې اعتبار
تل چې ته وينا کوې په سترګو کې

شوې په آشنايۍ کې نا آشنا ځکه
ځای د هر آشنا کوې په سترګو کې

زه حمزه دوعا درته په خوله کوم
ته راته ښکنځا کوې په سترګو کې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

امير حمز بابا

چې د نظر سره دې مل نه شومه
څه خوش قسمته وم چې غل نه شومه

قرار مې نشته په ګردش يمه زه
فلکه ستا په ژرنده دل نه شومه

حسنه بې شک چې دې بدل نشته
ته که بدلېږې زه بدل نه شومه

ورپسې تل شومه د اوښکې په رنګ
دُر د اشنا د زړه د تل نه شومه

تېر شوم له عشق حال سوال شومه اوس
څو ځله حل شومه خو حل نه شومه

که په ژوندون دې زما اور بل کړ
څه چې لوګی دې د وربل نه شومه

حمزه ځواني زما غزل اوخوړه
خامي مې دا ده چې غزل نه شومه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

امير حمز بابا

چې دې له سترګو پرېوتلی يمه
ايله دې زړۀ ته رسېدلی يمه

عشقه د پوهې نه هم ستا دی اوچت
داسې مقام ته رسېدلی يمه

زۀ دې محفل ته په وېنا رقيبه
درتللی نه شوم خو درغلی يمه

دا څه مقام دی چې زۀ خيال کومه
نه چرته تلی نه درغلی يمه

ستا اننګو ته رسېدل ګران وو
لکه د اوښکو څڅېدلی يمه

په تمام عمر کې بس دا يو ځل
ستا په ککو کې موسېدلی يمه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

امير حمز بابا

په ساده سترګو کې دې غلا پېژنم
هر څه دې پېژنم چې تا پېژنم

زه خو څه نه وايم موسېږې ولې
بې لوظه ياره زه خو تا پېژنم

جار دې له زلفو نقاب مه اچوه
زه خو هم شپه او هم سبا پېژنم

ته به مې پېژنې دروغ به نه وي
زه خو دې ښکليه په رښتيا پېژنم

کله ساقي کله پيالې ته ګوري
زه به محفل کې وارخطا پېژنم

د ډېره سوخته په خندا شوې حمزه
دا دويم رنګ دې له ژړا پېژنم
زه به جنت ته د پښتو سره ځمبشپړ شعر ولولئ

زه به جنت ته د پښتو سره ځم

امير حمز بابا


زه به جنت ته د پښتو سره ځم


تل به په لار
د مـــــــــــــــــــــېړنو سره ځم
يمه پښـــــــــــتون د پښـــــــتنو سره ځم


د ملـــــيت
نمـــــــــــــــــــره د پرخې په څېر
ســـــــــــــتا د دې شوخو پلوشو سره ځم

دا چـــــــــې
خــــــــــرد هم په ملت ځاروي
زه دې همــــــــــــداسې لـــــــېونو سره ځم


پام كـــــــــــــوه زه
هغـــــــــــــــه نظر نه يمه
چــــــــــــــــې به په
دود د سپېلنو سره ځم

وايي اغـــــــــيار
چــــــــــــې د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښــــــــــــــــــــــتو سره ځم


راســـــتنېدى چې نه شي وخت
خو نه يم
خـــــــــو د حــــــــالت د
تقاضــــــو سره ځم


كړمه جــــــــــهان چې د
پښــــــتون ځملي
د خـــــــــپلو پېغلو حـــــــــوصلو سره ځم


وړم مســـــــــــتقبل ته د
ماضي روايات
زه د خپل
حـــــــــــــــــال د ولولو سره ځم


څــو چې راغونډ په يو مركز يې
نه كړم
هرې تپې ته د جرګو ســــــــــــــــــــره ځم