د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

امير حمز بابا

د امير حمز بابا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

د پښتو د غزل پلار ارواښاد امير حمزه خان شينواری (زېږېدنه: ١٩٠٧، مړينه: فبروري ١٩٩٤) د لنډي کوتل د خوږه خېل يا خوزه خېل نومي کلي کې د ملک ميرباز خان کره زېږېدلی و. نوموړی په قبيله شينواری او په شينوارو کې اشرف خېل وه.
لومړنۍ زده کړې يې د لواړګي (دا د لنډي کوتل پخوانی نوم دی) په ښوونځي کې ترسره کړي خو وييل کېږي چې د ده په يوه وړوکې خطا يې استاد ده ته دومره جزا ورکړه چې د ده زړه د مدرسې نه تور شو او بيا يې هغه مدرسه پرېښوده. دی د اتو کالو وه چې په اسلاميه کالجېټ ښوونځي ته د زده کوونکي په توګه ومنل شو. ښوونځي ته به لکه د نورو ماشومانو په څېر ته راته او آزموينې يې هم په برياليتوب سره سر ته رسولې خو د درسونو او سبق سره يې دومره مينه نه درلوده. د سکول نه د زړه ماتي دا ذکر يې په يو شعر کې هم کړی دی او وايي چې د ښوونځي دا ټلۍ راباندې داسې لګي لکه د اسرافيل د شپېلۍ اواز. نو په همدې توګه په نهم ټولګي کې يې دغه ښوونځی هم پرېښوده. که څه هم حمزه بابا خپل سبق په نهم ټولګي کې نيمګړی پريښی و خو د حمزه بابا پوهه او مطالعه ډېره زياته وه او ارواښاد داسې کلامونه ليکلي چې هر يو يې ځانګړې فلسفه لري د يادولو وړ خبره دا ده چې د بابا په کلام د پېښور پوهنتون پروفېسر قابل جان خپل د دوکتورا تيسز ليکلی دی.

ارواښاد امير حمزه خان شينواری د دود له مخې يې په کم عمرۍ کې واده وکړ او مراد شينواری يې چې د ازاد نظم باني ګڼلی شي نازولی ځوی دی.
ارواښاد حمزه په عملي ژوند کې د پښو ايښودلو سره سم په تورخم پاسپورټي دفتر کې نوکر شو. په دې وخت کې دده قدرمن پلار د لنډيکوتل او تورخم تر مېنځ د اورګاډو پر ليکو د ټيکو کار کاوه نو حمزه بابا به هم کله نا کله د مرستې لپاره ورتللو. او په همدې توګه بيا وروسته پخپله هم په اورګاډو کې نوکر شو. وايي چې دا نوکري به يې ډېره په ايماندارۍ کوله. د حمزه بابا فن او هنر سره هم بې کچې مينه وه او د اورګاډي دغه نوکرۍ د هندوستان په ګوټ ګوټ وګرځاوه او همداسې تر پمبي پورې ورسېده. بمبي د ډېر پخوا نه د هندوستان د فلمونو مرکز پاتې شوی، کله چې نوموړی بمبي کې وه نو ده ته هم په فلمونو کې د کار موقع په لاس ورغله کوم چې ده د خدايه غوښته. څنګه چې په پخوا زمانو کې بې غږه فلمونه وه نو حمزه بابا هم په ١٩٤٠ زېږيز کال کې په همدغو بې غږه فلمونو کې لوبګري وکړه. او په هغه ورځ يې خو لکه د زړه ارمان چې پوره شوی وي، کله چې د سلما آغا نيکه رفيق غزنوي په ١٩٤١ زېږيز کال کې د پښتو لومړني فلم ((ليلا مجنون)) د کيسې، سندرو او ډيالوګونو د جوړولو وړانديز ورته وکړ. او په همدې توګه په پښتو ژبه کې د لومړني فلم د جوړولو وياړ هم د حمزه بابا په نصيب شو. حمزه بابا ته د دغه فلم د جوړولو لپاره ٢٥٠ روپۍ د معاوضې په توګه ورکړل شوي وې. تر دې وروسته د يوسف خان او شېربانو فلم هم جوړ شو او بيا يې د پېغلې او علاقه غېر غوندې د فلمونو کيسې هم وليکلې.

داسې مالومېږي چې حمزه بابا د ډېر ماشومتوب نه شاعر وه او په هماغه کم عمر يې د شعر په ليکلو لاس پورې کړی و. کله چې حمزه بابا په پينځم ټولګي کې وه نو ارواښاد مولانا عبدالقادر (د پښتو اکېډمۍ بنسټ ايښودونکی او لارښود) په اتم ټولګي کې وه. داسې وييل کېږي چې په هماغه وخت کې به حمزه بابا خپل شعرونه مولانا صيب ته د سمولو لپاره ښودل. دا خبره پخپله دا په ثبوت رسوي چې حمزه بابا د ډېر ماشومتوب نه شعر او ادب سره مينه درلوده. خو په دغه وخت کې به حمزه بابا په اردو ژبه شاعري کوله او د اردو شاعرانو لکه مرزا غالب او علامه اقبال نه ډېر متاثره وه.پښتو ادب کې د حمزه بابا شاعرۍ ته ځانګړی مقام حاصل دی. د هغه شاعري ته د زړې او د نوې شاعرۍ يو ګډون ګڼل کېږي. هغه د پښتو شعر دوديزه زړه کلاسيکه لار څارلې او بيا يې د په يوه نوي روح ورکولو سره ګډه کړې. په همدې توګه ارواښاد حمزه پښتو غزل کې نوي اندونه او نظرونه ورپېژندلي او د خپل د وخت د پښتو غزل دوران يې بشپړېدو پورې رسولی او په همدې خاطر ورته د پښتو غزل د بابا لقب ورکړ شوی. حمزه بابا د ١٣٠٠ نه هم ډېرې غزلې ليکلي دي او کليات يې په څلور ټوکو کې خواره شوي دي. خو د حمزه بابا د شخصيت رڼا يوازې غزل پورې محدوده نه ده. د حمزه بابا په نظم هم پښتو ژبه تل د ننګه غړۍ ګرځي. حمزه بابا د ٢٠٠ نه زياتې نندارمې (ډرامې) ليکلي دي چې ډېری يې د پېښور راډيو لخوا خپرې شوي دي. ارواښاد په بېلابېلو ورځپاڼو او مهالنيو کې رنګارنګې تحقيقي ليکنې او مقالې هم کښلي دي، ډېرې منظومې او نثري ترجمې يې هم کړي دي لکه د اقبالياتو او په دې وروستيو تېرو کلونو کې يې د نهجل البلاغه په نوم د ژباړې يو کتاب چې د علي رضي الله تعالی عنه تقريرونه او ليکونه دي چاپ شوی. حمزه بابا د شلو نه ډېر پښتو کتابونه او څه د لسو په شاوخوا کې په اردو ژبه کتابونه هم ليکلي دي.

حمزه بابا په ١٩٣٠ زېږيز کال کې تصوف ته مخه کړې وه او خپله به يې په دې هکله داسې وييل چې حېرت آباد ته په دغه عشره کښې راغلی وم. او پخپله نه وم راغلی راښکلی شوی وم ورته. خو چې راغلم نو داسې وه لکه چې ما خپله ورکه لار بيامونده. حمزه بابا د چشتي طريقت لاروی وه. حمزه بابا اجمير شريف ته هم په دغه زمانه کې تللی وه او د تصوف خوندونه يې ليدلي وه. د تصوف د مکتب پير يې سيد عبدالستار شاه وه او همدغه شاه صيب حمزه بابا ته د اردو په ځای په پښتو کې د شاعرۍ مشوره ورکړې وه. شاه صيب په ١٩٥٣ کې په حق ورسېدلی وه او حمزه بابا يې يادونه د تذکره ستاريه په نوم په ١٩٦٩ کې په اردو ژبه چاپ کړې وه. د حمزه بابا ادبي مطالعه ډېره زياته او پخه وه او د ادبياتو يو پوهنغونډ وه. حمزه بابا د رحمن بابا ديوان په ١٩٣٥ زېږيز کال کې اردو ژبې ته اړولی وه. په ١٩٣٧ کې پښتو ادبي ټولنه (بزم ادب پېښور) هم د شاه صيب د سيوري لاندې جوړه شوه او د راحت زاخېلي، قلندر مومند او حمزه بابا په شان ډېر غمي د همدې ټولنې غړي او مشران پاتي شوي او دا په راپورې پښتونخوا کې لومړنۍ ادبي ټولنه وه. دوی به ځای ځای په ښوونځيو او پوهنځيو کې مشاعرې کولې او په همدې توګه به يې د ژبې او ادب خدمتونه کول او د دغې ټولنې د ډېر لوړپوړو شاعرانو، اديبانو تربيت هم کاوه. داسې مشاعرې به د رحمن بابا په هديره هم کېدلې او د په لومړي ځل يې په ١٩٤٠ زېږيز کال کې د خپل د يو ليکل شوي غزل په اورولو سره د غزل د بابا تاج ترلاسه کړ. د هماغه غزل يو شعر يې داسې دی:

تورې سترګې مې د يار زړه ته په ځير دي
بـيـا حــبشو پـه کــعـبــې تـړلــی لام دی

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

22 خپاره شوي شعرونه

په طلب دبشپړ شعر ولولئ

په طلب د

امير حمز بابا

په طلب دے د حباب  غوندے چشمان يم

ستا د میني سيند اخستی يم روان يم

که قطره يم زۀ خو تۀ د حسن لمرئ

ستا د مينی  د سپرلی نه  ګلستان يم

د زړو  شرابو څښل نوي ژوندون دي

شی  توبه د ځوانی مرګه زه دي ځوان يم

ما قطريٍ  ته  ګله  کم نظراو  نۀ  کړی

په  دويم  ځله  راتږ کښی  به  باران  يم

درا تږ احسان دي  خس  همره  هم نشته

وس له عشقه چه ګر داب  هسي ګردان يم

دا دماغ د له سنګاره مخکښی نۀ وه

ا يُنی  درته  څه  ا و و يل  حيران  يم

حېرانی د هر تصوير  د پاره روح  د ئ

چه کوم رنګ دی په ديدن کړم  هغه  شان يم

ګله خېر دی چه می ستا په زړۀ کښي ځاي  شته

که د بوئ  غوندي و حشی او پريشان يم

 حمزه  څه  شی که  د هوش  بخۍ  پر شوی

د  عا شق  په   پير هن  کښي  ګر يبا ن  يم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

امير حمز بابا

دادچا دتخیل څیری ګریوان دې

دپښتو ادب سحر خنده افشان دې

دادب ګلونه سترګۍ دشهلآ کړې

انتظاردتما شې دکوم جانان دې

پلوشو د کوم لمر مخې خبر راوړو

چه هر زړه یې لکه شبنم هسې چشمان دې

رنګینۍ کړې په منظر کښې پټ پټا ڼې

که ګل پوشه،،پرې خوبه،، بیابان دې

نسیم یوړی لو پټی دنکهتونو

شر منګیره خنده ګل کوی پریشان دې 

،،ستوری خند،، دشاعرۍ اوراورکی شول

په اسمان دتخیل کښې چراغان دې

په لیمه دژړغونې عند لیب کښې

رنګ دسرو ګلو شوخې کوې خندان دې

دخپل بوی په تار پیلې دې ګلونه

ورک دفکر دسهری ځنی ګریوان دې

دبوډی په ټال کښی مستۍ ځوانې زانګې

دوصال دخوب جوټو، وړی ارمان دې

مځکه هم له ،،بخملینې خندا،،شنه ده

ته به وایې چه شینکی تری ځې روان دې

ننداره د نندارچې دسترګو تور شوه

تور دسترګو ننداره دهر چشمان دې

هر بلبل یې دبقا سندری وایې

دپښتو دباغ ملیار عبدالرحمن دې

په وربل یې دجانان چه سر خندلو

نن هغه لیونۍ ځان دهر جانان دې

حمزه څومره خوشبختې دپښتنو ده

چه په لأس یې درحمان بابا دیوان دې

پښتون اشنابشپړ شعر ولولئ

پښتون اشنا

امير حمز بابا

پــــــام چـــــــه تمنا دې بې نشې نـــــــه شۍ

لنډې مرحلې چـــــــــــه دې اوږدې نـــــه شۍ

 

 

عشقه پښيمانئ پــــــــه ميو مستې کـــــــړه

پــــــام کوه چـــــــه جوړې ترې توبې نــه شۍ

 

 

داسې اوبــــــــه هم ســـــــاقۍ لرې کـــــــه نه

کيف ئې وې سيوا خو سترګې سرې نه شۍ

 

 

هــــومره مــــې ځوانئ د غـــــزل پــــــاتې دې

څو چـــــه ورکې ستا ښکلې غمزې نــــه شۍ

 

 

تللې دۍ حمزه پښتــــــــون اشنا وتـــــــــــــــه

بيڅه را واپس بـــــــــه مې جرګې نـــــــــه شۍ

نفسبشپړ شعر ولولئ

نفس

امير حمز بابا

ژوند ي پا تی په تریاقودمذهب شې

یود روح دپاره روګ دي ،روګ به وې 

په کښی پاتی چه شر بت دنیکۍ نهّ شی

دا بی خوند ه ګنۍپوک دي، پوګ به وی

د فينی پکښی پرتي دی خبر نه دی

بی خبرته ځکه خوږ  دی ،خوږ به وی

   د مرګ سوړه ده چه ول ځنی او باسی

ګنی یار د نفس خوکوږ دی ،کوږ به وی

جفابشپړ شعر ولولئ

جفا

امير حمز بابا

ماچه دمینې ابتدا ا وکړه

تا په ستم کې انتها  ا وکړه

نن مې ساقې ته چه انکار اوکړه

دا مې روا که نا روا اوکړه

ای دفطرت نه بې خبر واعظه

بس کړه رندانو ته دعا اوکړه

زلفې مې ښکل کړې ستا ، چه تا به ویل

چه دسودا دې څه دوا وکړه

یو اسویلې مې دزړه ډاډ پاتې وو

  دا دځوانې خبره چا اوکړه؟

دمینې غم څه عجیبه ِغوندې دۍ

چا ترې خندا او چا زړا اوکړه

ما ورته ویل چه څه اقرار وو زمونږ

وې  چه ته دا خبره بیا اوکړه

راغله خلوت ته دنکهت قاصدان

سپرلیه تا ډیره خطا اوکړه

دا به په تاهم ازمیښت وې زما

څه از میښت خو ته په ما اوکړه

ګل په پښه کې داغزو ښکارې

بلبله تا ولې ژړا  اوکړه

شوې دقفس سره آشنا بلبله

چه په بهار دی زړه هوا اوکړه

که په څو ډوله دې ځان پټ کړو آشنا

په هر انداز کښې دې ریا اوکړه

ګل درخسار دې په کوم څیز وغوړید

چه شکریه مې ستا حیا اوکړه

اوښکو سحر شو، که اشنا راغۍ

څنګه ناڅاپه مو رڼا اوکړه

حمزه دوخت غوندې  ټال نه شو ، لاړ

وایې یاران چه یې جفا اوکړه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

امير حمز بابا

یا ره چه اسمان ته دې باڼه ګورې

ستر ګې دې زما په مخ کښې څه ګورې

ښکلۍ نظر ستا چه بې قراره دۍ

زړه یې ترینه ورک شوی دی که زړه ګورې

شوندې دی خواږه خواږه ستونه کړې

سترګی داشنا ولې تر خه ګورې

سترګۍ چه دسترګوپه لار زړونه وړې

څوک دتو ری شپی به چیرته غله ګورې

غل دمحبت غلطیدۍ نه شې

څوک چه په محفل کښی چاته نه ګورې

خشکی چه ارمان می چینې سترګې کړې

لاړ دزه په تل کښی می اوبه ګورې

زه حمزه په زړه هم ورکتۍ نه شم

څه پری که اشنا می په لیمه ګورې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

امير حمز بابا

تا چې سبـــا وكــــــــړو سبا نــــــه راځـــي
راشي په هر چا خو په مــــــا نــــــــه راځي

بيا دې نو په بيا دى څـــــــــه بــــــاور په كار
سل ځله بيا وكـــــــړې، خـــــو بيا نه راځې

ووايــــــــه زاهــــد ته ګنــــــــــا زه كــــــوم
زور خو يې كمبخته په تـــــا نــــــــــه راځي

خداى دې مين ډېــر كړي چې ښېرې كوي
مـــــاله  خــــــــــــو نور چل د دعا نه راځي

ښكليه! چې موسكې په ټيټو سترګو شې
هيڅ دې انـــــــــدازه د ښكلا نـــــــه راځي

عشق دى لكه وخت خو زه حمزه پــــــــكې
تل وي په تګ، بيرته په شا نه راځـــــــــــي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

امير حمز بابا

 یا ره چه اسمان ته دې باڼه ګورې

ستر ګې دې زما په مخ کښې څه ګورې

ښکلۍ نظر ستا چه بې قراره دۍ
زړه یې ترینه ورک شوی دی که زړه ګورې

شونډې دی خواږه خواږه ستونه کړې
سترګی داشنا ولې تر خه ګورې

سترګۍ چه دسترګوپه لار زړونه وړې
څوک دتو ری شپی به چیرته غله ګورې

غل دمحبت غلطیدۍ نه شې
څوک چه په محفل کښی چاته نه ګورې

خشکی چه ارمان می چینې سترګې کړې
لاړ دزه په تل کښی می اوبه ګورې

زه حمزه په زړه هم ورکتۍ نه شم
څه پری که اشنا می په لیمه ګورې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

امير حمز بابا

په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا
بې ليلا بله سودا خو مجنون نه کا

څو د خپل ادب باران باندې ونشي
بل باران به د قام فصل زرغون نه کا

غېرو ژبو کړې لاهو پخپل تهذيب کې
بې پښتو به دې اوس هيڅوک راستون نه کا

خپلې ژبې خپل تهذيب وته چې شا کا
ملګرتيا له هغه قامه ژوندون نه کا

اوله خپله ژبه، پسته نورې ژبې
بې بنياده عمارت خو سمون نه کا

فرنګيان د پښتو ژبې خوشه چين دي
خو دې درمن ته نظر هم پښتون نه کا

بې له دې که ټول جهان هم ورته پرېږدې
بل ميراث به ستا نسلونه ممنون نه کا

پاڅه پاڅه د عمل جذبه پيدا کړه
يو ملت هم ترقي په افسون نه کا
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

امير حمز بابا

پيرنګي درنه پښتو ده هېره کړې
چې کيسه يې راپه خوله کړم اجازت دی؟

وايي مونږه سره ټول مسلمانان يو
ډېره ښه ده زړه دې ښه کړم اجازت دی؟

د پښتو په ځای تعليم د اردو ښه دی
هيڅ خلاف به ترې ونکړم اجازت دی؟

يقين وکړه چې زه ستا نه خلاف نه يم
ولې پوی دې چې لږ زه کړم اجازت دی؟

په اردو مې ژبه نه چلي صاحبه!
په پښتو خبرې وکړم اجازت دی؟