د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ګل پاچا الفت

د ګل پاچا الفت پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

ارواښاد ګل پاچا الفت د پښتو ژبې لوى شاعر او پياوړى ليكوال، د خداى بخښلى مير سيد پاچا ځوى دى، چه په ۱۲۸۸ هجري ش. كال، دافغانستان د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالى د عزيز خان په كڅ كې زيږېدلى دى. خداى بخښلى الفت صاحب د هغه وخت د تعليمي رسم سره سم د ديني او عربي علومو مروجه تعليم د جومات نه پيل كړ، او د هغه خاصې ذكاوت او استعداد له بركته چه خداى(ج) وركړى ؤ، په ډير لږ وخت كې د صرف او نحو، فقه، منطق، فلسفه، حديث او تفسير كتابونه د هغه وخت له مشهورو استادانو څخه وويلې. دديني متداوله علومو د پاى ته رسولو او شخصي مطالعونه وروسته، الفت صاحب په ۱۳۱۴ هجري ش. كال كې د انيس د ملي ورځپاڼې په دفتركې د كاتب په حيث مقررشو او تقريباً ۳۴ كاله د دولت د رسمي مامور او د شورا د وكيل په توګه په خدمت بوخت ؤ.
د الفت صاحب وروستى رسمي ماموريت د ډاكټر محمد يوسف په كابينه كې په كال ۱۳۴۳ هجري ش.د قبائلو مستقل رياست ؤ. الفت صاحب د رسمي ماموريت په څنګ كې د كابل په پوهنتون كې د پښتو ژبې استاد هم ؤ.
په كال ۱۳۲۸ هجري ش.د شورا په اوومه دوره كې، الفت صاحب د ننګرهار د خلكو لخوا د وكيل په حيث انتخاب او په شورا كې د دويم معين په توګه و ټاكل شو. په كال ۱۳۳۱ د شورا په اتمه دوره كې الفت صاحب د لغمان د قرغيو ولسوالي د خلكو لخوا وكيل انتخاب شو. د شورا په دولسمه دوره كې بيا دننګرهار د وكيل په حيث انتخاب شو. د ۱۳۳۴ هجري ش. كال په لويه جرګه كې هم، مرحوم الفت صاحب د ننګرهار د خلكو وكيل ؤ.
الفت صاحب نه يواځې د خاص ذكاوت او استعداد خاوند ؤ، بلكه دليكوالى د خاص قدرت او شعري روانې قريحې څښتن هم ؤ. الفت صاحب په رسمي ماموريت سربيره، ديني، اجتماعي، سياسي، او انتقادي شعرونه او مضامين وليكل او كتابونه او علمي رسالې تاليف كړ، چه ځينې تا ليفات يې مطبوعاتي جوائز هم ګټلي.دي.
دا د پښتو ژبې شاعر او ليكوال په دري ژبه هم شعرونه اومضامين ليكلي چه له بده مرغه ددوى دري اشعار اوس په لاس كښې ندي. د ارواښاد الفت صاحب تاليفات د نظم، نثر او ترجمې پنځويشت كتابونو ته رسيږي، چه ځينې كتابونه يې تر اوسه ندي چاپ شوي. د استاد الفت آثار په خواشينى سره تر اوسه په بهرنيو ژبو هم ترجمه شوي ندي.
الفت صاحب يو متواضع، حليم، خاموش او لږ ويونكى سړى ؤ. بې ضرورته خبرې يې نه كولې او تل به يې د بل خبروته غوږ ايښود، ډيره ظريفه طبع يې لرله او په ټوقو كښې يې هم ادبي نكات پراته ؤ.
دمرحوم الفت صاحب په شخصيت، شاعرۍ او ليكوالۍ،د دوى دوستانو، شاعرانو او ليكوالو ډير په زړه پورې مطالب ليكلي دي ، اما د الفت صاحب د معرفي او پيژندلو لپاره ښه او يواځينى وسيله د دوى خپل آثار دي.
الفت صاحب په ليكوالۍ او شاعرۍ كښې د يو خاص سبك خلاق ؤ. دده دنثرونو او شعرونو لوى خصوصيت سادګي او رواني ده، چه دا خاصيت ددوى ليكنې او اشعار د نورو شاعرانو او ليكوالو د شعر او نثر نه بيلوي. دالفت شعرونه او نثرونه فصاحت او بلاغت لري او خاص او عام بې تكليفه په مطلب پوهيږي او هر څوك د خپل ذوق په اندازه خوند ورنه اخلي.
الفت صاحب په خپل ساده او روان شعرونو او نثرونو، لوستونكي د ژوند هغو حقايقو ته متوجه كوي، كوم چه دمخه تر دې څوك ورته ندي متوجه شوي.
د ارواښاد الفت شخصيت اود ژوند طريقه د هغوى د پوهې او علميت ښكارندوى ؤ. په ظاهر او باطن كښې يې فرق نه ؤ. الفت صاحب د عمل سړى او د انساني او اسلامي اخلاقو نمونه او مثال ؤ.
د مرحوم الفت صاحب دشعرونو اوليكنو زياته برخه، اجتماعى او سياسي انتقادونه او د ټولنې د نيمګړتياوود سمون په لور دعوت دى.د مسكينانو، بيوزلو او يتيمانو سره همدردي هم د الفت صاحب په شعرونو كښې ډير زيات دى. اسلامي جهاد د الفت صاحب په ليكنو كې لوى ځاى لري او ديني او مذهبي اشعار يې په قرآن او نبوي احاديثو متكي دي.
ارواښاد الفت د رسمي ماموريت، شاعري او ليكوالي تر څنګ په سياست كښې هم فعال ؤ.په كال ۱۳۳۰ هجري ش. كښې د ولس ملي جريده تاسيس او د ۱۳۳۲ كال تر پايه ددغه جريدې د امتياز خاوندؤ.
د ولس ملي جريده د لوستونكو د شمير له مخې د هغه وخت د ډيرو لويو آزادو ملي جرايدو څخه ګڼل كيده. الفت صاحب دخپل خدمت په وخت كښې د خوشحال خان ادبي جائزه او د ابوعلى سينا علمي جائزه لاس ته راوړى او دمعارف دويمه او د ستورى دريمه درجه نښانونو او ددويمې تقدير نامې په اخستلو هم بريالى شويدى.
د الفت صاحب ډير وخت په مطالعه او ليكلو تيريده. الفت د خپل ژوند په آخرو وختونوكښې(د محمد داؤد خان د جمهوريت په وخت كښې) د افغانستان د سياسي او اجتماعي وضعې نه ډير زيات كړيده او د هغه وخت د نا مناسبې وضعې د اصلاح د پاره ډير كوښښونه وكړ، اما سردار محمد داؤد خان چه د پرچميانو او كمونستانو لخوا محاصره شوى ؤ، سره له پخوانى پيژندنې او احترام، چه الفت صاحب ته يې لرله، نه يې الفت صاحب ته د ليدلو وخت وركړ او نه يې د الفت صاحب ليك ته ( چه د هغه وخت د نا منا سبې وضعې او دهغه د خطراتو په برخه ليكل شوى ؤ)، توجه وكړ.
الفت د خپل عمر آخر وختونه د عزيز خان په كڅ كښې چه دده د زيږيدلو ځاى دى تيرول، تر څو چه د۱۳۵۶ كال د ليندى د مياشتې په ۲۸ نيټه د زړه د حملې په اثر د ۶۷ كلنى په عمر وفات شو، او ددوى په پلرنى هديره كښې چه د كابل جلال آباد د سړك په څنګ پروت دى خښ شو

. خداى (ج) دې وبخښي

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

47 خپاره شوي شعرونه

په غره کېبشپړ شعر ولولئ

په غره کې

ګل پاچا الفت

لمر لویدلی ؤ تیاره په خپــــریدو وه

دماښام توره پرده  په غــــــوړیدو وه

دوطن په یوه غره کې کـــوزیدمـــــــه

له فطرت سره پــــه زړه کې غږیــــــدمه

هلته جګ  دغره پــــه اړخ کې ؤ کورونه

پکې بل  شوه دمــاښام تازه اورونـــــــه

دهرکور سیمه درنــــه معلومیــــــدلـــــه

دغیرت وږمه هـــرلور ته چلیـــــــدلـــــه

دګړنګ په سر ولاړ وم په حیرت کـــې

ښکاریده راته هرڅه په ډیر هیبت کې

هیبتناکـــه او مهیبــــــــه نــــنـــــداره وه

ددهشت لویه تابـــلو ښه منــــــظـــــره وه

درانه خلک وو درانه یې وو خویـــــونه

شته په غرونو کې دارنګه تاثیــــــرونــه

سادګۍ کې خاوندان دډیـــــر وقــــــار و

یو په بل یې اعتمـــــاد او اعتــ[ـــبــــــار و

هرڅه ټيټ ښکاریده دوی ته له خپل ځانه

هسک یې نه باله  هیڅ شی بې له اسمانه

دبادار او دمزدور نومــــــونــــــــه نــــــه وو

دآمر او دمامور فـــرقـــــونـــــه نـــــه وو

داسی نه چې یو خادم و بــــل مخدوم و

یایو سپور و په موټر کې  بل محروم و

زندګي دټولو یو شـــان ښکاریـــــدلــــه

په هر څه کې یکرنګي معــلومیــــــدله

سادګي وه صـــفايي  وه  دینــــداري وه

یو په بل کلــــه لـــوئي کــــلنـــــکاري وه

نه ډاکټر  نه درملتــــــون ؤ  نـــــه دوا وه

درنځو علاج خیرات ؤ  بیــــا دعـــــا وه

علم نه وه خو په خدای ټینګ اعتقادؤ

نه ټګي وه نه چلــونـــــه نــــــه فســـــاد ؤ

له هر چانه ډیر نژدې ؤ شنه اسمــــان ته

ډیر تابع ؤ دخدای حکم او فرمـــان تــــــه

بې له خدایه چاته نـــه راټــيټېـــــده دوی

په دنیا کې له بل چا ، نـــه وېـــرېده دوی

دوی ساتلي وو پسونه لـــــه لیـــــوانـــــو

دوی ایستلې وې څرمنې له پړانګانـــــــو

قصا بان نه وو شپانـــه وو دپـــســــــونــــو

څومه فرق دی دښارونـــو او دغــــرونــــــو

شپانه غرو کې وي ښارو کې قصا بان وي

هلته نه وي بند او قید دلتـــه زنـــــدان وي

تحولبشپړ شعر ولولئ

تحول

ګل پاچا الفت

هغه چې و زمــــوږ اغا  او زمــوږ خـــــان غــــونــــدې

اوس معلومیږي څه قــــدرته پــــریشــان غـونــــــدې

پاڼه اوښتې ده په بــل مــخ او ضــاع بــــل رنــــګه ده

نوردې څوک نه ګرځي فرعون او دهامان غونـــــدې

چې یې حضورته په اسانه هیڅوک نـــــه رسیـــــــــده

لیده کاته یې اوس هرچاته شوه اسان غــــونــــــــدې

وایي خواران اوغریبان اوس بـــــــادارانـــــــو لــــره

زموږ په سردپاسه مه ګرزئ اسمـــان غـــــــونــــــدې

راښکته شئ کبر وهوا او له غـــــرور ځنـــــــــې اوس

دانور عالم هر ګوره وګڼئ خپـــل ځــــــان غونــــــدې

باداري پــــریـــږدئ خــــادمان شـــئ دوطن او دقـــام

په خوار غریب شئ پس له دې لږ مهربان غونــــــدې

هلته چې یو انسان  دبـــــل لــــــکه غـــــلام اوسیـږي

په هغه ځای دخدای لعنت اوري باران غـــونـــــــدې

باداري نشته په اسلام کې نه په کـــفـــــر کــــې اوس

تاسې یې نوره ټینګه مه ساتئ ایمــــان غــــونـــــدې

چې دفردوس په شانتې وي  او باداران وي پـــکـــې

هغه وطن خدایږو ګـڼمـــه دزنــــــــدان غــــــونــــــدې

ټول انسانان دي برابر  اصیـــل کــــم اصـــــل نشــــته

په دې خبره ولې ته شولـــــې حیـــــران غـــــونــــــدې

راځئ چې یو شان دملګرو په شـان کښینــــو ســـــره

غرور او کبر پریښودل که نه وي ګـــران غــــونـــــدې

دمګر تیا ژوند کې خوندونه او خیرونـــه دي ډیـــــر

تاسې یو څو ورځې خو وکړئ امتحان غـــــونـــــدې

نورو سره ځان برابر ګڼــــل مشــــکل مـــــه ګـــــڼــــــه

مشکل کارونه به خدای تا ته کړي آسان غـونـــــدې

راشه دعدل مساوات لګ کوټـــی خونــــد وګـــــوره

که پښیمان شوې دربه کړمه څه تا وان غـــــونـــــدې

حسب الحالبشپړ شعر ولولئ

حسب الحال

ګل پاچا الفت

زموږ دتورې شپــــې احوال بــــاد ســـبا تــــه وایـــــه

دپتنــــګانـــــو بیتــــــابـــــــي دعشـــــق رڼــــا ته وایه

ړندو ته مه وایه دسپیــن مــــخ او دتــــــورو زلفــــــو

دســـــرو ګلـــونو یابلبلې یـــــا بــــــو راتـــــــه وایــــــه

رنځـــــور تـــــه وایـــــه ددوا او دطــــبیـب دراتــــــــلو

دمیلمستیا دساعت تیرۍ  دښکار بل چاتــــه وایــه

دعیش عشرت قصــــې کوه له دولتـــــمنـــــو ســـــره

دخوار غریب  او دمظلوم افسانــې مــــاتـــــه وایـــــه

که دخیرات زکات او سقاط دې چانه واوریده څـــه

په منډه ورشه کوم اخوند غوندې مـــلا تـــــه وایــــه

چې هیڅ تا ثیر ورباندې نه کوي  او هیـــڅ نــه کوي

دوطن  غم رئيس  وزیــــر لـــــویــــــې ارواتــــه وایـــه

که ډیر بحثونه دې  زړه غواړي اوهــر قســــم وینــــــا

هره خبره چـــې وه یـــــو ځـــــلي شــــــوراتــــــه وایـــــه

ورســـــره مـــــه کــــــړه جــــــدي بحــــث دعمل خبرې

که دې کوم ښه بیت چانه واوریده ګـــــویـــاته وایـــه

چې دې نا پوهــه او بیکاره په چـــــوکـــــۍ ولیـــــده

ته یــــې په هـــــر ساعت په هر ځای کې هرچاته وایه

که نا لایق ته چا څــــــه نــــه ویـــــل اونـــــه و تمیــــــز

کــــوریې مرګــــــي ته وښیه تورې بلا تــــــه وایـــــــه

قسم خواره که دې پکاروو اودروغــــو شاهـــــــدان

هرڅه به خدای کاندي اسان ملک کاکا تــــه وایـــــه

لیلی دې مسته او تازه ګرځي چړچــــې دې کـــــــوي

دعشق غمونــه لیونیـــــــو دصحــــــرا تـــــه وایـــــــه

چې طبیعت یې ښه شي موټی موټی غوښې واخلي

آغا آغا  په هر ساعــــت بـــــا دار آغــــــا تـــــه وایـــــه

لوبې کويبشپړ شعر ولولئ

لوبې کوي

ګل پاچا الفت

په ږیره دبابا چې ماشـــومــــــان لـــــوبــــــې کــــــوي

خپــــــه یـــــم په مشرانو چې کشران لوبـــــې کـــــوي

پــــــه مـــــدحــــه په ستایلو په بوټونـــو پاکــــولــــو

داخــــلق نن سبا په ولا شــــــان لــــــوبـــــې کــــــوي

چې هر طرف یې بیایي  په هماغه طـــرف درومــــــي

په ځینو کاردارانو دربــــاریان لــــــــوبــــــې کــــــوي

سپاره یې په اوږو شوه چې په دې فن کـــــې استادؤ

واړه په لویو باندې دغــــه شــــــان لوبــــــې کــــــوي

حاکــــمه خبر نه یـــــې تاته څوک نه شــــي ویلـــــــــې

په تا باندې څــــــو تنـــــه مـــــلکان لوبــــــې کـــــوي

چې ساتي بیزو ګان او ټوله ورځ شادي بـــــازي کا

ډیر ښه دي تر هغو چې په انسان لــــو بـــــې کــــــوي

که هر څه دې زړه غواړي  هغه کیږي چې پیسې وي

رشوت په رشوت خور باندې هر شان لوبې کـــــوي

ما ولید مردار خور دی جګ مقام ته رسیـــــدلــــــې

د ستور  نشان یې واخیست په ډیر ان لوبې کـــــوي

دغلو ملګري کیږي هغه وخــت کې تمـــــام خلــــــق

دشاه په رعیت چې حــــاکمـــــان لــــــوبــــې کــــوي

هرڅه هلته بل شان وي حقیقت نـــه معلـــــومیـــــږي

په سترګو او نظر چې مـــداریان لـــــو بـــــې کـــــوي

دمچ میږي کار نه دی چې به سره اور ځان ستــــي کا

په بلو لمبـــو بانــــدې پتـــــنــــــګان لو بــــې کــــوي

معنا وګورهبشپړ شعر ولولئ

معنا وګوره

ګل پاچا الفت

سرو صورت یوازې مه ګوره معنا وګــــــــوره

په سرکې فکر زړه کې پټه مدعا وګـــــــــوره

وینا یې واوره بیا یې وګوره عمل ورســــــره

میل و رغبت  غایه هدف  او تمنا وګـــــــوره

په اشنایانو  او ملګرو کې یې فکر  کــــــوه

په غور غور یې بیا  ذوق  و اشتها وګـــــــوره

څه وایي څه کوي  او څه غواړي دڅه دپــــاره ؟

ورته په  ځیر ځیر له هر لوري هری خوا وګوره

نن دې چې ولیده یوازی او له نورو ســــــــــره

په یو ځل مګړه قناعت سبا یې بیا وګــــــــوره

مه وایه دا چې نور یې نه ګورم لیدلې مې دی

بیا په دقت دده تمامه مشغولا وګــــــــــــــوره

ورپسې پټ پټ څار کوه څه پټوي څه ښــــې؟

دده په کار کې دده غلا دده ریــا وګـــــــــــــوره

تاثیر یې څنګه دی په نورو په ده څه تاثیر دی؟

دده طاقت او دده ټوله کمزور تیا وګــــــــــــــوره

په خطراتو سختو ورځو کې به څه رنـــــګه وي

استقامت او حوصله د خپل اشنا وګــــــــــــوره

هوښیار او دنیا داربشپړ شعر ولولئ

هوښیار او دنیا دار

ګل پاچا الفت

اوریدلې مــــې قصـــــه لـــــه راویـــــانـــــو

که یې اورئ ای دعقــــل خـــــــونـــــدانــــــو

په کوم وخت کې چیرته لرې یو مالـــدار و

شوم بخیل او ډیر بې عـقلــــه  دنیــــا دار و

هوښیاري پوهه خدای هیڅ نه وه ورکړی

انساني برخه یــــې ډیــــــره وه نیمـــــګړی

یوه ورځ  یې په خپل اوښ له کومې خوا

څــــه غــــــلـــــه راوړلــــه کـــــورتــه  دربار

ورسره یو سړی مــــــل شو دیـــــو نـــــان

چې حکیم ؤ دخپـــل عصــــــر او زمـــــان

هغه وویـــــل دادومــــــره درونــــــد وری

په او ښ باندی دی ظلـــــم او تــــــیـــــری

راته ووایه چې  څـــــومـــــــره دی دا بـــــار

دابار کړي دې غنــــم دي او کـــــه جــــــــوار

ســــــړي وویـــــل له پنځوســو منو تیر دی

داوری  خو په رښتیا چې په اوښ ډیر دی

مګــــر څه وکړم چې نـــــه وه چــــــاره بــــــله

ضرورت اوښ تـــه دارنـــــــګه پېښـــــــوله

یو انډی ډک شو ترخولې دسود په جوارو

له ناکامه مې بل ډک کړلو لـــــه خــــــاورو

دې دپاره چــې انـــــــډول شـــــــي بــــــرابـــــر

اوښ ته جوړ شو  دروند وری لکه یـــــو غر

حکیم ووې  بـــــــار او پــــــیټـــــی دنــــــادان

یو په دوه  دي  په رښتیا پـــــــه دې جهـــــــان

خاورې مه وړه خوشې مه درنه وه بار خپـــل

واچوه دواړه انډیو کې د جـــــــوار خــــپـــــل

چې سړی دده وینا ته لږ څــــــه ځیـــــر شــــــو

ډیر خوشحاله دحکیم دښه تــــدبیـــــر شــــــو

خپل ملګري تــــه یې ووې ای لقـــــمـــــانـــــه

په تدبیر او عقل  زیات له ټول جـــــهــــانــــــه

ته چې دومره ډیر ښاغلی او هوښیـــــاریـــــې

راته ووایه چــې څومــــــــره دنیــــــا دار یـــــې

سره او سپین  څومره لرې او ځمکه څومره

چې خدای تا لره درکړی عقـــــل هـــــومـــــره

حکیم ووې هیڅ شی نه لرم فـــــقیـــــــــر یـــــم

خو خاوند دعقل وفکر او تـــــد بـــیـــــر یـــــــم

مال مې څه کړې  مشوره مې کړه قبـــــــولــــــه

سره او سپین نشته نه ځمکه یــــوه پـــــولـــــه

سړي وویـــــــل ستـــــــــا نـــــــه منــــــم خـــــبره

ګڼم خپله نا پوهي لـــــــه تــــــا نـــــه غـــــــوره

څوک چې مال او دولت نه لـــري هر ګــــــــــوره

دهغو مخـــــونــــه هیڅ کلـــــه مـــــــه ګـــــــوره

نا پو هي دبډا یانـــــو یـــــــو پــــــه  ســـــلــــــه

ده بهتره ستا له عقـــــــل بـــــې حا صـــــلــــــه

د هوښیار او دنیا دار  قصه شــوه خلاصـــــــه

اوس دخدای دربارته  جګ کړه دواړه لاســـــه

پروا نشته  که قصه رانـــــــه  دعــــــا شــــــوه

ځکه ماته اوس  پیدا دا تـــــمنــــــا شــــــــوه

خدای دې نه کا علم و پوهه دومره خـــــــواره

چې نا پوهه بډای کیــږدي ورتــــــه غـــــــاړه

له دې ملک اودې وطن  نه دې وي لــــــــرې

دغه رنګه بې قــ  دري دارنـــــــــګ خبـــــــرې

ړوند دې شــــــي هغــــــــه بــــــډای او معتبر

چې به ګوري فضیلت ته په سپـ ــک نظـــــر

داهیواد دې خدای ساتي له داسې حـــــاله

چې معنا به څوک نه ویني بې له مـــــــــالــه

مال دولت دبـــــــډایانــــــو دې مـــــــدام وي

خو دعلم لوړ  بیـــــرغ تــــــه دې ســــــلام وي

دپسرلي انتظاربشپړ شعر ولولئ

دپسرلي انتظار

ګل پاچا الفت

چې امید ورته دبـــاغ او دصحـــــرا شــــــــــي

چې له فیضه یې ګلونـــه را پیــــــدا شـــــــــي

چې سمسور پرې باغ و بټ دپښتونخوا شي

هغه ورځې مې  تر سترګو  ستـرګو کیـــــږي

***

بلبلان په خوب کې ویني ســــره ګلـــــونــــــه

مینان ویني  وربــــــل لانــــــدې خــــــالـــــونه

پتنګان ویني  بـــل شــــوي مشـــالــــــونـــــه

دآرزو په مخکــــــې ګورم څــــه ځـــــلیـــــږي

***

له سپیرو خاورو به پورته بیــا ګلان شـــــي

معطــر به په وږمو دغـــــه جهــــــان شــــــــي

په هوا کې  به ښکاره نوي مرغــــان شـــــــي

چــــې بهار شــــــي نوي بوټي زرغونیـــــږي

***

توتکۍ به راشي نوی  کور به جوړ کـــــړي

خوار بلبل به خدای په ګلو باندې موړ کړي

پسرلی  به بیا خوشحاله لوی او ووړ کړي

تحول په زمانه کـــې څــــــــــــــرګنـــــــدیږي

دپسرلي زیریبشپړ شعر ولولئ

دپسرلي زیری

ګل پاچا الفت

راغی پسرلی بیا به وطـــــن ګل و ګلــــــزار شــــي

بیا به په وطن کې دبلبلـــو چــــغـــــهــــار شــــــــي

دوه خواږه یاران به بیا طواف ددې  ګلشن کوي

جوړ به  په وربل باندې دســرو ګلـــــو قطار شي

ډکه به لمنه دصحـــرا لـــــــه زیــــــړو ګلـــــو وي

بیا به شنه شالون غرو رغو بانـــدې اوارشـــــــي

کډې به باریږي داوښانو غــــــرغـــــــړې بــــه وي

رنګ په رنګ ټیکري به بیا ښکاره په دغه لار شي

وايي به شپانه دشوق سندرې  بیا دغرو په ســــر

وچ سپیره ډاګونه به  رنګین او لاله زار شــــــــي

جوړ به په هر ځای کې بیا دلو بو میدا نونه شي

بیا به له مستې نه شرو شور  جګ دآبشارشــــي

ئې خوږې سندرې به له شو قه لوی واړه وایـــي

پاڼې به رپیږي غــــږ به پورتــــه دچنـــــــارشـــــي

ښکلی به په ګلو پسې ځي  دباغ په لوري بیـــــــا

ناز به دخوبانو ټول په برخـــــــه دملیـــــــارشــــــي

زړوکې به ګرمي او حرارت پیدا دمینـــې شـــــــي

څاڅکی دخولو به طراوت  دمـــخ دیــــــار شــــــي

تاک به شي سر سبز نوی کیف  به بیا پیدا کا ندي

ځو ړند به سرونه  دغنچو بیا په خمـــــــــار شــــــي

یو ځای به بلبله شي  که خدای کا ندي له ګل سره

ښه وږمه دګلو به  پخــــپله  ښـــــــه ریبـــــار شـــــي

دبهار نندارهبشپړ شعر ولولئ

دبهار ننداره

ګل پاچا الفت

څومره ښکلي معلومیږي               دوطن غــرونه رغـــونه

سپینې تورې وریځې ونم               دلته هلته غرونه غرونه

داڅه کیف او څه مستي ده            په مستۍ راغله رودونه

راپیدانوي مرغان شـــول              اورم نــــوي ســرودونـــه

 

داتڼ دپاره زاڼو قطار جـــــوړ کړ پــــه هواکـــــې

ښځې نر یو ځای ګډیږي دویساک په تما شا کې

 

په اسان کې ډزې کیـــږي           لویــــه ورا لویه ښـــادي ده

بوډۍ ټال دی اچــــولـــــې           بیـــــا دلوبــــــو تیــــاري ده

سرې او شنې لیکې ښکا ریږي            دا تابلو دپسرلي ده

که هر چاته ښکاره کړی              فلـک خپـــــله دورنــــګي ده

 

غړوسکه غړوسکه وریځې وینم داسمان غیږ کې ګډیږي

که په سپینو مخـــــو بانـــدې وربلونه تور ښـــــکاریـــــږي

 

دبهــــار بادونــــو راوړل                    سحر باغ ته پیغامونـــه

ونـــو واچــــــول په غـــاړه                   دګلانــــو امیــــلونــــــه

له مستۍ په نڅا راغلې                وړې څانګې لوی ښاخونه

دسحر ما ښام ګـــــډا کــې                 شوي یو دبل هارونـــــه

 

څه ښادي ده پدې باغ کې راته ووایــــه مالیــــاره

ونو بوټو په سر کړي شنه شالونه څــــــه دپــــاره

 

کال شو نوی موسم بل شـــو               په ګلونو بهار راغـــــی

دســــرو ګلو هار په غـــــاړه               دبلبــــلو قطـــار راغـــی

داغ دمینې په زړه باندې                  ښایسته لا له زار راغی

دبهار وږمو سره بیا                    مستي راغله سینګار راغی

 

اسمان بل  شو ځمکه بله  هوا بله معلومیــــږي

جـــــلوه بلـــــــه  نغمه بله  مینا بله معلــــومیږي

 

دګل پاڼو کې سور اور دی              چې بلبل کړي فریادونه

که دګل بوټي ته وایـــــــې                دخپل سوي زړه حالونــه

همدغه سوی نغمې دي                   دبهـــار ارمغانـــــونــــــه

څوک غزلې ورته وايي                  څـــوک دعشق حکایتونه

 

چې هیڅ کله نــــه زړیـــــــږي  دبلبلــــو تـــــــرانــــه ده

چې هر چاته ښه ښکاریږي  دښایسته ګلو غنچه ده

پسرلیهبشپړ شعر ولولئ

پسرلیه

ګل پاچا الفت

پســــــرلــــــــی ! بیا دې راوړه سره ګلـــــــــونـــــــــه

بیا به جګ کـــــــــړی دبلبلو فـــــــریــــــــادونــــــــــه

سرې لمبې دې ارغوان بانـــدې کــــــــــړی بلــــــــې

دګل پاڼو کې دې نغښتـــــــي ســــــــره اورونـــــــه

شنې لوخړې پـــــورته کیـــــــــږي لـــــــه چنـــــــــاره

په شنو څانګو مرغان ځکه کړي شــــــــورونـــــــه

بیا دغـــــــرو رغـــــــــو لمنـــــــو اور اخیستــــــــی

یا صحرا کړه دفــــــرهاد وینـــــــــو ګلګــــــــونـــــــه

دلیلی له خاورو ســــــــره لاله شـــــــــوه پـــــــورتـــه

پکې وینـــــــم دمجنــــــــــون دزړه داغــــــــونـــــــــه

ستا له رنګ په رنګ ګلونــــه معلــــــــومیـــــــــږي

چې لرې ډیرې جلـــــوې ډیر نیـــــــرنـــــــــګونــــــــه

سرخ رويــــــي دګلشنونــــــــــو پـــــــــه نصیب شوه

په راتلو دې هره سیمــــه شــــــــــوه زرغـــــــــونــــــه

دګلانو په ښایسته ښکلـــــــــــي حـــــــــرم کـــــــــې

بو راګان کړي لــه غنچــونه طــــــــوافــــــــونـــــــــه

دادګلــــــــو پـــــــــه مخ وینـــــــــــم  که دښـــــــکلو؟

مرغلــــــرې که خولـــــــې کـــــــه شبنمـــــــــــونــــــــه

څوک په باغ او څوک دغرونو په لمــــــــن کــــــــې

دبهار له فیضه وینـــــــي  ښـــــــــه مخـــــــــونــــــــه

پســـــــرلــــــــی یــــــا دبـــــــــورا یـــــــــا دبلبــــل دی

اوښـــــــان کله کــــــــړي دځوز او ګل فـــــــرقــــــونه

دبلبلو پـــــــــــه نظـــــــــر ګلـــــــو تــــــــه ګـــــــــوره !

لیلی نه ده چالیـــــــــدلې بې مجنــــــــــــــونـــــــــــه

دګل پاڼو کــــــې که ښکلــــې معنــــــــــی وینـــــــې

دې رنګین شعر کې شته ډیر مضمـــــونونــــــــه

خاونـــــدان دبصیــــرت شعــــــــــور او کشــــــــف

بـــې الفا ظو دمعنی کـــــــــــــــوي سیلـــــــونــــــــه

دړنــــــدو کڼو بهــــــار څــــــــــه بهـــــــــار نـــــــه دی

اوس پــــکار دي بینا سترګې زور غـــــــوږونـــــــه

ستـــــرګې پورته کړه له خوبه رابیــــــــــدار شــــــــه

ویـــــده نه لري څه برخه لـــــه ژونــــــــــــدونـــــــــــه

ســـــــوز و ساز  دشوق و ذوق ته دې رابولــــــــــي

چـــــــې سحر باغ کې بلبل کړي اذانــــــــونـــــــــــه

عبـــــادت کوی که فکر ؛ کــــه خـــــــــمـــــــار دی؟

چــــې غونچو ځوړند نیولـــــــــي دي ســــــــــرونه

څـــــــه نغمې دي څه جلوی څـــه ننــــــــــــدارې دي

تـــــل دې وي ښکلي مخونه ښه غـــــــــــــــږونــــــــه

بـــــاغ سمسور دی سریندې پکې غــــــږیـــــــــږي

نـــــــــه څه ویني نه څه اوري دیـــــوالــــــــــونـــــــــه

پــــــه شعــــور دبلبلانــــــــــــو بـــــــــــې له ګلــــــــــو

پـــــــه دنــــیا کې نشته نـــــــــور حقیقتـــــــــونـــــــــه

هـــــــــر څوک  غواړي  هغه څه چې زړه یې غواړي

څــــــــاروي ځــــــــکه  لټـــــوي شنه چمــــنونـــــــــــه

مــــــــا ورا له رنګ وبوی لــــــه خوندو صـــــــــوته

ســــــــړی مومــــــــي پسرلي کې نور کیفــــونـــــه

دعشــــــــــق اوردی او که  بـــــــرق دښو مخونـــــو

چــــــې سینـــــــو کــــــې یې تاوده کړه ساړه زړونه

بیا دلمر زړه کې پیدا  زیــــــات حـــــــرارت شــــــو

په جوش راغله  بیا دوریځــــــو ډک خمــــــــونــــــه

دفلک له شنـــې مینــــــــــا  صهبــــــا څڅيــــــــږي

خلـــــــق وایــــــــي چــــــې وریـــــږي بارانـــــــونـــــــه

دسینـــــــدونــــــــو مستــــي ورځ په ورځ زیا تیږي

شپه او ورځ شور و غو غا لري مـــــوجــــــــــونـــــــه

دباغ کورته بیا ښادی خوشحالــــــی راغـــــــلــــــــه

ونــــــــو واچـــــــــــول پــه غــــاړه امیلـــــــــونـــــــــــه

په رنګینو ښــــــو جامــــــــــــــو کې ګډا  کانــــــدي

له مستیــــــه شکوي یو دبــــــــــــل هــــــارونــــــــــه

هیــــــڅ پروایې په چا نشته ورتــــــــــــه ګــــــــــورئ

په اتـــــڼ کې ښکلوي څانـــــــــګې ښــــا خــــــــــونه

دبهــــار دنسیم څــــــرنـــــــــګه تـــــــــــا ثیــــــــر دی

ونـــــې راغلې په نغمو کوي رقصـــــــــونــــــــــــــــه

داموسم  دښکلي توب کــــــــه دمستـــــــــــــۍ ده

له بلبله که له ګل وکــــړم تپـــــــــــو ســــــــونــــــــه

دبهـــــار ار مغـــــــــان  ګل  دی که  بــــــــلبـــــــل دی

نغمه ښه ده که دښکلــو دیـــــــــدنــــــــونــــــــــه ؟

غـــــوږ او سترګې بیــــــــلـــې لارې لارې زړه تـــــــه

دلیـــــدو اوریدو بیل بویــــــــه خونــــــــــدونـــــــــه

پسرلي کې که دګلــــــــو ننـــــــــداری کــــــــــړئ

هیـــــــــــــروئ مه « دبلبــــلو زیـــــــارتــــــونـــــــه »

پــــــس له څو قرنــــو دغـــــــــور دبـــــــلبــــــلانــــــو

پښتنــو تــــــه راځــــــــــي هســـــــــې اوازونــــــــه

چـــــې پخوا به پسرلی په دې هیـــــــــواد کــــــــې

لـونل غرونو کې ښایسیته ښکلي لا لــــــونــــــــه

بـــــــل ښایست بل ، بل ښکلیتوب ، بل پسرلی ؤ

ښـــــــکارندوی چې یې ستا یلي  سینــګارونــــــه

ورځــــې نوری، وږمې نورې هــــر څـــــه نـــــور وو

پــــــــــه بــــل راز ؤ داسمــــــــان هلتــــــه دورونـــــه

په لیمو دې څه زلړه رانــــجـــــــه کـــــړه پــــــورې!

بیــــا وګوره دغوریانــــو اوچــــــــت غـــــــرونــــــــه

سیموغان  او رستمان به پکــــــــې میشـــــــــت وو

دمندیش غره کې وو بل راز تـــــــاثیــــــــرونــــــــــه

ددې هسکو غرو له ســـره  بـــــــه ډیــــــــر لــــــــرې

شـــــــــا مـــــــــدام زموږ بازانو کړل څـــــــارونــــــه

داسمــــــــــان درڼو ستــــــــورو ځـــــــــل چـــې وینم

را یادیږي دپښتـــــــــــون شهـــــــــاب ځلــــــونـــــــه

پـــــــــه زړه نغمـــــــه کــــــــې هغــــــــه مستي ګورم

چې یــــــــې وران کـــــــــړه  دبمبــــــڼو  بـــــــو دتونه

سپیـــــــن مخونـــــــو سرو ګلونو ته  چې ځیر شـــم

را په یاد شي سپینې تـــــورې سره لاســــــونــــــــــه

فیروز کوه دغره لمنې پـــــــــــه بــــــل شــــــــان وې

اوسیدل پکې بل شــــــــانــــــــې اولســـــــونـــــــــه

دداور دارم بــــــاغ پــــــــه چیـــــــنو بـــــــانــــــــدې

دچنــــــــار پــــــــه ځــــــــــای ولاړ صنــــــــــو بــرونه

ښایسته هوسۍ به مستــې ګــــــــرځیــــــــدلــــــــې

ډک له  سل رازه مر غـــــــانـــــــو وو بڼـــــــــونـــــــه

دمــــــــرمــــــــرو د رُ خامــــــــــــو خـــــــــول ما ڼیــــو

دلمـــــــــر ستــرګې بریښولې تــــــــر پــــــــرونـــــــه

دســرو زرو وو چـــــــرګان په دیــــــــوالــــــونــــــــو

چـــــــــــې لرل یــې دالمــــــــــاســــــــــو وزرونـــــــــه

پسرلی به ستا له سیمـــو وتـــــــــې نـــــــــه شــــــــو

پکــــــې تل وو څلـــــــــور واړه  مو سمـــــــــونــــــــه

لمر ؤ بل ، سپوږمۍ وه بله  ستــــــوري نـــــــور وو

ته هم بل شان ایسیــدلـــــــــې ای پښتـــــــــــونـــــــه