پښتو ادب · شاعران
عیسی بهرام
د عیسی بهرام پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عیسی بهرام
ستا یادونو سره شپه کوم پوهېږم
له غمونو لږ دمه کوم پوهېږم
ډېر زخمونه یې په زړه راته راجوړ دي
له اسمان به څه ګیله کوم پو هېږم
د ترخو ترخو حالاتو برمته یم
خو خبره مې خوږه کوم پوهېږم
زه دژوند په مفهوم پوه یم سر تر پایه
زه دځان سره دوکه کوم پوهېږم
دغریب بهرام غزل غزل جانانه
له زړه مینه درسره کوم پوهېږم
خاموشيبشپړ شعر ولولئ
خاموشي
عیسی بهرام
چې زړه دې تنګ وي، او ته هیڅ نه وایې
په کور دې جنګ وي ، اوته هیڅ نه وایې
د خوشحال خان د غولي واکدار
زوی د اورنګ وي ، او ته هیڅ نه وایې
سوچ نهیلۍ دژوند کې ډوب وي
دستار ترنګ وي ، او ته هیڅ نه وایې
اند دې ګیر کړی وي چوپتیا په دام کې
څښلي دې بنګ وي ، او ته هیڅ نه وایې
دوکه فریب د وخت سیاست
نګه نیرنګ وي ، اوته هیڅ نه وايې
ظلمت دنور مرۍ پریکوي
د خطر زنګ وي ، او ته هیڅ نه وایې
د ځان ځانۍ په رنګ بهرامه
هر سړی رنګ وي ، او ته هیڅ نه وایې