د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
عیسی بهرام

غزل

ستا یادونو سره شپه کوم پوهېږم
‎له غمونو لږ دمه کوم پوهېږم
‎‌‌‌‌‌‌ډېر زخمونه یې په زړه راته راجوړ دي
‎له اسمان به څه ګیله کوم پو هېږم
‎د ترخو ترخو حالاتو برمته یم
‎خو خبره مې خوږه کوم پوهېږم
‎زه دژوند په مفهوم پوه یم سر تر پایه
‎زه دځان سره دوکه کوم پوهېږم
‎دغریب بهرام غزل غزل جانانه
‎له زړه مینه درسره کوم پوهېږم

د شاعر نور شعرونه ←