پښتو ادب · شاعران
کامله طاهر
د کامله طاهر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
40 خپاره شوي شعرونه
تنهایيبشپړ شعر ولولئ
تنهایي
کامله طاهر
میـــــنې بــې ســکونه بــې اروا دې کــړم
ښـه شـوه چـې لـه ځانـه بـې پـروا دې کـړم
خپـــــله تنهايـي مـې د زړه غوښـې خـوري
وخــــــته څـه بـې وختـه پـه سـزا دې کـړم
زه بـــــــــه مســلمانه نـــــــــــــــه یــم ومنــه
یــه جانانــــــــه بېرتــه کــه رضــا دې کــړم
نـوره مـې لـه تــانـــــــــــــه ده توبـه، توبـه
ګــــوره چـې پـه کلـي کـې روسـوا دې کـړم
هــر څــه دې راکــړي نــور بــه څــه غــواړم
یـه کاملـې ځــــــان دې کـړم دنیـا دې کـړم
شاعره: کامـــله طــاهـــر
چاته نه ږدمه په زړه لاسونهبشپړ شعر ولولئ
چاته نه ږدمه په زړه لاسونه
کامله طاهر
نــه دې پــه غــاړه کــې را واچــول خــواږه لاســونه
پــه هـــــــــوا پاتــې شــول زمــا واړه، واړه لاســونه
چـــې تـا ونـه نیـول نـو بـل تـه بـه یـې ورنـه کړمـه
له ځــان به پرې کړمه زه خپل دغه سپېره لاسونه
د زړه ورغـوي کـې سـتا نـوم مـې پـه قلـم لیکلـی
نـو چاتـه څنګـه ورکــــــــوم بـه دا پاسـته لاسـونه
دومــره غــرور د خپــل الــوت پــه وزر هــم مــه کــوه
ولـې مـې نه نیــــــسي جانانـه اوس په څه لاسـونه
تــه چــې راځــې زه کاملــې خــوره وره شــم درتــه
بغــــیر لـه تـا زه چـا تـه نـه ږدمـه پـه زړه لاسـونه
شاعره: کامله طاهر
ښکلي ما پسې باغي ديبشپړ شعر ولولئ
ښکلي ما پسې باغي دي
کامله طاهر
په لېچو کې مې شـنه او سـره بنګړي ښـکاري صاحبه
دا ښـــــــــکلي، ښکلي ما پسې باغي ښکاري صاحبه
د خــــــــــــــــــلکو په قسـمت کې دي پراته محبتونه
زما خـــــــــــو د قسـمت کاسـه خالي ښـکاري صاحبه
تـه خـــــــــــــــپلو ارمــــــــــانونو ته یې یاره رسـېدلی
زمـا پــــــــــــــــر اوږو بـار زمـا خـواري ښـکاري صاحبه
بیـا ولـې سـتړي، سـتړي پـه سـلګو، سـلګو روان یـو
زمونــږه ارمــــــــــــانونه خــو زلمــي ښــکاري صاحبــه
د خــــــــــپل مات شوي زړه کیسه نن چاته ټوله وکړم
دا خـــــــــــــلک خو اوس ماته لېوني ښکاري صاحبه
چـې سـتا د بېلتانـه د درد ګیلـې مـې زړه تـه راشـي
نـو ماتـه ډېـره ګــــــــــــرانه زندګـي ښـکاري صاحبـه
یوه کامـــــــــــــله نه ده دلته ډېرې کاملـــــــــــې شته
د مـــــینې پـه ازغیـو کــــې بنـدي ښـکاري صاحبـه
شاعره: ڪامله طاهر
سره خولۍبشپړ شعر ولولئ
سره خولۍ
کامله طاهر
د ســــــــرې خولۍ په ننګ به پښتانه راسره ځي
د لـر او بـر په یـــــــون کــــــــې به واړه راسـره ځي
زه نره مــــــــــالۍ یم د لښـــــــــکر یمه سرخیله
هــــــم پېغلـې هم زلمـي به په هر غره راسـره ځي
ویـده قـام بـه راویښ شـي په همدې زمـا یقین دی
پیــــــغام د بیــــــــدارۍ به پله په پله راسـره ځي
د لـر او بـر افــــــــغان نعـره به وړم هـرې کوڅې ته
مـــــنشور د پـي ټـي ئم بـه وره پـه وره راسـره ځـي
پښـه نیولې به هم نشـم کاملې پر دغـــــــــــه لار
لـه کـوره کـه هـم نـه ځـم نـو بـه زړه راسـره ځـي
شاعره: کامله طاهر
آزادي ورته راوړمهبشپړ شعر ولولئ
آزادي ورته راوړمه
کامله طاهر
ســـــتا مـخ ټپـي، ټپـي دی زه غمـي ورتـه راوړمـه
لـه ځـان سـره پـه غېـږ کـې سـپیلني ورتـه راوړمـه
ملـي بیـرغ زمـا د سـر سـالو دی ځـان پـرې سـاتم
دا خـــــاوره مــې وجــود ده آزادي ورتــه راوړمــه
زمـا د وطـن پېغلـې یـې د شـړنګ په ارمان ناسـتې
لـه ښـــــــکلي پېښـوره شـنه بنګـړي ورتـه راوړمـه
د لـر او بـر محکــــومو پښـتنو پـه غـم غمجـن یـم
د خپــل ســر پــه قیمــت زه پســرلي ورتــه راوړمــه
ګــــــــــودر زمـا د کلـي د پېغلوټـو یـې ړنـګ کړی
کــــــــولال تـه بـه ورځمـه او منګـي ورتـه راوړمـه
دا ســـره خولـۍ، ملـي بیـرغ بـه دواړه رپاند سـاتم
لـه هــــــر ځایـه چـې کېږي نـو زلمـي ورتـه راوړمه
زمـا کامـــــلې زړه دی زمـا ځـان دی او ځیګـر دی
زمـا په مـــــرګ کـه کېږي خوشـحالي ورتـه راوړم
شاعره: کامله طاهر
نور مې هېر کړېبشپړ شعر ولولئ
نور مې هېر کړې
کامله طاهر
خــــــــــــــــــورو ورو زلفانـو کـې مـې ګېـر کـړې لېونیـه
لـه غــــــــــــرونو مـې پنـاه کړې نـور مې هېر کـړې لېونیه
زمـا مــــــــــــــــــینه د غـره سـره ډغـرې دي اوس ګرځـه
د ځمکــــــــــــــې پـه ګـــــــردونو مـې راتېـر کـړې لېونیه
ځـه سـرې سـترګې اوس ګرځـه پـه کوڅـو کې له ماښـامه
چې ګران مــــــــــــــــــې د دنیا په خلکو ډېر کړې لېونیه
بــاور وکــــــــړه زمــا درســره هــم مینــه پېــدا شــوه
د زړه پــه ارمانونــو کــې مــې شمــــــــېر کــړې لېونیــه
چـې ځـان پـــــسې دې زه کاملـه دومـره ډېـر عـادت کـړم
کاش زړه دې اوس زمــا د زړه پــه څېــر کــړې لېونیــه
شاعره: کامله طاهر
ګیله نه لرمبشپړ شعر ولولئ
ګیله نه لرم
کامله طاهر
پــه ســر د مـــــینې څــه ســایه نــه لــرم
هـر څــه لـرم د عشـق کوڅـه نـه لـرم
مــا د ګلــــــــــونو نــه ډېــر درد لیدلــی
زه د ازغــو ځینــې ګیلــه نــه لــرم
عمـر مـې تېـر شـو د پیمخـو چـم کـې
ترېنــه یــوه ښــه خاطــره نــه لــرم
مـور مـې قسـم راکـه چـې کېنـه قـرار
لــه زړه مجــــــبوره یــم چــاره نــه لــرم
هـــــــر چــا تــر خپــل مطلبــه وخوړلــم
د ژونـد لـه پــــــــاره څـه اثـره نـه لـرم
ځــــــــکه دې یــاد ســره خبــرې کــوم
کامـــــــــــلې بـل څـه وظیفـه نـه لـرم
شاعره:ڪامله طاهر
لاس دې لاس کې راکړهبشپړ شعر ولولئ
لاس دې لاس کې راکړه
کامله طاهر
خـــــــــــــــــــــبرې بـه پـه سـترګو کـې اشـنا تـه جوړوم
غـــــــــــــــــــــــزلې بـه د شـوخ رديـف سـبا تـه جـوړوم
چې ته يې په لوستـــــــــــــــلو سـتړى کېـږې قلم ږدمه
ټــــــــپې د پاکې مينې ســـــــــــــــتا ښـکلا تـه جوړوم
ځـه لاس دې لاس کـې راکـړه لـه مـا تاو کـړه دواړه لاسـه
ټـول خـــــــــــــــــــلک د خوږې مينې سـودا ته جوړوم
جانانـه بدګمــان نشــــــــــــــــــــــــــــې نازېږمـه پـر تـا
دا رنـګا رنـګ چې کـــــــــــــــــــېږمه ځان چـا ته جوړوم
زمـا کاملــــــــــــــې ډېـر خريـداران دي خـو بـس دا چې
پــــــــــــــــــــروا د هیچـا نـــــه کـوم ځـان تـا تـه جوړوم
شاعره:کامـــله طــاهـــر
د ګلو څانګه یمهبشپړ شعر ولولئ
د ګلو څانګه یمه
کامله طاهر
پـــــــــــــه تـا مئینـه یمــــــــــه د ګلـو څانګـه یمه
یـاره پتمــــــــــــــــــــــــنه یمـه د ګلـو څانګـه یمه
مـا سـره هـــر څـه ډېـر دي خـو زه هیڅوک نـه لرم
چـــــــــــــــــــې بـې وطنـه یمـه د ګلـو څانګه یمه
کـه درتـه نـه خاندمـه خو بـې وفا نـه یمـــــــــــــــه
کـه لاس تـر زنـه یمـــــــــــــــــه د ګلـو څانګه یمه
مـخ مې زخمي، زخمي دی خو چاته نه ښـکارېږي
دومــــــــــــــــــــره غمجنـه یمه د ګلـو څانګه یمه
زه کاملــــــــــــــــــــــه یم ګلـه، په ژوند مئینه یمه
د ګلـو ونه یمـــــــــــــــــــــــــــه د ګلو څانګه یمه
شاعره: ڪامله طاهر
له ساه مې وینې څاڅيبشپړ شعر ولولئ
له ساه مې وینې څاڅي
کامله طاهر
د ډیـــــــــــــوې پــه ســر لوګــی وایــه د څــه دی
تاتــه ښـــــــــــکاري اور اخیســتی زمــا زړه دی
لـه سـاه ګانــــــــــــو نـه مـې وینـې راڅڅېـږي
پـه ځیګـر کـې مـې خـښ شـوی سـتا باڼـه دی
زمــا حســـــــــــن بــه څــه رنــګ راوړي همزولــو
چــې خـــــــــــــوړلی مــې ګــوزار د بېلتانــه دی
د یــارۍ لاســونه نــه درکــوم ځــــــــــــــــــــکه
زه کـه ښـه یـم خـو قـــــسمت زمـا ښـه نـه دی
زه پــه زړه ارې، ارې ورپســې ګرځــم
خــو کاملــې دی بــې غمــه لا ویــده دی
شاعره: ڪامله طاهر