پښتو ادب · شاعران
کامله طاهر
د کامله طاهر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
40 خپاره شوي شعرونه
اندېښنېبشپړ شعر ولولئ
اندېښنې
کامله طاهر
بې له تانـــــــه ورځـــې شپې دي چې کوم یې
بــــــــــس همدغــه اندېښنې دي چې کوم یې
تـــــــــــــنهايي رانه خــــــــفه شـوه بېرته لاړه
او پــــــــه ځـان پـــسې نعرې دي چـې کوم یې
ننګــــــــرهار دی د لالـي پـه لاس مې لاس دی
د ګلونــــــــو تماشــــــــــــــې دي چې کوم یې
خـو بـس څـه نا څـه مشـکل مې مـخ ته راشـي
د درتللــو ارادې دي چــې کــوم یــې
سـتا تــــــصویر مـې کلک پـه زړه پـورې نیولی
کاملــــــــــــــــې ورتـه ګیلـې دي چـې کوم یې
شاعره : کامـــله طــاهر
خور اوربلبشپړ شعر ولولئ
خور اوربل
کامله طاهر
پـه سـپین مـخ مـې یـاره تـور اوربـل راخـور دی
خـــــوشالي ده د زړه حـال مـې ګـوره نـور دی
سـتا لـه غېـږې نـه مـې بیایـي سـرو لمبـو تـه
بېلــــــــــــــتانه راسـره بیـا راخسـتی شـور دی
دا پـه ســــــترګو کـې دې څنګـه شـراب راکړل
مــا در ونیســه بیخـــــــــــــي رابانــدې زور دی
سـتا له میــــــــــــنې نـه به وانـه وړم ګل مخیه
قبـول کـــــــــــړی مې په سـپینه لمـن تور دی
کاملــــــــــــــــې هغه چې دنګ لکه نښتر دی
هــــــــــغه ښـکلی مـې بیخـي د زړه ټکـور دی
شاعره:کامــله طــاهـــر
د وطن فکربشپړ شعر ولولئ
د وطن فکر
کامله طاهر
د وطـــــــــــن د کوڅــو فکــر راســره دی
او د خپلـــــــــــــې پښـتو فکـر راسـره دی
د ځــــــــوانۍ پـه تېرېدلـو پوهـه نـه شـوم
سـتا د ســـــــترګو د سـرو فکر راسـره دی
د دې قـام پـه ژونـد بـه کلــــــــه رڼا راشـي
د دې خوشـې میــــــــــرو فکـر راسـره دی
پـه زړګـي کې راته خښــــې پنجې نه کړي
سـتا د نېغـــــــــــــــو بڼـو فکـر راسـره دی
کاملـې ځکـه خــو هېر رانه خپـل ځان دی
د کابل د سلـــــــــــــــــګو فکر راسـره دی
شاعره:کامــله طــاهـــر
بیلوري بنګړيبشپړ شعر ولولئ
بیلوري بنګړي
کامله طاهر
زندګــــــــــــــــــي بـه راړومـه بېرتـه ژونـد تـه
بیلـــــــــــــوري بنګـړي بـه واچـوم مړونـد تـه
خـو زمـا د عــــــشق اوبـه بـه پـرې جـار وځـي
کـه د کاڼـــــــــــو دېوالونـه جـوړ کـړې بنـد ته
چــــــــــــې زره، زره دې لاړه شـمه غېـږ کـې
نـو حیـران بـه هغـه ورځ شـې د ژونـد خوند ته
چـې هــــــــــر څـه وي نـن در اچـوم لاسـونه
راوتلـــــــــــــــــــې یمــه تــا پســې پیونــد تــه
دا د لــر او بــر نــارې کاملــې خــوب دی
پښــــــــــــتنې پېغلــې روانــې دي میونــد تــه
شاعره:کامــله طــاهـــر
د امن ارمانبشپړ شعر ولولئ
د امن ارمان
کامله طاهر
د نامـــــــــــې او د مطلــب مســلماني ده
تــوره ږیــره او چاپېــره ویرانــي ده
دا چــې اوس پـــــــــکې ملنګــه یمــه اورې
مــا پــه دې کوڅــو کــې هــم کــړې خانــي ده
نـور خـو هر څه پکې ګـران دي خو یو دا چې
پــه وطــن کــــــې مــې د وینــو ارزانــي ده
کاملـــې د محبــت پــه ســر ځــان لــوټ کــړ
پـه داو کـړې یـې اوس هـم خپلـه ځوانـي ده
نـــــور د ژونــد پــه هــر پــړاو کــې بریالــۍ ده
کاملـــــــــه خــــــــو بــس د امــن ارمانــي ده
شاعره:کامــله طــاهـــر
د پښتنو قافله مه ورانوهبشپړ شعر ولولئ
د پښتنو قافله مه ورانوه
کامله طاهر
د مــــــحـــــــــــــــــبت اساسـه مـه ورانوه
پـه نـه خــــــــــــــــبره کیسـه مـه ورانـوه
چـې په وصال دې سـترګې ښـې مړې کړم
دا ځـــــــل خـو پاتـې شـه شـپه مـه ورانوه
د پښـــــــــــــــــــــــتنو مشـره خبـره واوره
د پښــــــــــــــــــــــــتنو قافلــه مــه ورانــوه
زه بـه دا سـتا د کـــــــــــور مېرمنـه شـمه
دا ځــــــــل راغلــــــــې جرګــه مــه ورانــوه
زه کاملــه درنــــــه بخښــنه غــواړم
جانانــه بــس معاملــه مــه ورانــوه
پېښوره درنه لاړمبشپړ شعر ولولئ
پېښوره درنه لاړم
کامله طاهر
د یادونو مـــــــــــــــــــــازدیګره درنه لاړم
زمــــــــــــــــــــــا ځانـه پېښـوره درنه لاړم
اوس مـې ژاړه پـه خالي کوڅو کې ځان له
ته رانــــــــــــــــــــــــغلې مروره درنه لاړم
د مـــــــــنزل پـه لور روانه یـم که خیر وي
د امـــــــــــــــــــکان پـه لاره بره درنه لاړم
ســـــــــــــــتا دیــدن تــه وم راغلــې پــه ازغېو
پـه ژړا، ژړا اوتـــــــــــــــــــــــــره درنه لاړم
په تندي کې دې خفګان وو چې زه راغلم
کاملــــــــــــــــــــې بېرته له دره درنه لاړم
نور دې نه یادومبشپړ شعر ولولئ
نور دې نه یادوم
کامله طاهر
ځه بس ورځـــــــــــه د بل دنیا شوې نور دې نه یادوم
ښـه شـوه په وخت چې بې وفا شـوې نور دې نه یادوم
زمـــــــا او سـتا د یارانـې مـزې خـو غـوڅ راغوڅ شـوې
دا چــــــــــــې بې ځایه په هوا شـوې نور دې نه یادوم
زړګی به صبر کــــــــړم له ذهنه به دې هــــــم وباسم
چې د رقیـــــــــب د کور ښکلا شوې نور دې نه یادوم
خــپلې وعـــــــــدې شـوې درنـه هېرې او پـه بله لاړې
اوس چـــــې ته بل ته په خندا شـوې نور دې نه یادوم
زه به هــــــــم بل ښـکلی جانان کړمه بې غمه شـه نور
چـې کامــــــــــــلې نه بې پروا شـوې نـور دې نه یادوم
پاتې مې مزل نه شوبشپړ شعر ولولئ
پاتې مې مزل نه شو
کامله طاهر
یـو ښـکلی مــــې خپـل نـه شـو
ژونـد مــــــــــې مکمـل نـه شـو
سـتا نـه بغـــــــــــــــیر ښـه یمه
اور دربانـــــــــــدې بـل نـه شـو
وخــت ســره روانــه یـــــــــــــــم
پاتـې خـو مـــــــــــــزل نـه شـو
سـتا پـه لیـدو رنـګ زمـــــــــــــا
وګــــــــــــــــــوره بــدل نــه شــو
غـږ د کامـــــــــــــــــــــلې سـره
خـــــــور مـې بیـا اوربـل نـه شـو
ما محبت کړی دیبشپړ شعر ولولئ
ما محبت کړی دی
کامله طاهر
چــې لــه دنیــا مــې بغــاوت کــړی دی
مــا د هــر ښــکلي محبــت کــړی دی
شـونډې مې ځکه داسـې تکې سـرې دي
ســتا د نامــې مــې تــاوت کــړی دی
درځــم او لار کــې درکومــه غــاړه
چـې هـر څه کېږي نن مـې نیت کړی دی
چېرتــه چــې مینــه خلــک کفــر ګڼــي
لــه هغــه خلکــو مــې نفــرت کــړی دی
پــه دې پیکــه، پیکــه ژونــدون کــې یــاره
څــه عجیبــه ده مونــږ الفــت کــړی دی
ګــورم چــې خولــه راځینــې اخلــې کنــه
مــا کاملــې درتــه نــن ســت کــړی دی
شاعره: کامــله طـاهــر