یوناما او افغان څېرې په کونړ کې د ماشومانو د مرګژوبلې له امله خواشیني

په کونړ ولایت کې د یوې چاودنې له امله د ماشومانو وژل کېدو او ټپي کېدو ته د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت، زلمي خلیلزاد او راشد خان غبرګون ښودلی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت، یوناما، د پېښې له امله خپله خواشیني څرګنده کړې ده. یوناما دا څرګندونې په خپله ایکسپاڼه کې خپرې کړې دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په کونړ کې د ماشومانو پر مرګژوبله خواشیني څرګنده کړې ده.
د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي راشد خان هم د دغې چاودنې له امله د ماشومانو وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې ده.
په ورکړل شویو معلوماتو کې د چاودنې د ځای، وخت او د وژل شویو او ټپیانو د کره شمېر په اړه نور جزئیات نه دي بیان شوي.