د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

کاپیسا کې د مدرسې دننه د ناچاودو مهماتو چاودنې یو زده‌کوونکی وواژه

افغان اتلان · پښتو
کاپیسا کې د مدرسې دننه د ناچاودو مهماتو چاودنې یو زده‌کوونکی وواژه

د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د یوې مدرسې دننه د ناچاودو مهماتو چاودنې یو زده‌کوونکی وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د کاپیسا امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویلي، پېښه نن سهار د لمانځه پر مهال د نوروخېلو کلي په ملا نجیب مدرسه کې رامنځته شوې ده.

د قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د مدرسې سیمه په تېرو کلونو کې د جګړو ډګر وه او ښايي د پخوانیو نښتو ناچاودي مهمات لا هم په کې پاتې وي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د مدرسې زده‌کوونکو په ساحه کې یو ناچاودېدونکی توکی موندلی او له ځان سره یې ساتلی و. د لومړنیو معلوماتو له مخې، د ناپوهۍ له امله د دغه توکي د لمس کولو پر مهال چاودنه شوې ده.

امنیه قوماندانۍ ویلي، په چاودنه کې یو زده‌کوونکی خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.