کابلوف: له هوکړې وروسته افغان پلاوي روسیې ته سفر کولی شي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، که کابل او مسکو په دې اړه هوکړې ته ورسېږي، افغان پلاوي ښايي په نږدې راتلونکي کې روسیې ته سفر وکړي.
کابلوف دغه څرګندونې له روسي ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې کړې دي. نوموړي د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اوورچوک د وروستي کابل سفر د پایلو په اړه ویلي، چې د احتمالي سفرونو ترسره کېدل د دواړو لورو پر موافقې پورې تړلي دي.
د هغه په وینا، د افغان پلاوو د سفرونو احتمالي موخه به د افغانستان او روسیې ترمنځ په بېلابېلو اقتصادي برخو کې مشخصو هوکړو ته رسېدل او د اړوندو قراردادونو لاسلیکول وي. کابلوف د دغو سفرونو لپاره کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.
اوورچوک د روان کال د لړم په ۲۱مه د یوه لوړپوړي روسي پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی و. د دغه سفر پر مهال د افغانستان او روسیې د سوداګرۍ خونو او یو شمېر خصوصي شرکتونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو ۱۵ هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
د یادو هوکړهلیکونو ټولیز ارزښت ۱۰۳ میلیون امریکايي ډالر ښودل شوی و. دا هوکړې د درملو، انرژۍ، غنمو، اوړو، غوړیو، غیرالکولي څښاکونو، تازه مېوو او ځینو نورو توکو د وارداتو او صادراتو په برخو کې شوې دي.
تر اوسه اسلامي امارت د روسیې ته د افغان پلاوو د احتمالي سفرونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.