کندهار کې د برېښنا کمښت؛ اوسېدونکي له اوږدو پرچاویو شکایت کوي

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، له نږدې درېیو میاشتو راهیسې یې په شپه او ورځ کې یوازې دوه یا درې ساعته برېښنا ترلاسه کړې ده. دوی وایي، د برېښنا د راتلو وخت ثابت نه دی او پرچاوي د کورنیو او ورځنیو چارو ترڅنګ د سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې هم ستونزې جوړوي.
د کندهار ښار اوسېدونکي محمد صادق ازادي راډیو ته ویلي، برېښنا کله سهار، کله غرمه او کله مازیګر راځي او ډېری وخت په څو لنډو پړاوونو کې وېشل کېږي. د هغه په وینا، ان هغه مهال چې برېښنا موجوده وي، د کار پر جریان کې بېرته پرې کېږي او خلک ترې سمه ګټه نه شي اخیستلای. بل یوه اوسېدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي چې د شپې برېښنا نه وي او د ورځې هم د لنډ وخت لپاره راځي.
د کندهار د کانونو او صنایعو خونې مسوولین هم د فابریکو لپاره د برېښنا کمښت تاییدوي. د دې خونې رییس احمد نبيزاده ویلي، فابریکې د ورځې او شپې دوامدارې برېښنا ته اړتیا لري، خو اوس مهال ورته معمولاً اته ساعته برېښنا ورکول کېږي او کله ناکله دغه موده نهه یا لسو ساعتونو ته رسېږي. نوموړي ویلي چې د وضعیت د ښه کېدو نښې لیدل کېږي، خو د صنعت لپاره اوسنی وضعیت کافي نه دی.
د برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حقپرست، چې د ازادي راډیو پوښتنو ته یې په لیکلي ډول معلومات ورکړي، ویلي چې د کندهار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ډیزلي جنراتورونه هره ورځ شاوخوا ۲۲ ساعته فعال ساتل کېږي. د هغه په خبره، له دې لارې استوګنیزو سیمو ته په شپه او ورځ کې څلور ساعته او فابریکو ته اته ساعته برېښنا وېشل کېږي. نوموړي زیاته کړې چې لمریزې دستګاوې په لمرینو ورځو کې عادي تولید لري، خو ورېځې او خرابه هوا یې تولید کموي.
د شرکت د معلوماتو له مخې، د کجکي بند د اوبو د کچې د ټیټوالي له امله اوس مهال له دغه بنده برېښنا نه تولیدېږي او د اوبو د وضعیت له ښه کېدو سره به یې توربینونه د اوبو او انرژۍ وزارت په همغږۍ بېرته فعال شي. همداراز د غزني–کندهار د ۲۲۰ کیلوولټه وارداتي برېښنا د لېږد مزي او اړوندو سبسټېشنونو د جوړولو چارې روانې دي؛ شرکت تمه لري چې د دغو پروژو له بشپړېدو سره به د کندهار د برېښنا واردات او وېش زیات شي.
افغانستان د خپلې اړتیا شاوخوا ۸۰ سلنه برېښنا له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په وینا، نږدې ۸۰ سلنه افغانان باوري او دوامداره برېښنا ته لاسرسی نه لري او د عرضې او تقاضا ترمنځ تشه شاوخوا پنځه ګیګاواټه ده. د طالبانو حکومت د کورنیو سرچینو، لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو، پر بنسټ د برېښنا د تولید ۲۵ پروژې په خپل پنځه کلن پلان کې شاملې کړې دي.