د وحید صابري د ښخولو لپاره د هغه جسد کابل ته انتقالېږي

د افغان سندرغاړي وحید صابري جسد، چې پنځه ورځې مخکې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې مړ شوی و، د هغه د کورنۍ په غوښتنه کابل ته انتقالېږي. ټاکل شوې چې نوموړی په کابل کې خاورو ته وسپارل شي.
د صابري د جنازې لمونځ د چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ په ۲۴مه، په تاشکند کې ادا شو. په دې مراسمو کې په ازبکستان کې مېشتو یو شمېر افغانانو، سندرغاړو او کلتوري فعالانو ګډون کړی و.
باخبره سرچینو ویلي، په لومړي سر کې پلان دا و چې د صابري جسد په تاشکند کې ښخ شي او د تدفین لپاره یې چمتووالی هم نیول شوی و؛ خو د کورنۍ د غړو پر وخت نه رسېدو له امله د ښخولو مراسم وځنډېدل. له کورنۍ سره تر مشورې وروسته پرېکړه وشوه چې جسد کابل ته ولېږدول شي.
د مراسمو تنظیموونکو ویلي، له ازبکستان څخه افغانستان ته د صابري د جسد د انتقال چارې به د دغه هېواد مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو په همکارۍ ترسره شي. صابري په وروستیو کلونو کې په تاشکند کې یوازې اوسېده او د زړه له ناروغۍ سره مخ و. نوموړی د دوشنبې په ورځ په خپل کور کې وفات شو.
وحید صابري په ۱۳۳۷ لمریز کال کې د کابل په ده افغانانو کې زېږېدلی و. هغه د حبیبیې له لېسې تر فراغت وروسته په کابل پوهنتون کې د روسي ادبیاتو په برخه کې تر ماسټرۍ پورې زده کړې کړې وې. نوموړي په ۲۰۱۹ کال کې ویلي وو چې د کندهار او سدوزیو له قومه دی.
د صابري لومړۍ سندره په ۱۳۵۷ کال کې د افغانستان له ټلوېزیون څخه خپره شوه. هغه خپل هنري فعالیت د «کابل ګروپ» له ډلې سره د جاز او ډرم په غږولو پیل کړ او وروسته د «باران ډلې» غړی شو. د هغه لسګونه سندرې د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون په ارشیف کې ثبت دي او ګڼ البومونه یې هم خپاره شوي دي.
د «تقدیر»، «بامیان»، «وطنم کو» او «اندک اندک» په نومونو د صابري څلور البومونه په هند کې جوړ او خپاره شوي وو. هغه له موسیقۍ سره یوځای د سوک وهنې په برخه کې هم فعالیت درلود او په کابل کې یې د ازادو کلبونو ترمنځ سیالیو کې اتلولي ګټلې وه. صابري د یوه کال لپاره په دولتي راډیو ټلوېزیون کې کار کړی و، وروسته عسکرۍ ته تللی او له پوځي خدمت وروسته بېرته خپلې دندې ته ستنېدلی و.
د نوموړي د مړینې خبر د ډېرو افغانانو غبرګونونه راپارولي دي. مینه والو یې د افغان موسیقۍ د یوه پېژندل شوي او یادګاري غږ پر له منځه تلو خواشیني څرګنده کړې ده.