سویډن د افغانستان د پخواني سفیر عباس نویان د پناه غوښتنه رد کړې

د فرانسې لوموند ورځپاڼې راپور ورکړی چې سویډن د افغانستان د پخواني سفیر عباس نویان د پناه غوښتنه رد کړې او هڅه کوي هغه امریکا ته ولېږدوي. د راپور له مخې، ۷۷ کلن نویان اوس د ایستلو له ګواښ سره مخ دی.
نویان له خپلې مېرمنې سره د سویډن په جنوبي ښار هلسینګبورګ کې ژوند کوي، خو د راپور له مخې معتبر اقامتي اسناد نه لري. تر اوسه په خپرو شویو معلوماتو کې د سویډن د چارواکو د پرېکړې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
عباس نویان د ۲۰۱۹ کال له نومبر څخه په سویډن کې د افغانستان د سفارت د سفیر په توګه دنده ترسره کوله. د فرانسوي ورځپاڼې د راپور له مخې، نوموړي د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې خپله دیپلوماتیکه دنده له لاسه ورکړه.
دا بدلون وروسته له هغې رامنځته شو چې اسلامي امارت د جولای پر ۳۱مه په اروپا کې د افغانستان د ۱۴ دیپلوماتیکو استازولیو له لوري صادر شوي رسمي اسناد د نه پېژندلو اعلان وکړ. د سرچینې په وینا، له همدې وضعیت وروسته نویان په سویډن کې له اقامتي ستونزې سره مخ شوی دی.
نویان تر سفارتي دندې مخکې په افغانستان کې سیاسي تجربه هم لرله. هغه له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د کابل د پارلمان غړی و او تر دې مخکې یې یوه موده په امریکا کې هم ژوند کړی و. د لوموند د راپور له مخې، اوس د هغه د راتلونکي په اړه د امریکا ته د لېږد احتمال مطرح دی.