بېځایه کېدل په افغانستان کې د ماشومانو لوږه او خوندیتوب ته ګواښونه زیاتوي

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بېځایه کېدو د ماشومانو پر خوړو، روغتیا، زدهکړو او خوندیتوب منفي اغېز کړی دی. دغه راپور د هېواد په اوو ولایتونو کې له څه باندې ۸۰۰ ماشومانو او د هغوی له پالونکو سره د ترسره شویو مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.
د راپور له موندنو سره سم، له نیمایي زیاتو ماشومانو ویلي چې له خپلو اصلي سیمو تر کډه کېدو وروسته یې د خوړو اندازه کمه شوې ده. ۴۱ سلنه ماشومانو د خپل روغتیايي وضعیت د خرابېدو یادونه کړې، او پالونکو ویلي چې نوي مېشت ځایونو ته له انتقال وروسته زدهکړو ته د ماشومانو لاسرسی ۳۳ سلنه کم شوی دی.
د مرستو اړتیا هم د راپور په موندنو کې څرګنده شوې ده. یوازې له هرو لسو ماشومانو څخه یوه ویلي چې لږه مرسته یې ترلاسه کړې، خو له لسو څخه نهو ماشومانو د خوړو مرستې ته اړتیا ښودلې ده. سازمان وايي، دا وضعیت په داسې حال کې دی چې بېوزلي او د خوړو کمښت له مخکې د ګڼو کورنیو او ټولنو ستونزې زیاتې کړې دي.
د ماشومانو د ژغورنې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له ایران او پاکستان څخه څه باندې شپږ میلیونه او ۶۷۰ زره افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. د سازمان په وینا، د دغو راستنېدنو له امله پر هغو کورنیو او ټولنو فشار نور هم زیات شوی چې له اقتصادي ستونزو او د خوړو له کمښت سره مخ دي.
راپور اقتصادي ستونزې د بېځایه کېدو تر ټولو لوی لامل بولي. نږدې نیمایي ماشومانو ویلي چې د کار او عاید د نشتوالي له امله یې کورنۍ کډه شوې، او شاوخوا یوه پر درېیمه برخه ماشومانو د خوړو کمښت د خپلې کورنۍ د بېځایه کېدو لامل بللی دی. نږدې له لسو څخه اوو ماشومانو هم ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې له دوو یا زیاتو بحرانونو سره مخ شوي؛ په دغو بحرانونو کې وچکالي، سېلابونه، زلزلې او جګړې شاملې دي.
د راپور له مخې، ۱۱ سلنه ماشومانو لږ تر لږه د خوندیتوب له یوه ګواښ سره د مخ کېدو خبره کړې ده. د ماشومانو کار، فزیکي او لفظي تاوتریخوالی او کمعمره ودونه د هغو خطرونو له ډلې یاد شوي دي. پالونکو ویلي چې نجونې د بېځایه کېدو پر مهال او په نوو سیمو کې تر مېشتېدو وروسته له ځانګړو ګواښونو سره مخامخېږي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې ادارې مشر، اشیش ډاملي، ویلي چې د نوې مېنې موندل په خپله د ماشومانو د خوندیتوب ضمانت نه دی، ځکه ډېری کورنۍ لا هم د خوړو، روغتیايي خدمتونو او زدهکړو د برابرولو له ستونزو سره مخ دي. نوموړي د ماشومانو د ساتنې او اساسي خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي لپاره د دوامدارو بشري مرستو او مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده. دغه اداره وايي، له ۱۹۷۶ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او اوس په نهو ولایتونو کې پروګرامونه لري، په داسې حال کې چې د همکارو ادارو له لارې په نورو ۱۱ ولایتونو کې هم خدمات وړاندې کوي.