افغانستان او ایران د ګډو سرحدي ګمرکونو د ۲۴ ساعته فعالیت هوکړه وکړه

د افغانستان او ایران چارواکو هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو په ګډو سرحدي ګمرکونو کې به فعالیتونه ۲۴ ساعته دوام کوي. د چارواکو په وینا، د دې پرېکړې هدف د سوداګریزو توکو د تګ راتګ اسانه کول، د بار وړونکو موټرو د انتظار کمول او د ترانزیټ بهیر چټکول دي.
دا هوکړه د ایران د ګمرکونو ادارې د عمومي مشر فرود عسکري او د طالبانو حکومت د ګمرکونو د عمومي رئیس محمد حامد احمد ترمنځ په تهران کې د ترسره شوې ګډې غونډې پر مهال شوې ده. د ایران د ګمرکونو ادارې ویلي، چې د رضوي خراسان دوغارون، د جنوبي خراسان ماهیرود او د سیستان او بلوچستان میلک بندرونه به د نوي ترتیباتو له مخې ۲۴ ساعته فعالیت کوي.
دواړو خواوو د ګمرکي معلوماتو پر ډیجیټلي تبادلې هم موافقه کړې ده. تمه ده چې د معلوماتو برېښنايي شریکول د اسنادو د ارزونې او نورو ګمرکي چارو وخت راکم کړي او د سوداګریزو مالونو د انتقال بهیر منظم او چټک کړي.
د طالبانو حکومت د مالیې وزیر محمد ناصر اخوند په تهران کې د ایران د اقتصاد او مالیې له وزیر سیدعلي مدنيزاده سره هم کتلي دي. د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د ګمرکي سیستمونو د نښلولو، د پولو له لارې د موټرو د تګ راتګ د زیاتولو او د ګمرکونو د ۲۴ ساعته فعالیت موضوعات مطرح شوي دي. ټاکل شوې چې په اسلامکلا بندر کې دغه ډول فعالیتونه د راتلونکې شنبې له ورځې پیل شي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو لورو په سرحدي بندرونو کې د «خاک پولي» فیس د لغوه کولو، د توکو د قاچاق د مخنیوي او د موټرو د ځنډ او تمېدو د کمولو په اړه هم هوکړې کړې دي. همداراز، ایران ته د افغانستان د صادراتو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې شوې دي. د سرحدي ګمرکونو د اوږدو کاري ساعتونو موضوع له کلونو راهیسې د سوداګرو، خصوصي سکټور او د پولې دواړو غاړو د ترانسپورتي شرکتونو له غوښتنو څخه وه.
دا هوکړه په داسې مهال کېږي چې افغانستان د پاکستان له لارې د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې له ستونزو سره مخ دی او ایران د افغان سوداګرۍ لپاره په وروستیو کلونو کې پر یوې مهمې لارې بدل شوی دی. د رسمي شمېرو له مخې، تېر کال افغانستان ته د ایران صادرات ۳ میلیارد او ۴۵۴ میلیونه ډالره وو، خو ایران ته د افغانستان صادرات شاوخوا ۵۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلي وو.
د دواړو هېوادونو چارواکو تر دې وړاندې د کلنۍ سوداګرۍ د کچې د ۱۰ میلیارد ډالرو ته رسولو په اړه هم خبرې کړې دي. د محمد ناصر اخوند وروستی سفر، چې په ترڅ کې یې د ایران له بهرنیو چارو، کرنې او اقتصاد او مالیې له وزیرانو سره لیدلي، د سرحدي سوداګرۍ، ګمرکي همکاریو او د ګډ اقتصادي کمېسیون د راتلونکې غونډې لپاره پر چمتووالي متمرکز و. ایران طالبان په رسمیت نه پېژني، خو له حکومت سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکې ساتلې دي.