د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په کابل کې ښځې له محدودیتونو سره سره د روغتیا لپاره پلی تګ کوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

په کابل کې یو شمېر ښځې او نجونې د پارکونو او ورزشي کلبونو پر تګ له لګېدلو محدودیتونو سره سره، د خپلې جسمي او رواني روغتیا لپاره د قدم وهلو لارې لټوي. دوی د سړکونو پر غاړو، د پارکونو شاوخوا، کورونو ته نږدې میدانونو او ځینو فعالو خصوصي تفریحي ځایونو کې پلی تګ کوي.

مینا، چې ۴۵ کلنه ده او په کابل کې په یوه دولتي اداره کې کار کوي، وايي هره ورځ لږ تر لږه شل دقیقې قدم وهي. نوموړې دفتر ته د تګ پر مهال دوه یا درې تمځایه مخکې له موټره کوزېږي او پاتې لاره په شاوخوا شلو تر پنځه ویشتو دقیقو کې په پښو وهي.

د کابل د تایمني پروژې اوسېدونکې ۳۹ کلنه زحل بیا وايي، د روغتیايي ستونزو له امله یې ډاکټر د پلي تګ سپارښتنه ورته کړې ده. د هغې په وینا، د ځیګر له غوړوالي او په پښتورګي کې له تیږې وروسته، اوس هر سهار له خپلې یوې خورلڼې سره د خپل کور ترڅنګ یوه کوچني پارک ته ځي او نږدې یو ساعت هلته مزل کوي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال له نومبر راهیسې ښځې او نجونې له تفریحي پارکونو، ورزشي کلبونو او ښځینه حمامونو څخه منع کړې دي. دغه محدودیتونه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا لګېدلي؛ خو یاد وزارت د دې موضوع په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی. د کابل ښاروالۍ فرهنګي سلاکار نعمت الله بارکزي ویلي، ښاروالۍ یوازې د پارکونو د زیربناوو چارې سمبالوي او د خلکو د استفادې موضوع د نورو ادارو کار دی.

د کابل ښاروالۍ د پخوانیو معلوماتو له مخې، په ښار کې ۱۴۰ دولتي تفریحي پارکونه شته. د نجونو او ښځو مشهور دولتي بڼ، چې «باغ زنانه» نومېږي، لا هم تړلی بلل شوی دی. په ورته وخت کې، د تایمني پروژې په پنځم سړک کې د «عمري» په نوم یو خصوصي تفریحي پارک، چې د ښځو لپاره جوړ شوی، د سیمې د اوسېدونکو په خبره لا فعال دی او ښځې او نجونې د ټکټونو په اخیستو ورته ورځي.

د کابل اوسېدونکې ګلالۍ وايي، ښځې له شته ستونزو سره سره هڅه کوي هر هغه فرصت وکاروي چې بدني فعالیت ولري. د هغې په وینا، ځینې ښځې د سړکونو پر غاړو او د پارکونو شاوخوا قدم وهي او ځینې نورې کورونو ته نږدې میدانونو ته ځي، ځکه د ورزش لپاره ځانګړي او خوندي ځایونه نه لري. نوموړې هیله لري چې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه کم شي.

روغتیاپالان سپارښتنه کوي چې خلک د روغتیا د ساتنې لپاره هره ورځ له ۳۰ تر ۴۵ دقیقو پورې پلی تګ وکړي؛ خو دا موده د عمر، جسمي حالت او د هر کس له موخې سره بدلېدای شي. د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر ناصر فګار وايي، منظم قدم وهل د زړه او سږو له روغتیا سره مرسته کوي، د وینې فشار او شکر په کنټرول کې اغېز لري او د وینې او ځیګر د غوړو په کمولو کې مرسته کولی شي. هغه زیاتوي چې پلی تګ د هډوکو او مفصلونو پیاوړتیا، د وزن کمېدو، ښه خوب او رواني ارامتیا لپاره هم ګټور دی.