د پاکستان د ګازو د نوې شبکې په طرحه کې د افغانستان کشک ګازي ساحه هم شامله ده

د سعودي عربستان «ډیلټا انرژي» شرکت او د پاکستان دولتي شرکت «انټر سټېټ ګاز سیسټم» د انرژۍ د زېربناوو د پراختیا لپاره د یوه پروګرام د ارزونې هوکړه کړې ده. د دواړو شرکتونو په ګډه اعلامیه کې د شاوخوا ۳۰ میلیارد ډالرو احتمالي پانګونې یادونه شوې، خو دا هوکړه لا د وروستۍ پانګونې یا د پروژو د جوړولو قطعي ژمنه نه ده.
د پروګرام له مخې، شرکتونه به د داسې طبیعي ګاز نللیکې د جوړولو امکان وڅېړي چې د پاکستان له لوېدیځې پولې څخه دغه هېواد ته داخله شي او د بلوچستان په سوېل لوېدیځ کې د عرب سمندرګي پر غاړه د ګوادر بندر پورې وغځېږي.
په طرحه کې د نللیکې د احتمالي غځولو موضوع د پاکستان تر ختیځې پولې پورې هم شامله ده. د دې ترڅنګ، د مایع طبیعي ګاز یا LNG تاسیسات، د ګازو د پروسس او زېرمه کولو مرکزونه او د صادراتو ترمینلونه هم د ارزونې په مواردو کې شامل شوي دي.
د اعلامیې له مخې، بله وړاندیز شوې نللیکه به د افغانستان او پاکستان پر فرضي پوله د چمن له سیمې پیل شي، د پاکستان له خاورې تېره او د هند پولې ته نږدې د فاضلکا ښار تر شاوخوا پورې ورسېږي. ډیلټا انرژي دا مسیر د خپل پروګرام یوه مهمه ستراتیژیکه برخه بللې ده.
د دې مسیر د عملي کېدو لپاره به د پاکستان او هند له چارواکو سره رسمي خبرې او هوکړې ضروري وي. شرکت ویلي چې د افغانستان د کشک ګازي ساحې امتیاز او د افغانستان نورې طبیعي سرچینې د دې شبکې لپاره د احتمالي ګازو برابرونکو سرچینو په توګه په پام کې نیول شوي دي.
ډیلټا انرژي ټینګار کړی چې دغه پروګرام له ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند څخه د ګازو د لېږد له TAPI پروژې جلا دی او پر ترکمنستان پورې تړاو نه لري. د پاکستان لپاره د ګازو د نورو نللیکو د جوړولو طرحې له کلونو راهیسې له ځنډ سره مخ دي؛ له همدې امله د نوې طرحې راتلونکی به د نورو تخنیکي، سیاسي او مالي ارزونو پر پایلو پورې تړلی وي.