اسلاماباد: د افغانستان امنیتي اندېښنې دې د سیمهییزو همکاریو لپاره حل شي

د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، د طالبانو حکومت باید د ترهګرۍ اړوند ننګونو د حل لپاره اغېزناک اقدامات وکړي او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د امنیتي اندېښنو په اړه جدي چلند ولري.
ډار دا څرګندونې په اسلاماباد کې د اقتصادي همکاریو سازمان، چې د ایکو په نوم هم یادېږي، د وزیرانو شورا د ۳۰مې دورې غونډې د پرانیستې په وینا کې کړې دي. نوموړي وویل، پاکستان د یوه سولهییز، هوسا او باثباته افغانستان غوښتونکی دی؛ داسې افغانستان چې له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې وي او د ایکو له سیمهییز چوکاټ سره په بشپړه توګه اقتصادي اړیکې ولري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د افغانستان ثبات کولی شي د سیمې لپاره د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي همکاریو نوې لارې پرانیزي. هغه ټینګار وکړ چې د ګاونډیو هېوادونو مشروع امنیتي اندېښنې، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ ګواښ، باید له پامه ونه غورځول شي.
ډار د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د دغو امنیتي ننګونو د حل لپاره لازم ګامونه واخلي. د هغه په وینا، د دوامدارو سیمهییزو اقتصادي همکاریو او مشارکتونو لپاره خوندي او باثباته چاپېریال بنسټیز اهمیت لري.
د طالبانو حکومت تر اوسه د اسحاق ډار د تازه څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. دغه حکومت په تېرو مواردو کې ویلي چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارېږي.
د ایکو د وزیرانو شورا دوه ورځنۍ غونډه په اسلاماباد کې جوړه شوې او د سرچینې د معلوماتو له مخې، د غونډې وروستۍ ورځ همدا ورځ ده. افغانستان د دغه سازمان له لسو غړو هېوادونو څخه دی، خو پاکستان د وزیرانو شورا دې غونډې ته د طالبانو حکومت پلاوی نه دی وربللی.
د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري تر دې وړاندې ویلي وو چې سیاسي اختلافونه باید د ایکو په اقتصادي غونډو کې د افغانستان د ګډون مخه ونه نیسي. هغه ټینګار کړی و چې افغانستان کولی شي په دې ډول ناستو کې د سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ او سیمهییز امنیت په اړه خبرې وکړي.
ایکو په ۱۹۸۵ کال کې د ترکیې، ایران او پاکستان له خوا جوړ شو او په ۱۹۹۲ کال کې افغانستان او د سیمې څو نورو هېوادونو ورسره یوځای شول. د دې سازمان موخه د غړو ترمنځ د اقتصادي، تخنیکي او کلتوري همکاریو پراختیا ده. د ۲۰۲۵ کال په جولای کې په اذربایجان کې د ایکو په سرمشریزه کې د طالبانو حکومت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې ملا عبدالغني برادر کوله، ګډون کړی و.