پښتو ادب · شاعران
محمد صفر خواریکښ
د محمد صفر خواریکښ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
10 خپاره شوي شعرونه
حب الوطنبشپړ شعر ولولئ
حب الوطن
محمد صفر خواریکښ
مینه له وطن سره، غېرت غواړي ایمان غواړي
دا د پت شمله ده، هسک سرونه د افغان غواړي
نن یې بیا لنگونه، د جگړې په ډگر پاتې دي
څوک چې د افغان، د تېرې تورې امتحان غواړي
دا دی د ضيأ ، د دوزخي آرمان* ښکاره* ځواب
اور کې سوزېدل، د شیطان ځاله پاکستان غواړي
وخت د ازمایښت کې، لا گلخان دی د پنجاب غلام
یو د غېرت څاڅکې، دغه واړه گلخانان غواړي
شرم د پښتو دي ، اڅکزي او حسنخان غوندې
تورمخ د پنجاب ، سپینول دا بې وجدانان غواړي
۲۰۲۶/۰۲/۲۸-کوپنهاگن
*_دوزخي آرمان: جنرال ضیأ به ویل کابل باید وسوزي.
*_ ښکاره :د پاکستان دفاع وزیر وینا ته اشاره ده چې وایي اوس ښکاره جگړه کوو.
*_ اڅکزی او حسن خان دواړه د پنجابي ادارې تاليڅټي “پښتانه” ډنډورچیان دي.
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد صفر خواریکښ
ستا د یاغي حسن کیسې چې خاص و عام کېږي
ځـکـه بـاور مې د خـپـل عـشـق پـه اهـتـمـام کېږي
پیـکـه پـردېـسـه ورځ خو ، ډېـره سخـتــه تېـره کړم
پـه مـاښـامۍ مې گـوزاره ، کـلـه بـې جـام کـېـږي
زه د گـودر او مـیـکـدې پـه لار جـومـات تـه ځـم
احسـاس د مـیـنې د دې لارو پـه هـر گـام کېږي
لـه ظـاهربـیـنو سترگـو ، واوره کـړي پنـاه ښکلا
پر مـا په کـړنگ ژمي نـظر د خپل گلـفام کېږي
غماز کـه هرڅومره تر منځ مـو نوکان وترنگوي
لـه تـا مـې تـمـه همـېـشــه، د ابــتـسـام کـېـږي
په ټولـه ورځ که دې روژه هم د دیدن یم خو
پـه روژه مـاتي انـتـظـار دې هر مـاښـام کېږي
۲۰۲۳/۰۳/۱۹ – کوپنهاگن
گيلهبشپړ شعر ولولئ
گيله
محمد صفر خواریکښ
د ښځو دنړیوالې ورځ په پلمه
گيله
تا خو ليدل، تيگو ژړل شيطان خندا کوله
تا خو ليدل، ملا جومات کې چې زنا کوله
تا خو ليدل، چې يې قران ورله بالښت کړ د سر
او پر ماشوم شاگرديې ستاکور کې تعدا*کوله
تاخو ليدل، چې يې د ورور گناه کې خور ورکړله
او ستا په وړاندې پلار لــه لـور سره نـاروا کوله
تا خو ليدل، چې ستا له نوم به یې هوس ماتوه
د دم تـاويز په نـوم ، گنـاه لـنـډي ملا کوله
تا خو ليدل، چې جنکۍ يې له ښوونځي بندې کړې
او پر مخونو يې د تيـزاب شيندو فـتـوا کوله
تاخو ليدل، چې “شمشتو ” ، ” ببو” کې څه تيرېدل
خـو د امير لـور ديسکوگانـو کې نڅا کوله
تا خو ليدل، هر نارينه يې خپله غېږ کې روزه
خو په ميرات کې يې په نيم تل اکتفا کوله
تا خو ليدل ، لکه متاع يې په پيسو پلورله
درد يې زغملو، پټـه پټـه يې ژړا کوله
تا خوليدل ، چې يې دکور د ديوالو دننه
به يې آرزو د آزادۍ ، تـازه هـوا کوله
تا خو ليدل ، چې لنډغرو دکابل په زړه کې
په فرخندې بي بي په څه ؟ خوني بلوا کوله
تا خو ليدل ، د سنگسارونو د فتوا ديوانـو
په کاڼو مور ويشته ، بچي يې تماشا کوله
تا خو ليدل ، چې خواريکښ گيله په څه کوله
تا تر قيامت يې ځنډونه د جزا کوله
۰۸/۰۳/۲۰۱۹ – کوپنهاګن
————————
*- تعدی: تجاوز، تېري
*****************************************
د محبت نشتونبشپړ شعر ولولئ
د محبت نشتون
محمد صفر خواریکښ
بنجاره توکي دې وېسه! بند دي دلـته سينگارونه
ښـار دیـوانـو بـرمـتــه کړ ، ویـشي کرکې نفـرتـونه
د بنگړو شرنگا حرام ده، دی خطر د شیخ ایمان ته
بنگړیوالې بنگړي مات کړه، راوړه دلته کفنونه
دلته تود نفرت بـازار دی ، میـنـه سراسر تاوان دی
څو دې وس رسي راوړه یې، ډک له کرکې جوالونه
دلته داسې لیوان گرځي ، چې په وینو نه مـړېـږي
سپين لباس کې تور تور زړونه، سره په وینو شونډکونه
دلـتـه هر عمـل روا دی ، خو پـه ږیـره او قــبـا کې
د انـسان وژل حـلال دي ، ورسره وایـه تـکـبیـرونه !
د فـتنې تخمونه پاشي، د شیطان همدا پیشه ده
ده جـگــړه د بـاورونـو ، بـاروت راوړه او بــمــونه !
که انسان له لوږې مري هم، باچا وایي دا په جهر
د روزۍ کار زموږ ندی ، خدای ته وکړئ فریادونه
۰۵/۱۰/ ۲۰۲۲ – کوپنهاگن
خپلواکي؟بشپړ شعر ولولئ
خپلواکي؟
محمد صفر خواریکښ
سر پې ورکړو او دوښمن مات په سنگر کړو
خپلواکي واخلو او مات د دوښمن سر کړو
د ښکیلاک دروهې ورشنډې جغ یې مات کړو
خو د واک په وخت موږ کوز کینو بل بر کړو
تش ستایل د خپلواکۍ څه گټه کاندي ؟
تور پنجاب ته که سر ټيټ لاس په ټټر کړو
دې زموږ په جهل زر وارې لعنت شه !
چې په مخ د نجونو بند د علم ور کړو
آزادي چې ورسره نه وي خپلواکي څه ؟
چې د تن واک مو د بل وي څه اختر کړو؟
له افغان نه په ښکاره غچ اخیستل دي
تور شیطان زموږ ولس چې در په در کړو
که آزاد یې نو د ږیرې واک دې خپل کړه
هسې نه چې بېواکۍ کې ځان ببر کړو
۲۰۲۲/۰۸/۱۸ – کوپنهاگن
ما وژنئ هزاره یم؟بشپړ شعر ولولئ
ما وژنئ هزاره یم؟
محمد صفر خواریکښ
ما وژنئ هزاره یم؟
تش په دې گناه مې وژنئ هزاره یم
نه قاتل او نه غاصب یم بـېچـاره یم
—-
مونږه وژنئ قاتلان سرې سترگې گرځي
د وطن غټ غداران سرې سترگې گرځي
چې کابـل یې کـنـډوالـه کـړ لا بـاټـېـږي
د ښاریانو “قصابان” (۱)سرې سترگې گرځي
زمـوږ نـسـل د افـشـارو یـتـیـمـان ېـو
ژوندي پاتې چې له تیغ د “قهرمان”(۲)یو
د افـشـار د ټـول وژنې آواره یـم
تش په دې گناه مې وژنئ هزاره یم
***
چې به مېخ چا ټکوهل دخلکو سر کې
د فرعون په څېر کېني د خلکو بر کې
“دانـشـان“، “محققان“ که “خلیلیان“ دي
مال او سر یې خوندي کړ ی دی بهر کې
دوی له څېـلمه د قـومو سـوداگـران دي
پخپل قوم بولي وهي په عام محضر کې
چـا نـیـولی زه د دوی په کـفـاره یم
تش په دې گناه مې وژنئ هزاره یم
***
ما چې وژني نه پښتون دی نه تاجک دی
نـه تـرکـمن نـه هـزاره دی ، نـه ازبـک دی
یا خرڅ شوی په ایران ، یا پنجابک دی
جاسوسۍ تـه مـلا تـړلی برچه پک دی
د تـنـکـیو پـرښـتـو د سـر قـاتـل دی
او په دوه پېسو خرڅ شوی یو جاهل دی
پـه وژنـه یې اخـیستی اجـاره یم
تش په دې گناه مې وژنئ هزاره یم
***
۲۰۲۲/۰۴/۱۹ – کوپنهاگن
————-
۱-د کابل قصاب : گلبدین ته ورکړ شوی لقب
۲- “قهرمان”: د افشار د ناورین بولندوی احمدشاه مسعود
ويرژلې قصيدهبشپړ شعر ولولئ
ويرژلې قصيده
محمد صفر خواریکښ
د نړۍ خور شيطان ناټک ته، چې پلمه جوړه شوه
له خوږ وطن مو د پردۍ جگړې مورچه جوړه شوه
په گل کابـل کې مې ليدې ، د يـزيديـانـو کړنې
له اور او وينو ، د دوزخ يوه نمونه جوړه شوه
د خپل هوس لپـاره ورور دلته خپل ورور وواژه
تکرار تکرار ترې دهابيل قابيل کيسه جوړه شوه
چې پـه هيـواد يې اهـريـمن سره سـودا وکړله
نو له باچا مو د دوښمن يوه ملعبه جوړه شوه
د يرغلگر دېو په راتگ د ځان پلورل رواج شوو
د غلامۍ بيا هر مفسد ته يوه حلقه جوړه شوه
دلتـه بـولي وه لـگيدلې د قومـونـو پـه سـر
د قوم دلال ته په بولي کې به شمله جوړه شوه
د قـوم او ژبې په نـامه يې شل تـقسـيمه کړلو
يو مو د بل تاريخ غندو خوني لانجه جوړه شوه
د جهالـت په غـاړکۍ د ديـن غمي کـېـښودل
له دې اميل د ړونـد بـاورو عقيده جوړه شوه
سرټمبگۍ ته مو ، په شک ترديد نړۍ راگوري
موږ ته غميزه ده خو ، دوی ته تماشه جوړه شوه
نه يې سر شته دی ، نه د سر وړلو تنه روان دی
له امارت نه ، اوسمهالې معجزه جوړه شوه
ولس ترې تښتي تورلينگي ورته په ناز رادرومي
ښايسته کابل نه د چوړيانو يوه اډه جوړه شوه
مـا بـه د مينې اډانـه کې سـاز د عشـق غـږاوه
له مست آهنگه مې د وير ماتم نغمه جوړه شوه
که مو په هر ځل له هيواده کړل سرونه قربان
له بلهارۍ مو گاونـډيـانـو ته مېـله جوړه شوه
اوس مې له سترگو نه د اوښکو په ځای وينې راځي
له بېواکۍ مو له هېواد پردۍ صوبه جوړه شوه
د پرنگي د “حرام زېـږد” پـښې که لنډې نکړئ !
نو هر افغان ته بادارۍ نه يې طعنه جوړه شوه
چې لا غلام دی هغه څه درې رنگ بېرغ پيژني
ګومان کړي زمونږه له پيژند هسې ټوټه جوړه شوه
منم چې شته تاريخ کې هم نورې ويرژلې پېښې
زموږ له ژوند نه د تاريخ ترخه لمحه جوړه شوه
راځئ چې پـرانـيزو ، د زړه ور هـر افـغـان لپـاره
په ځانځانۍ خو له وطن ماتمکده جوړه شوه
چا چې خړوب کړ خپل گلبڼ د محبت په اوبو
د هغو ژوند نه ښه تازه د عشق وږمه جوړه شوه
نه په ټپـه ، نه څلوريزه ، نه غزل کې ځای شوه
د غم بيـان نه مې ، ويرژلې قصيده جـوړه شوه
۲۰۲۲/۰۲/۲۸ – کوپنهاگن
پړاوونهبشپړ شعر ولولئ
پړاوونه
محمد صفر خواریکښ
له ډېر خماره د مستۍ پړاو ته ورسېدم
ايلـــه بيلــه د بېخودۍ پړاو ته ورسېدم
په نادانۍ کې آسوده وم او هوښیار له هر چا
په پـوهېدو د نـاپوهۍ پـړاو ته ورسـېدم
د عشق مرشد مې د وفـا په طريقه ونيوه
له مريدۍ نېغ د پيرۍ پړاو ته ورسېدم
د محبت او د وفـا لاره مې نه ده پرېښې
که په دې لار د بربـادۍ پـړاو ته ورسېدم
ډېرې خبرې مې په زړه وې ومې نشوې ويلی
چې د وصال د تنهايۍ پړاو ته ورسېدم
ښه ده له عشقه مې تر اوسه مالامال دی زړگی
که څه هم اوس خو د پيرۍ پړاو ته ورسېدم
مينه دې ساه غوندې اړينه ده ژوندون لپاره
چې مې نصيب شوه د هستۍ پړاو ته ورسېدم
۲۰۲۱/۰۸/۱۵ – کوپنهاگن
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد صفر خواریکښ
ځواني مې مخکې په رښتيا له پوهېدو ختمه شوه
لکه د گل غوټۍ په يوه خوله خندېدو ختمه شوه
زه لا تر اوسه سر گـردان يم ، حـقيـقت لـټـوم
په توره شپه کې د رڼا ، په لټېدو ختمه شوه
د گناهونو توکي ډېر دي ، لا هوس هم شته خو
څه وکړم نور مې ټوله زېرمه، د توبو ختمه شوه
زړه مې ساتـلی د پـيـمخو ، لـه ښکاري نـظر وو
اوس يې درزا د چا د غشو ، په ويشتو ختمه شوه
د مينې کر به مې کاوه ، د يار د زړه پر لـلمه
د حاصل تمه د وعدو ، په ماتېدو ختمه شوه
مـا بـه د عشق په بـارانـه پسې پـټی گرځـوه
کيسه د مينې مو ، په هسې سرابـو ختمه شوه
ما د لمر کلي ته آرمان د رسېدو درلود خو
زنده گي مخکې ، د آرمان له رسېدو ختمه شوه
۲۰۲۱/۰۶/۲۱ – کوپنهاگن
کاڼيبشپړ شعر ولولئ
کاڼي
محمد صفر خواریکښ
غرونه خو کاڼي وو، اوس شول دلته سیندونه کاڼي
ځـيـنو ساتـلي دي سـینو کې ، دلـته زړونه کاڼي
عقل او پوهه يې مغزو ته ، لاره نشي موندی
ډېرو تنو باندې بار شوي ، وچ سرونه کاڼي
د جانان کلي ته روان یم ، چې دیدن يې وکړم
خودلته سپي ازاد ګرزېږي ، زنځیرونه کاڼي
د مېخانې له پوخ ساقي سره ، مې جام پورته کړ
جام يې له مـيـو نه خـالي و، کـنډولونه کاڼي
که خواريکښه ددې کاڼو صیقل ، سخت هم ښکاري
همت پکار دی هسې نه ، چې شي لاسونه کاڼي
۰۵/۰۶/ ۲۰۱۷ – کوپنهاګن