د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

آصف بهاند

د آصف بهاند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

7 خپاره شوي شعرونه

د یادونو یرغلبشپړ شعر ولولئ

د یادونو یرغل

آصف بهاند

د یادونو یرغل

بیا راپه‌زړه شوې

او له یاد سره دې

زما د سترگو حویلۍ لږه نمجنه شوله

شاوخوا مې وکتل

چا نه لیدمه

غوښتل مې چیغه کړم

خو وسټېدم

بیا دې د نه‌شتون د یادونو تر یرغل لاندې شوم

۲۲/۰۵/۲۰۲۵
هېدرسلیف
ډنمارک

غواړمه وژاړمهبشپړ شعر ولولئ

غواړمه وژاړمه

آصف بهاند

غواړمه وژاړمه
په داسې جال کې گیر یم
چې ځان یوازې نه‌م یوازې گڼم
غواړمه وژاړمه
داسې‌ی گڼم د ژړا زړه راباندې خوږېـږي
غواړم وژاړمه
داسې حالت راغلی:
چې هېڅ‌څوک نه‌وینم
غږونه ناورم
له هرې‌خوا
او له هرچا ناهیلی شوی یمه
غواړمه وژاړمه
او د ژړا‌غـږ سره
د زړگي‌خواله وکړم
غواړمه وژاړمه
۱۹/۰۵/۲۰۲۵
هېدرسلیف
ډنمارک

دېـوالونه، پېـغورونهبشپړ شعر ولولئ

دېـوالونه، پېـغورونه

آصف بهاند

دېـوالونه، پېـغورونه
داسې دور دی راغلی
چې ښکلا او رڼا ژاړي
ښځې‌هم ژړل، ویل یې:
عاجزه شومه
د کور په دېوالونو کې محصوره
رټل کېـږم. وهل کېـږمه، سوځېـږم
*****
چا یې سوچ کولای نه شو
چې به داسې دور هم راشي
دېوالونه به غږېـږي
د دوښمن غږ به راباسي
چا یې سوچ کولای نه شو
چې به داسې وخت هم راشي
چې ډبرې دیوالونه
لوټې هم راپورې خاندي
په هرگام کې
هرې‌خوا نه
پیامونه
لکه سم تېره‌تېغونه
زما ذهن او بدن ته
راشړي او زوروي مې
گوره وړاندې
چې به نور څه څه راوشي
۲۷/۰۴/۲۰۲۵
هېدرسلیف
ډنمارک

زه د چا غم نه‌غواړمبشپړ شعر ولولئ

زه د چا غم نه‌غواړم

آصف بهاند

زه وفات شوی یم، ثنا مه‌کوئ
زه مرحمت یمه، ژړا مه کوئ

ما ته خندا‌راځي د بل په دوعا
خدای مې اشنا، ما ته دوعا مه‌کوئ

د غولولو پر برید هرڅوک ولاړ
لاره پیدا کړئ، تمنا مه‌کوئ

زه لاروی یمه، بې‌تمې روان
پام کوئ ځان ته، تماشا مه‌کوئ

زه ځواب‌گوی یمه د خپلو کارو
صفا مې کړې ده، صفا مه‌کوئ

۱۸/۰۴/۲۰۲۵
هېدرسلیف
ډنمارک

بلاربه جگړهبشپړ شعر ولولئ

بلاربه جگړه

آصف بهاند

بلاربه جگړه
جگړه بدمرغه په هرځای بلاربه وي
جگړه په هره‌شېبه
جگړه په هره سا کې
سل زر بلا زېـږوي
هرې بلا سره بې‌شمېره واویلا زېـږوي
جگړه بلا زېـږوي
د جگړې ټول اسباب اجل دی مرگ دی
د مځکې سر پرې ډک دی
ترمځکې لاندې هم بلاوې خښې
پاس په اسمان کې هم بلاوې گرځي
موږ چېرې ولاړ شو چې بلا نه خلاص شو
کـوم لـور ته مخ، چې واویلا نه خلاص شو
۲۴/۰۲/۲۰۲۵
هېدرسلیف
ډنمارک

سورپسرلیبشپړ شعر ولولئ

سورپسرلی

آصف بهاند

سورپسرلی

بیا کال رانوی شو
خو داځلې یې رنگ اوښتی
شنیلی یې ورک دی، هرڅه سره ښکارېـږي
خلک حیران نه‌دي
پوهېـږي چې دا ډېـرعمر زموږ پروطن
د اوبوڅاڅکي نه‌رااوري
او د وینوباران نه‌درېـږي
دا دی هماغه څاڅکي ـ څاڅکي وینې
اوس سیلاو شوي دي
هرڅه یې راسره کړي دي
نو ځکه پسرلی هم سور دی

۱۸/۰۳/۲۰۲۶
هیدرسلیف
ډنمارک

سوی‌لاسبشپړ شعر ولولئ

سوی‌لاس

آصف بهاند

زما بدن څه د روزگار
څه د جگړې
او د وطن ویر وخوړ
څه چې راپاتې وو
بلا د ښکلي‌بوټي یووړ
*****
د یوه نوي ژوند په تمه لاس ترزنې ناست وم
چې تورپنجاب راته هرڅه وسېځل
زما ډېر ښه په یاد دي
چې لاس مې سپین او غنم‌رنگ غوندې و
او له همدې لاس به بابا نیولم
د غرولمنو او بڼو کې یې چکر راکاوه
خو اوس حالات داسې شول
چې تورپنجاب هرڅه راوسېځل
او لاس یې سوی‌سکور کړ راته
*****
زما له رنځور وجود نه
دا سوی لاس پاتې دی
دا مې ساتلی هېوادوالو ته یادگار پاتې شي

۱۷/۰۳/۲۰۲۶
هیدرسلیف
ډنمارک