افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1652 شاعران10764 شعرونه
بلاربه جگړه
بلاربه جگړه
جگړه بدمرغه په هرځای بلاربه وي
جگړه په هرهشېبه
جگړه په هره سا کې
سل زر بلا زېـږوي
هرې بلا سره بېشمېره واویلا زېـږوي
جگړه بلا زېـږوي
د جگړې ټول اسباب اجل دی مرگ دی
د مځکې سر پرې ډک دی
ترمځکې لاندې هم بلاوې خښې
پاس په اسمان کې هم بلاوې گرځي
موږ چېرې ولاړ شو چې بلا نه خلاص شو
کـوم لـور ته مخ، چې واویلا نه خلاص شو
۲۴/۰۲/۲۰۲۵
هېدرسلیف
ډنمارک