د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شکرالله مشکور

د شکرالله مشکور پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

دماشومتوب خوپبشپړ شعر ولولئ

دماشومتوب خوپ

شکرالله مشکور

دزړګي دښته مي نن ستا ديا دباران غواړي
يتيمي اوښكي مسافري دي كاروان غواړي
داچي مو ولي مازديګر پيكه پيكه ښكاريږي
دخيال پيفلوتي مروره ده پيزوان غواړي
دماشومتوب خوبه راڅه چي لږ مي ونازوي
نن ستړي خوب دمود دغيږي جان قربان غواړي
چي په پسته ژبه يي تل للو للو ويلي
هغه كمبحته خپل ريښي ريښي ګريوان غواړي
خداپه وزر دهمت وركړي چي در ورسيږي
دابوري بوري دعاګاني مي آسمان غواړي
شفق به وحيژي بيګاه زليخا خوب ليدلي
ځكه سوسف لپاره سختي دزندان غواړي
ستا تخيل مشكوره لمر او سپوږمئ كله مني
دفكر ستوري دي ځانګري كهكشان غواړي

دبې وسۍ سلگۍبشپړ شعر ولولئ

دبې وسۍ سلگۍ

شکرالله مشکور

دبې وسۍ سلگۍ

انسان یم درد اوغم مي هر انسانه پوري رسې

سلگۍ دبې وسۍ به مي آسمانه پوري رسې

حالاتوکي را گیر یم دژوندون لارمي کړه ورکه

افسوس چي مي لاسونه خپل گریوانه پوري رسې

خیالاتو دځوانۍ له بامه ښکته را گذار کړم

کاروان دتصور به مي جانانه پوري رسې

څوک ونیسم څه ووایم اوچاته فریاد وکرم

لوخړي مي دخولې تر کهکشانه پوري رسې

تقدیره ستا مکتوب ماته په سر سترگو منظور دی

زما (مشکور) فریاد کله لقمانه پوري رسي