د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1652 شاعران10764 شعرونه
شكرالله مشكور

دبې وسۍ سلگۍ

دبې وسۍ سلگۍ

انسان یم درد اوغم مي هر انسانه پوري رسې



سلگۍ دبې وسۍ به مي آسمانه پوري رسې



حالاتوکي را گیر یم دژوندون لارمي کړه ورکه



افسوس چي مي لاسونه خپل گریوانه پوري رسې



خیالاتو دځوانۍ له بامه ښکته را گذار کړم



کاروان دتصور به مي جانانه پوري رسې



څوک ونیسم څه ووایم اوچاته فریاد وکرم



لوخړي مي دخولې تر کهکشانه پوري رسې



تقدیره ستا مکتوب ماته په سر سترگو منظور دی



زما (مشکور) فریاد کله لقمانه پوري رسي

د شاعر نور شعرونه ←