د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1652 شاعران10764 شعرونه
شكرالله مشكور

دماشومتوب خوپ

دزړګي دښته مي نن ستا ديا دباران غواړي
يتيمي اوښكي مسافري دي كاروان غواړي
داچي مو ولي مازديګر پيكه پيكه ښكاريږي
دخيال پيفلوتي مروره ده پيزوان غواړي
دماشومتوب خوبه راڅه چي لږ مي ونازوي
نن ستړي خوب دمود دغيږي جان قربان غواړي
چي په پسته ژبه يي تل للو للو ويلي
هغه كمبحته خپل ريښي ريښي ګريوان غواړي
خداپه وزر دهمت وركړي چي در ورسيږي
دابوري بوري دعاګاني مي آسمان غواړي
شفق به وحيژي بيګاه زليخا خوب ليدلي
ځكه سوسف لپاره سختي دزندان غواړي
ستا تخيل مشكوره لمر او سپوږمئ كله مني
دفكر ستوري دي ځانګري كهكشان غواړي

د شاعر نور شعرونه ←