د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ډاکټر ثواب الدين مخکښ

د ډاکټر ثواب الدين مخکښ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

ډسکو سندرېبشپړ شعر ولولئ

ډسکو سندرې

ډاکټر ثواب الدين مخکښ

یاران مې
لیوني شو دپردو سندرې وایي
لنډۍ ،ټپې یې پریښې دډسکو سندرې وايي

ویاړنه اوپاسلینه په ریښه ،ریښه پګړۍ وه
پګړۍ ورځنې هیره دلنګوسندرې وایي

شړنګار وه دپاولیو او کړنګار دبا
هوګانو
پاولۍ،نتکۍ پریږده دمنیژو سندرې وایي

چې
پروت په خیراتې ځمکه زما اودډیلي دی
نن هغه خیرات خور دحماسو سندرې وایي

راکړی خدای تبریز دی په سیندو مې پورې باسي
زه خپلې اودی خپلې
دعرشو سندرې وایي

زاهد دتسبو مینه دساقي له پیالې زار
کړه
اوس دواړه یو ځای ناست دي دپیالوسندرې وایي

مخکښه خدای دې خیر کړي دوطن به دې څه حال شي
چې شیخ دې پړ مخ پروت دی په سجدو سندرې وایي

دخوب تعبیربشپړ شعر ولولئ

دخوب تعبیر

ډاکټر ثواب الدين مخکښ

خوبونو کې نن خوب مې نا کرارلیدلی دی

دیارپه سینه پروت مې اژدهارلیدلی دی

دکلي پوخ مارګیر به یې چې بیخ ته کینا ستلو

په ملا با ندې را مات مې دنګ چنار لیدلی دی

سپین سرې بسوګۍ نه مې دخوب تعبیر پوښتلی

وې دښمن په سینه پروت مې افغان خوارلیدلی دی

دامات چنار انځور دافغاني غرور دی زویه

نیغ شوی داچنار ما څو څو وار لیدلی دی

وې ځۍ لاړشۍ کوه طور ته د موسی امسا پيدا کړی

فرعون د زمانې دامسا ډار لیدلی دی

دمات چنار غم مه کړی دمارګیر په لټه ووځۍ

بې دې مارګیر مې خلکه کلی خوار لیدلی دی

مخکښه ستا خوبونه اندیښنې واړه پر ځای دي

شرف دهر افغان مې سر په دار لیدلی دی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاکټر ثواب الدين مخکښ

دامې شرر ددوزخي لمبو په خوب کې ولید

که سورواله مې د سرو شونډو پیغلتوب کې ولید

ښکلي خو ډیر دي غره نشې پرې دنیا ډکه ده

ستا مې اثر د تورو سترګو مړاویتوب کې ولید

ستا دریا په عبادت کې مې ټول عمر تیر شو

شیخه دژوند سرور مې ټول په مینتوب کې ولید

فلکه ما خو رژیدل د ګلو نه وه په بهار لیدلې

صرف خزان مې د افغان په زلمېتوب کې ولید

ما خو د شیخ په امر مات کړل د سا قې جامونه

شیخ نن خمار دی ما خپل ځان یوازیتوب کې ولید

نن چې مستان او شیخان داوړه پیمانې اړوي

ځکه ارمان مې د پرون په یا غیتوب کې ولید

بیا یې سر واخیست د مخکښ قلم غزل غزل شو

چې خپل جانان یې په جامه د کوچیتوب کې ولید

ډاکټر ثواب الدین مخکښ