افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10593 شعرونه
غزل
دامې شرر ددوزخي لمبو په خوب کې ولید
که سورواله مې د سرو شونډو پیغلتوب کې ولید
ښکلي خو ډیر دي غره نشې پرې دنیا ډکه ده
ستا مې اثر د تورو سترګو مړاویتوب کې ولید
ستا دریا په عبادت کې مې ټول عمر تیر شو
شیخه دژوند سرور مې ټول په مینتوب کې ولید
فلکه ما خو رژیدل د ګلو نه وه په بهار لیدلې
صرف خزان مې د افغان په زلمېتوب کې ولید
ما خو د شیخ په امر مات کړل د سا قې جامونه
شیخ نن خمار دی ما خپل ځان یوازیتوب کې ولید
نن چې مستان او شیخان داوړه پیمانې اړوي
ځکه ارمان مې د پرون په یا غیتوب کې ولید
بیا یې سر واخیست د مخکښ قلم غزل غزل شو
چې خپل جانان یې په جامه د کوچیتوب کې ولید
ډاکټر ثواب الدین مخکښ