د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
ډاکټر ثواب الدين مخکښ

دخوب تعبیر

خوبونو کې نن خوب مې نا کرارلیدلی دی



دیارپه سینه پروت مې اژدهارلیدلی دی



دکلي پوخ مارګیر به یې چې بیخ ته کینا ستلو



په ملا با ندې را مات مې دنګ چنار لیدلی دی



سپین سرې بسوګۍ نه مې دخوب تعبیر پوښتلی



وې دښمن په سینه پروت مې افغان خوارلیدلی دی



دامات چنار انځور دافغاني غرور دی زویه



نیغ شوی داچنار ما څو څو وار لیدلی دی



وې ځۍ لاړشۍ کوه طور ته د موسی امسا پيدا کړی



فرعون د زمانې دامسا ډار لیدلی دی



دمات چنار غم مه کړی دمارګیر په لټه ووځۍ



بې دې مارګیر مې خلکه کلی خوار لیدلی دی



مخکښه ستا خوبونه اندیښنې واړه پر ځای دي



شرف دهر افغان مې سر په دار لیدلی دی

د شاعر نور شعرونه ←