د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

حبيب الله حبيبي

د حبيب الله حبيبي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

یادونهبشپړ شعر ولولئ

یادونه

حبيب الله حبيبي

ستــا يــادونــو مې جـانانـه
نن خــوبــونــه تښتــولــي
ستا په سترګو كې مې هغـه
مـــكيزونــه يـاديـدلــــي

چـــې پــه نـاز بـه دې كـولې
ستــا وړې وړې خــــــبرې
پـــر مـــا داسې لــګيـدلې
كــه رباب ســره سنـدرې

لـه ګـودره څـخه كور تـه
چـې بـه ړنګه بنګه تللې
مـابـه لار درتـه نيـولـــــــه
تـــه بـــه ډيره شرميــدلې

دسرو شونـډو پـه سـرونــو
چې به ورو،ورو خنديدلې
د پـټۍ غـونــدې جانانــه
پـه زخمو مې لګيدلې

نن پـه مرسـته دخيالونــو
يـو تـصويـردې جــوړومــه
ســتا پـه لــنډه زنه بانــدې
هغه شنه خــالونه ږدمــه

پښتونبشپړ شعر ولولئ

پښتون

حبيب الله حبيبي

كه پښتون خپل پښتون ورور كا
په نړۍ كه به ګډ شور كا
بل احمد به را
پيداشي
په جنوب كې به مړ اور كا
بيا به نه مر ي په نا حقه
په دښمن به زړګۍ سوړ كا
د جرګو دور به راشي
فيصلې به په خپل كور كا
بيا به خپله پښتو وايي
د قلم كلتور به خور كا
اصيل زوى دى ددې خاوري
په خپل مټ
به يې سمسور كا
بيا به سپر د نورو نه وي
خپل زخمونه به ټكور كا
حبيبي رب ته زارى كه
چې مو خلاص له دې
پيغور كا

ژوندبشپړ شعر ولولئ

ژوند

حبيب الله حبيبي

يـــوه اوښـكه وم ګـريوانه پورې لاړم
يـوهـوس وم ترارمـانــه پـــورې لاړم

افســانـه غـونـدې داعمرپـرمـاتيرشــو
يـوه سـاه وم ترجــانــانــه پـورې لاړم

څه دژمي
مـازديګرغوندې ځواني وه
يوه سلګۍوم تردهانـــه پــــورې لاړم

څـوغوټې وم دشـګلنې صحراغيږكې
هــسې
ژوند وم ګورستانه پورې لاړم

ديـــارانـوپــه مــحفل كې هـسې نه يم
حـقيقت وم تـــرداستــانـه پورې لاړم

حبيپې،يوه وريځ وم ســـــــــرگردانــه
چــې قطره قـطره بارانــه پــورې لاړم