افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
پښتون
كه پښتون خپل پښتون ورور كا
په نړۍ كه به ګډ شور كا
بل احمد به را
پيداشي
په جنوب كې به مړ اور كا
بيا به نه مر ي په نا حقه
په دښمن به زړګۍ سوړ كا
د جرګو دور به راشي
فيصلې به په خپل كور كا
بيا به خپله پښتو وايي
د قلم كلتور به خور كا
اصيل زوى دى ددې خاوري
په خپل مټ
به يې سمسور كا
بيا به سپر د نورو نه وي
خپل زخمونه به ټكور كا
حبيبي رب ته زارى كه
چې مو خلاص له دې
پيغور كا