افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
ژوند
يـــوه اوښـكه وم ګـريوانه پورې لاړم
يـوهـوس وم ترارمـانــه پـــورې لاړم
افســانـه غـونـدې داعمرپـرمـاتيرشــو
يـوه سـاه وم ترجــانــانــه پـورې لاړم
څه دژمي
مـازديګرغوندې ځواني وه
يوه سلګۍوم تردهانـــه پــــورې لاړم
څـوغوټې وم دشـګلنې صحراغيږكې
هــسې
ژوند وم ګورستانه پورې لاړم
ديـــارانـوپــه مــحفل كې هـسې نه يم
حـقيقت وم تـــرداستــانـه پورې لاړم
حبيپې،يوه وريځ وم ســـــــــرگردانــه
چــې قطره قـطره بارانــه پــورې لاړم