پښتو ادب · شاعران
جوادالله شیرزی
د جوادالله شیرزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
پښتا نهبشپړ شعر ولولئ
پښتا نه
جوادالله شیرزی
ولـــــی خامــوش خامــوش پــراته دي زړور پښتـــانه
چـــــی بيــــلوي ددنـيــا خلـک لر او بر پښتــــــــــــانه
زمــونږ په مــنـځ یی بــل کــــــړی دنــفاق اورونــــــه
چی پورته نکړي بيا هغه د غيرت ســــر پښتـــــــــانه
ولی تيرباسی موسورپوستی داشـین سترګـی خــــــلک
هـميش د سوک بـدل ورکـړی په خنـــجــر پښتـــانـــــه
که مــــودخــپلی ځان ځانــۍ لاره بـــــــدله نــــــــــکړه
زمــــا په فــــکر به هميش وي در پـــه در پښتــــــــانه
د غزنـــــوي او ابـــــــدالي او د غـــــوري په شـــــانته
ځان غورځــوي په هــر ميدان او هر سنـــګر پښتـــانه
هغه باتور خوشحال خـټـــــــک اود مـيوند مـــــــــلالۍ
فخر کـوي ددوی په جنـګ او په هنــــر پښتــــــــــــانه
جــواد شــيرزيـه کړه راويـښ دا پښتـانه په پښتـــــــــو
چی پاک اسلام او خپلی خاوری ته شی سپر پـښـتــانـه
دقفس مرغۍبشپړ شعر ولولئ
دقفس مرغۍ
جوادالله شیرزی
له انګلیسی څخه ژباړل شوی شعر،
زه پوهیږم چی د قفس مرغۍ سندری ولی وایی!
یوه ازاده مرغۍ ګرځی په سحراو ، دښــتو، غروکی
په لــمرینو زیــړو وړانګوکی فضــا ته پورته کــیږي
ترهغی کړی پـروازونه چی طاقـت یی وي وزروکی
مګـــرهاغـه مـــرغۍ! چی بــندي دتــنګ قفـــس وي
چی دی خپل قفس ته ګوري په غصه په هغه کس وي
چی یی پری وي وزرونه ، هم یی پښی وي ورتړلی
نوبه خودسندری وایی چی یی وس وي چی یی وس وي
په لـړزانده غــږسندری دقفـــس مــرغــۍ چی وایــی
دنا اشناغــوندی شــیانو، مـګرهــرڅــه چی دا وایـــی
ددی غږ ترلری درومـي، هلته نورمــرغان یی اوري
دبــندي مـــرغـــۍ سـنــدره ، ازادي وي ، ازادي وي
ها ازاده مرغۍ سوچ بیا ، د یوبل ښکلی سپرلی کړي
دخوشــبویه باد وږمـــوکی اوهــم ونـــوکی ســـندری
شــیــن چــمن کــی آ تــیار دچــینــجـیو خــوراکـــونه
دافضا هـرڅه ددی وي نو داځـکه پـری مســتی کړي
مګر بـندي مرغۍ، وي ګیره په درندو خوبوکی ویني
دخــپل غــــږانـعـکاس اوري ، دخــپـسی خــریدو کی
چی یی پری وي وزرونه ، هـم یی پښی وي ورتړلی
نوبه خودسندری وایی چی یی وس وي چی یی وس وي
په لـړزانده غــږسندری دقفـــس مــرغــۍ چی وایــی
دنا اشناغــوندی شــیانو، مـګرهــرڅــه چی دا وایـــی
ددی غږ ترلری درومـي، هلته نورمــرغان یی اوري
دبــندي مـــرغـــۍ سـنــدره ، ازادي وي ، ازادي وي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جوادالله شیرزی
دچاخـواږه یــادونــه می خــوبـونه تښــــتوي
په خیال کی می له لاسـه سره ګلونه تښــتوی
زه دی پــسی دامـاپسی په مـنډه مــنډه ځـغلی
زه دی نـه دالـه مـانـه دیـدنــونـه تښـــــــتوي
زه دی تـــه اوداماته شـي مسکا کوو یوبل ته
پـه ښـکلوغــټوســترګوتصـویرونـه تښــتوي
داشـمعه زه پتنګ یم،سوزوي می په سوراور
دحسـن په لمبومی وزرونه تښتوي(سوزوي)
جوادشیرزی شاعرنه وم،شاعریی کړم یادونو
دخـولی نه می ټـپی ،غـزل ،شعرونه تښـتوي
۱۰،اکتوبر، ۲۰۰۹
وطنـــــهبشپړ شعر ولولئ
وطنـــــه
جوادالله شیرزی
وطنه ښکلی ښکلی غـرونــه لری
داوبو ډک روان
ســیندونـه لــری
غرونه دی پټوخزانونــــه ډک دي
بیروج یاقوت مرجان لعلونه لری
که پښتانه یوکه تاجک یوستا یـو
که هزاره که ازبک یـو ستا یــو
په ټولویوشان یی ته ګران
وطنه
قربانووپرتا خپل ځان وطنــــــه
دمخــتلف نژاد قــومونـــه لـــری
بیروج یاقوت م
رجان لعلونه لری
ستا د بیرغ لاندی ژونـدون غواړو
تل داسلام په تا کښی شتون غواړو
داسیا زړه دافغان وطنـــــــــــــــــه
ښکلی دی نوم افغانستان وطنــــــه
ته د پخوا
نــه تاریخــونه لــــری
بیروج یاقوت مرجان لعلونه لری
ستا ښکلا هیڅ ځای کی پیدا به نشی
یوموټی خاوره دبل چا بــــــــه نشی
ستاپه ښا یًست پسی جهان وطنــــــه
کوی افسوس کوی ارم
ان وطنـــــــه
تـه منــظری ته ابشارونــه لــری
بیروج یاقوت مرجان لعلونه لری
ستا په ځنګلونو کی زمریا ن اوسیږی
هم ګړنـګو کی دی بـازان اوسیــــږی
ستا هر یوبوټی دی
دوا وطنــــــــــــه
هم دی اوبه لری شفا وطنـــــــــــــــه
چینی خـوړونه کـاریزونه لـــری
بیروج یاقوت مرجان لعلونه لری
زما نیکه او پلار پـه تا کی پیـدا
ستا په ماښام ستا په سبا
کی پید
ا
یم دکونړ جواد شیرزی وطنـــه
دکنډګل په قوم صافی وطنــــــه
لکه دمور په مونږ حــقونه لــری
بیروج یاقوت مرجان لعلونه لری
کونړ
پښـتون قا مبشپړ شعر ولولئ
پښـتون قا م
جوادالله شیرزی
ژبه می پـښـتو ده پـښـتـون قــام لـــرم
تـل خــپـلی پښــتـو تـه احــتـرام لـــرم
ټول ځدران ،خټک ،صافو ،مهمندو ته
زه ســلام ســلام ســهـار مـا ښــام لرم
زه که افریدی یـم کـه شـیــنــواری یــم
یو شان احترام په خــاص او عام لــرم
خیـر دی کـه د لــر یــم کــه د بـر یـمـه
یـو افـغان یـادیــږم نــنګ او نــام لـرم
ویـاړم پــه پــښــتو او پښـتـنو بــانــدی
بـل ورتـه د صلـحی یـو پــیغــام لـــرم
یـوبـل تـه لاسـونـه د ورورۍ ورکړۍ
ویـــنم کامــیـابــی ارزو مـــدام لــــرم
زه
جواد ٭ شیرزی ٭ شکـر ګذاریمه
یوخو یـم پښــتون اودیـــن اســلام لـرم
مزارشریف
تاریخ ۱۷-۰۱-۲۰۰۷