د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
جوادالله شیرزی

پښتا نه

ولـــــی خامــوش خامــوش پــراته دي زړور پښتـــانه
چـــــی بيــــلوي ددنـيــا خلـک لر او بر پښتــــــــــــانه



زمــونږ په مــنـځ یی بــل کــــــړی دنــفاق اورونــــــه
چی پورته نکړي بيا هغه د غيرت ســــر پښتـــــــــانه



ولی تيرباسی موسورپوستی داشـین سترګـی خــــــلک
هـميش د سوک بـدل ورکـړی په خنـــجــر پښتـــانـــــه



که مــــودخــپلی ځان ځانــۍ لاره بـــــــدله نــــــــــکړه
زمــــا په فــــکر به هميش وي در پـــه در پښتــــــــانه



د غزنـــــوي او ابـــــــدالي او د غـــــوري په شـــــانته
ځان غورځــوي په هــر ميدان او هر سنـــګر پښتـــانه



هغه باتور خوشحال خـټـــــــک اود مـيوند مـــــــــلالۍ
فخر کـوي ددوی په جنـګ او په هنــــر پښتــــــــــــانه



جــواد شــيرزيـه کړه راويـښ دا پښتـانه په پښتـــــــــو
چی پاک اسلام او خپلی خاوری ته شی سپر پـښـتــانـه

د شاعر نور شعرونه ←