د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
جوادالله شیرزی

پښـتون قا م

ژبه می پـښـتو ده پـښـتـون قــام لـــرم
تـل خــپـلی پښــتـو تـه احــتـرام لـــرم



ټول ځدران ،خټک ،صافو ،مهمندو ته
زه ســلام ســلام ســهـار مـا ښــام لرم



زه که افریدی یـم کـه شـیــنــواری یــم
یو شان احترام په خــاص او عام لــرم



خیـر دی کـه د لــر یــم کــه د بـر یـمـه
یـو افـغان یـادیــږم نــنګ او نــام لـرم



ویـاړم پــه پــښــتو او پښـتـنو بــانــدی
بـل ورتـه د صلـحی یـو پــیغــام لـــرم



یـوبـل تـه لاسـونـه د ورورۍ ورکړۍ
ویـــنم کامــیـابــی ارزو مـــدام لــــرم



زه
جواد ٭ شیرزی ٭ شکـر ګ‌‌ذاریمه
یوخو یـم پښــتون اودیـــن اســلام لـرم





مزارشریف
تاریخ ۱۷-۰۱-۲۰۰۷

د شاعر نور شعرونه ←