پښتو ادب · شاعران
علامه ابولفضل
د علامه ابولفضل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
دعلم زوربشپړ شعر ولولئ
دعلم زور
علامه ابولفضل
اوس لاومنه دپاک غـــــــــــني سبحان زور
هيڅ يې مه بوله کم بخته دخپل ځان زور
(۱) که يودم بطشِ شديد حکم صادر ک ړي
بې مانابه سی دځمکی اواســــــــــمان زور
(۲) هرمجاز له حقيقـــــــــــــــته پیداکيږي
دوجوب وزورته څــــــــــه دۍ دامکان زور
(۳) دنړۍ کتابخـانې يې کړې منسوخي
چي نازل سو له اســــــــــــمانه دقـرآن زور
(۴) عابدان اومعبوان يې تارپـتار کړل ÷
چي يې وليدَيْ ددين اودايــــــــمان زور
(۵)دتسليم پرسَجَّاده مخ پرسجده ږدي
څوک چي پېژني دځان اودجــــانان زور
(۶) دموسي دساحرانو پــــرلاردرومه
که دی ولیددموســـــــــی بِنِ عمران زور
(۷) ابراهيم غوندي دټولومخالف سه
ورښــکاره کړه ودنياته ديـــــــزدان زور
(۸)بيابېشماره دخدايي دعوې شروع سوې
دتوحيدپه توره پـرېکړه دشيطان زور
(۹) ابوالفضله ډېر دفضل دعوه ګيردي
راسربېره کړه دعـــــــــــلم اوعرفان زور
پرېږدهبشپړ شعر ولولئ
پرېږده
علامه ابولفضل
دابې مغزه بې وفا اشنايي پرېږده
بت شکن سه دبودا دلالي پرېږده
(۱):حيوانان ستاپرسوچونوباندي خاندي
عقلمنده راسه داهوښياري پرېږده
(۲):په ړندوستـــرګو وغره ته پورته کيږې
داناوړه بې عصاجاهلی پرېږده
(۳):ديـــــــــن له تاڅخه بېزاردئ ته له دينه
يااغيارسه يازمابېزاري پرېږده
(۴):يوکـــرداردي له ګفتار سره سم نه دئ
راسه ملا دابې مانا ملايي پرېږده
(۵):جن اوانس دواړه لعنت درباندي وايي
دالوټ ماره بې حياباچهي پرېږده
(۶):شیطان هم هغسي نه کړي چي يې ته کړې
پیره داسي برملاشیطاني پرېږده
(۷):سم پــــــه ډاګه داغيار بېرغ اوچت کړه
يادګبراوترساغلامي پرېږده
(۸):سرداري اونـــــــــــــوابي دي کړه مرداره
دامرداره ديغما نوابي پرېږده
(۹):دواړه مه پاله انسان سه ابوالفضله
سم پرلارځه نوره دابې لاري پرېږده
ترماغريب اخترهبشپړ شعر ولولئ
ترماغريب اختره
علامه ابولفضل
ترماغريب اخـــــــــــــــتره چاته راغـــــــــــــــلې
ونابلــــده کـــــه اشـــــــــــناتــــه راغــــــــــلـــــې
(۱) اشناخونه راځي په سترګوکــي څــوک
له مجبورۍ تــــــوري بـــــــــلاته راغــــــــــلې
(۲) ښه دۍ يوځل به ســره وکړوخـــــــواله
که يووارزماغريب وخواتـــــــه راغـــــــــلې
(۳) کله چي ځــې نوډک له غمه به ځــــــــې
ځکه غمجني کـــــــــربـــــلاته راغــــــــــــــلې
(۴) لکه چي زه داسي ته هم سوې تحريف
دســــازنده ؤ وسورناته راغــــــــــلــــــــــــــې
(۵) نه ابوالفضــــــــــــــل نه څوک تاپيژني
ونااشـــــــــنــــــــــــا فضا هوا ته راغـــــــــلې
لاسپوڅئبشپړ شعر ولولئ
لاسپوڅئ
علامه ابولفضل
څه چي کړې واړه دپاره داغيار کړې
بې ننګۍ داسي ذليل اوشرمسارکړې
(۱ )هغه دام چي زمادپاره رقيب کړ
په هغه ئې ته پخپله ګرفتارکړې
(۲) جن اوانس واړه لعنت درباندي وايي
خداۍ دهسی لعتنوسزاوارکړې
(۳) نه دځان سوې نه ديار نه داغيار سوې
نالایقه هنرداسی خواراوزارکړې
(۴)تاته هم وايم له ياره سره ياره
ډېرکارونه دبقریادحمارکړې
(۵)هسي يار پلمه کوې مطلب دي بل دۍ
په حلقه داذکرينوکښي قمارکړې
(۶)زه دي هرڅه په دقيق نظرڅارمه
هم مارګیر يې هم خويونه دښامارکړې
(۷)مرکبه جاهلی ده ابوالفضله
ګمان نه کوم چي يود ې هم پرلارکړې
زه مارګيريمبشپړ شعر ولولئ
زه مارګيريم
علامه ابولفضل
لکه څونه چي له ځمکي دۍ اسمـــــــــان هسک
دونه وبوله له تا څخه ځماشـــــــــــــــــــــان هسک
(۱)زه غلام دپــاک سبـــــــــــحان ته دشيطان يې
څونه بولي ترشيطان غني سبـــــــــــــحان هسک
(۲) ته دټولي نړۍ غل زه يې حافــــــــــــــــــــظ يم
ترغله څونه دۍ مقام دپاســـــــــــــــــبان هــسـک
(۳)زه مارګـــيريم ته ښامار دزمانــــــــــــــــــې يې
له تــــازه يم په رتبه کښي يوجهان هـــــــــــــسک
(۴)زه باغــــــــــــوان يمه دبــــاغ ته جيفه خوريې
ترانباردۍ څونه قدردبوســـــــــــــــــــــتان هسک
(۵)زه پـــــــــــــالونکَۍْ دانــــسان ته دحيوان يې
پورته ګوري ترحيوان څومره انســــــان هسک
(۶)ته اغيارته پر سجده يې زه ويـــــــــــــــــــار ته
څومره ډېردۍ تراغيارسردجــــــــــــــانان هسک
(۷)ابوالفــــــــــــــــــــــــضل يمه زه ته ابوجهل يې
ترجهل سخته ډېردۍ عــــلم اوعــــــرفان هسک