افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
لاسپوڅئ
څه چي کړې واړه دپاره داغيار کړې
بې ننګۍ داسي ذليل اوشرمسارکړې
(۱ )هغه دام چي زمادپاره رقيب کړ
په هغه ئې ته پخپله ګرفتارکړې
(۲) جن اوانس واړه لعنت درباندي وايي
خداۍ دهسی لعتنوسزاوارکړې
(۳) نه دځان سوې نه ديار نه داغيار سوې
نالایقه هنرداسی خواراوزارکړې
(۴)تاته هم وايم له ياره سره ياره
ډېرکارونه دبقریادحمارکړې
(۵)هسي يار پلمه کوې مطلب دي بل دۍ
په حلقه داذکرينوکښي قمارکړې
(۶)زه دي هرڅه په دقيق نظرڅارمه
هم مارګیر يې هم خويونه دښامارکړې
(۷)مرکبه جاهلی ده ابوالفضله
ګمان نه کوم چي يود ې هم پرلارکړې