د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
علامه ابولفضل

زه مارګيريم

لکه څونه چي له ځمکي دۍ اسمـــــــــان هسک
دونه وبوله له تا څخه ځماشـــــــــــــــــــــان هسک



(۱)زه غلام دپــاک سبـــــــــــحان ته دشيطان يې
څونه بولي ترشيطان غني سبـــــــــــــحان هسک



(۲) ته دټولي نړۍ غل زه يې حافــــــــــــــــــــظ يم
ترغله څونه دۍ مقام دپاســـــــــــــــــبان هــسـک



(۳)زه مارګـــيريم ته ښامار دزمانــــــــــــــــــې يې
له تــــازه يم په رتبه کښي يوجهان هـــــــــــــسک



(۴)زه باغــــــــــــوان يمه دبــــاغ ته جيفه خوريې
ترانباردۍ څونه قدردبوســـــــــــــــــــــتان هسک



(۵)زه پـــــــــــــالونکَۍْ دانــــسان ته دحيوان يې
پورته ګوري ترحيوان څومره انســــــان هسک



(۶)ته اغيارته پر سجده يې زه ويـــــــــــــــــــار ته
څومره ډېردۍ تراغيارسردجــــــــــــــانان هسک



(۷)ابوالفــــــــــــــــــــــــضل يمه زه ته ابوجهل يې
ترجهل سخته ډېردۍ عــــلم اوعــــــرفان هسک

د شاعر نور شعرونه ←