د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمد شفيق هېوادپال

د محمد شفيق هېوادپال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

8 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمد شفيق هېوادپال

خلكه لاړمه په مينه كې په دار شوم
لكه خال په ښكلي مخ د ښكلي يار شوم

يم بې هوشه كله لوېږم كله پاڅم
نه پوهېږم چې روان په كومه لار شوم

چې په څه ګناه دې ډلې ډلې خلكو
ورول راباندې كاڼي او سنګسارشوم

بس يواځې يې د سپينې خولې لپاره
د جانان د سپينې سپينې غاړې هار شوم

هېوادپاله بس په يو نظر يې يوړې
چې په وروسته وروسته تللمه ګوزار شوم

يو احساسبشپړ شعر ولولئ

يو احساس

محمد شفيق هېوادپال

داسې به څنګه وشي
چې له دې پاكې او سپېڅلې خاورې
د غم ټغر ټول شي او سوله راشي
خلك له يو بل سره مينه وكړي
د يو بل خيال وساتي
د بل په غم باندې غمجن شي
هم يې خپل وگڼي
خلك راپاڅي او يتيم ته پر سر لاس راكاږي
كونډو ته ښكلې لوپټې په سر كړي
دا پاكه خاوره د خپل ګران وجود
يوه برخه وګڼي
سمسوره يې كړي
د اغزو پرځاى ګلونو ته ځاى وركړي
له رنګونو ډك باغونو ته ځاى وركړي

د باروتو بوىبشپړ شعر ولولئ

د باروتو بوى

محمد شفيق هېوادپال

يوه خاوره، يو بچى، يو ولس او يو عزت دى
وروره راشه سوله وكړو دا لا څرنګه الفت دى

ته زما بچى راوژنې ته زما ښوونځي راسوځې
ټول جهان پر تا پوهېږي دا يو روڼ شان حقيقت دى

چانه ورك دي اولادونه څوك د غم پر ټغر ناست دي
د چا نيم وجود چې نه وي بيا هم وايي غنيمت دى

زما د پاكې خاورې ګل هم د باروتو بوى اخيستى
دا په خپله د دې سيمې د ښكلاوو هلاكت دى

نور به څه وايمه خلكه، تاسو ټول په دې پوهېږئ
هره خواته هېوادپاله، سم قيامت دى سم قيامت دى

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمد شفيق هېوادپال

راته يې مړه مړه راكتلې، چې باران راغى
جانان خوږې خبرې كړلې، چې باران راغى

پس له مودو نه مو د تېر په څېر په بيا بيا ځلې
د يو بل اوښكې پاكولې، چې باران راغى

په يو نظر يې زړه زما راته بېواكه كړلو
بس تورې زلفې مې شمارلې، چې باران راغى

كله به ما كله هغې په خپل خپل وار سره
د جدايۍ كيسې كولې، چې باران راغى

د يار ديدن ته هېوادپاله انتظار مې كړلو
د لاسو ګوتې مې شمارلې، چې باران راغى

پښتوبشپړ شعر ولولئ

پښتو

محمد شفيق هېوادپال

د ګڼو سترو پښتنو ژبه يم
هم د خبرو او شعرو ژبه يم
ډېرى زما په سر ولاړ دي، زما ننګه كوي
ډېرى ما مور ګڼي زما په خاطر مرګ قبلوي
څوك په واټونو لاريونونه كوي
چا د قلم په ژبه غوښتې يمه
چا تش په زړونو كې ساتلې يمه
ځينو له ياده يم ويستلې هېڅ تپوس مې نه كړي
كه حال مې داسې وي نو مړه به شمه
يو وصيت كومه
څوك چې ما مور ګڼي، نو خپله مور دې نه هېروي
د خداى (ج) لپاره د خپل زړه ټكور دې نه هېروي

دوستي ؟بشپړ شعر ولولئ

دوستي ؟

محمد شفيق هېوادپال

غاښ ماتوونكى ځواب

اوس مو په لاس كې دقلم نيول زغملى نه شي
اوس مو ښوونځى او ماشومان په كې ليدلى نه شي

وايي چې يار دې يم زما بچي دې خير دى كوي
خو ستا بچي هېڅكله تعليم رانه كولى نه شي

دغه لا څرنګه دوستي ده چې يې مونږ سره كړي
چې يې له وېرې څوك په ښار كې ګرځېدلى نه شي

راځئ چې واړه سره يو شو مېړني افغانان
غاښ ماتوونكى ځواب هېڅوك ردولى نه شي

د غويي څلورمه ۱۳۸۹لمريز كال،كابل

د ساز جامېبشپړ شعر ولولئ

د ساز جامې

محمد شفيق هېوادپال

د پورې كلي كوچۍ
نن يې هغه زړې خيرنې جامې بيا په تن وې
بيا يې د ښكلو سترګو
نظر زما په زړه كې لارې وكړې
لږه موسكۍ شوه په شا لاړه را ګوزاره شوله
خو د ښكلا ښاپېرو ونيوله پورته يې كړه
ما هم خپل ځان لكه شپونكى جوړ كړ
ګوتې مې ټينګې کړې پر خپلې شپېلۍ
او د كوچۍ د ښكلا
د خيال انځور لره مې
د ساز جامې واغوستې

د غويي ۲۰مه ۱۳۸۹لمريزكال، كابل، كليد راډيو

مرګبشپړ شعر ولولئ

مرګ

محمد شفيق هېوادپال

مرګ
د چا تربور د چا جانان وژني
يو څو بې وسه انسانان وژني

خدايه(ج)! دا مرګ خو لېونى کړې کنه
چې دلته راشي بس ځوانان وژني

دنيايې ټوله پريښې ګرځي پسې
د خړې خاورې افغانان وژني

دا ځل يې سم قسم خوړلى راته
لاندې موځمکه پاس آسمان وژني

راټوکېدلي پسرليه نوي
ستاد خوږې غېږې ګلان وژني

د هېوادپال سترګې ژړېږي ځکه
چې يې د ټول عمر ارمان وژني