د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمد جاوید شریفی

د محمد جاوید شریفی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

4 خپاره شوي شعرونه

دژوند لوبيبشپړ شعر ولولئ

دژوند لوبي

محمد جاوید شریفی

راباندی ژوند دغسی لوبی کوی
لکه دسیند دسر پنډوسکی چی وم
کله په سر داوبو کله په تل دخټی
را باندی لوبی کوې لکه پتنګ د خټی
کله په تیزه درومی کله کرار وی روان
کله دوبیږم پکی چی دی سر شار وی روان
کله می خان کړی دځان کله ګدا دجهان
کله پیغور دغربت کله شم شان دجانان
کله شم ستړی له ژوند بیا حوصیله وکړمه
کله شم وږی له دی بیا یو دمه وکړمه
زچی هر خواته ګورم خلک ژوندونه لری
ښی خوشحالی لری دوی خواږه خوبه لری
دوی بلډونګه لری ښکلی ګلونه لری
حوس سیلونه لری محبتونه لری
ماپکی هیڅ ونه کړل تمه دمرګ کومه
ستوری به کله ډوب شی تمه دسر کومه

دزړه حالبشپړ شعر ولولئ

دزړه حال

محمد جاوید شریفی

حال می دسوی زړه زه چاته وایم
که دقیامت په ورځ الله ج ته وایم
ډک می دوینو زړګۍ څوک و وینی
دچاودو پښو می که آشنا ته وایم
ډکی له اوښکو سترګی چاته ګورم
پورته آسمان ته صبر تاته وایم
چی دی راکړی نعمتونه قناعت پری کوم
لږ به ګیله دژوند بل چاته وایم
خدایه دا تریخ ژوند می نور ته راخوږ کړه
لږ رانیژدی شه مرور آشنا زه تاته وایم

تماشيبشپړ شعر ولولئ

تماشي

محمد جاوید شریفی

دميو جنګ كي مي پيـالي ماتي شوي
نن مي دحسن پيماني ماتي شوي

خواږه جانان راته په ناز وكتـــل
دتورو سترګو مي دميني تماشي ماتي شوي

نور رقيبانو ته مي
ځواب وركړ په زغرده سره
چي داغيار كور كي زما دا شب ګيري ماتي شوي

دتورو سترګو تور باڼو سيل مي تر ډيره وكړ
چي تر پلو لاندي سپين مخ توري آيني ماتي شوي

جاويده څومره و خواږه دسركو شونډو ګوره!
كه مي دا
تندي دشرابو په ويالي ماتي شوي

دجمال صفتبشپړ شعر ولولئ

دجمال صفت

محمد جاوید شریفی

ګلې دا ستا د ناز کاته به زما کله هیر شي
ستا په وربل کې زنګیده به زما کله
هیر شي

که جهان واړه شي له ښکلو نه ډک
ستا د خیالي سترګو باڼه به زما کله هیر شي

ښکلا دې دومره
اغیزمنه ده چې ښکته ګورم
د لېمو څنګ ته میلمانه به زما کله هیر شي

خواږه خوبونه د پستې مینې په غیږه ګرانې
ستا د زلفانو نڅیده به زما کله هیر شي

د ناز یوې خندا دې زړه را څخه لرې یوړ
د ګلابي شونډو خواږ
ه به زما کله هیر شي

زه به د حسن او جمال صفت تر کومه کوم
ستا اننګو کې زما زړه به زما کله هیر شي

د شریفي په ځیګر ناستې د بیلتون بلاوې
دیدار د حسن خندیده به زما کله هیر شي