د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
محمد جاوید شریفی

دژوند لوبي

راباندی ژوند دغسی لوبی کوی
لکه دسیند دسر پنډوسکی چی وم
کله په سر داوبو کله په تل دخټی
را باندی لوبی کوې لکه پتنګ د خټی
کله په تیزه درومی کله کرار وی روان
کله دوبیږم پکی چی دی سر شار وی روان
کله می خان کړی دځان کله ګدا دجهان
کله پیغور دغربت کله شم شان دجانان
کله شم ستړی له ژوند بیا حوصیله وکړمه
کله شم وږی له دی بیا یو دمه وکړمه
زچی هر خواته ګورم خلک ژوندونه لری
ښی خوشحالی لری دوی خواږه خوبه لری
دوی بلډونګه لری ښکلی ګلونه لری
حوس سیلونه لری محبتونه لری
ماپکی هیڅ ونه کړل تمه دمرګ کومه
ستوری به کله ډوب شی تمه دسر کومه

د شاعر نور شعرونه ←