افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
دزړه حال
حال می دسوی زړه زه چاته وایم
که دقیامت په ورځ الله ج ته وایم
ډک می دوینو زړګۍ څوک و وینی
دچاودو پښو می که آشنا ته وایم
ډکی له اوښکو سترګی چاته ګورم
پورته آسمان ته صبر تاته وایم
چی دی راکړی نعمتونه قناعت پری کوم
لږ به ګیله دژوند بل چاته وایم
خدایه دا تریخ ژوند می نور ته راخوږ کړه
لږ رانیژدی شه مرور آشنا زه تاته وایم