پښتو ادب · شاعران
عبدالحلیم همت وردګ
د عبدالحلیم همت وردګ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
7 خپاره شوي شعرونه
ګډې وډېبشپړ شعر ولولئ
ګډې وډې
عبدالحلیم همت وردګ
زه مين د شــــــا ليـــــلا پــــــه شونډوسرو يم
ځکه شپــه او ورځ مېشته په هسکو غرو يم
ما خپــــل هرڅــــه كړل قربان له خپل دلداره
وايي څوک؟؟ چې زه لـــړزان له غرغرويم
زه له نر دښمن نــــه نه درومم ګوښــــــه کې
ځغـــلولی د زمري پــــه پوست کې خرو يم
ما ونـــــــه ستــــــايـل پنځـــــــه دپښتو توري
ميــــراث خور د سرښنــــدنې د پــــــلرو يم
پــــه سواد کې مې هېــــواد له لاســـــه ورکړ
ګــــــډ پـــه لوڅو پښو ټولي ته د سپـــرو يم
په رڼا کې مې ځان ورک ولس مې ورک کـړ
راوتلی پـــــــــه لټــــــون کې د تېرو يــــــم
د جرګو مشـــري شغــــــال پــــــه کرشمو کا
وايي څو قدمـــــــه وړانـــــــدې ترزمرو يم
نن د وينــــو او ککـــــــرو بـــــــازار تود دی
سوداګــــــر زه د لبـــــــانو او ابـــــــــرو يم
ما ټوپک او توپ تــــه مه بوله "همتــــــــــه"
را وتلی زه پــــــــــه لټــــــــــــه د جرګو يم
د پسرلي هرکلیبشپړ شعر ولولئ
د پسرلي هرکلی
عبدالحلیم همت وردګ
هر کله راشې پسرلیــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه په لېمو د منو
په ښار او کلي په بېـــــــــــــــــــــــــــــدیا او په ورشو د منو
سپرلیه جګي جګي راشــــــــــــــــــــــــــــــه هوسونه راوړه
زما د مړاوو هیـــــــــــــــــــــــــــــلو بڼ ته څه ګلونه راوړه
دغـــــــــــــــــــــــه بل تېر کال د تربور ؤ که د ورور بهاره
زما تر کور کلي چې راغی ډېر پـــــــــــــــــــــه شور بهاره
غرونو لمنې ورتـــــــــــــــــــــــه شنې کړې واورې والوتلې
هم د ریدي دګل له غېــــــــــــــــــــــــــــږې خاورې والوتلې
غوټیو شونډې ګلابي کړې په سینــــــــــــــــــــګار لګیاشوې
بلبلې راغلې په ځنګل کې په ګفتـــــــــــــــــــــــار لګیا شوې
شپنو شپېــــــــــــــــــــلۍ په نغمو پو کړې تنکي وري رمېدل
خړې رمې به وې د پسو هم به سېــــــــــــــــــــــرلي رمېدل
په شرنګېــــــــــــــــــــــــــــدو شول د بزګرو د قلبو زنګونه
هم پــــــــــــــــــــــــــــه هجرو کې د ځوانانو د میلو زنګونه
هر یوه ګودر ته مستو پېغـــــــــــــــــــلو قطارونه جوړ کړل
دوی د نرګس څخـــــــــــــــــــه و غاړو ته هارونه جوړکړل
ښوونځۍ پیــــــــــــــــــــــــــل ماشومان به په خوښیو ورتلل
هم فاکولتو ته محصـــــــــــــــــــــــــلین په خوشحالیو ورتلل
لنـــــــــــــــــــــــــــډه به وایم، هر وګړي خوشحالۍ لمانځلې
د نوي کال یې ډېر په مینـــــــــــــــــــــــــه سوکالۍ لمانځلې
خو ورځ لا تېره نـــــــــــــــــــه وه هر څه په ژړا بدل شول
د پلار په اوښـــــــــــــــــــکو او د مور په وا ویلا بدل شول
هغـــــــــــــــــــــــــه په شنو ونو کې پټ کلی په اور بدل شو
هغه زرغون ښایستـــــــــــــــــه غر په سوي سکور بدل شو
په شنــــــــــــــــــــــه ورشو کې د ځوانانو هدیره جوړه شوه
زلمو او نجونو ته په یو دم مقبـــــــــــــــــــــــــره جوړه شوه
هرڅه تباه شول زوی د پلار او ورور له وروره ورک شول
هم له جومات ، هم له هجــــــرې او هم له کوره ورک شول
نو
آیا ته هم په هغه ګام پــــــــــــــــــــــــــــه هغه پله رادرومې
له خوشحالیو یې خپه د ویر پـــــــــــــــــــــه خوله رادرومې
آیا ته هم د خاټول زړه ته نور داغونــــــــــــــــــــــه راوړې
آیا ته هم له ځان سره موږ تـــــــــــــــــــــــــه بمونه راوړې
آیا ته هم د غره نښتــــــــــــــــــــــــر تراشې تابوت جوړوې
ښکلو وږمو کې د ناورین موږ تـــــــــــــــه کالبوت جوړوې
آیا ته بیا دا وچې شونډې یتیمــــــــــــــــــــــــــــــــان ژړوې
راته ته بیــــــــــــــــــــــــــــــــــا دا نازولي ماشومان ژړوې
آیا ته بیــــــــــــــــــــــا زموږ دا بورې په سلګو کې غواړې
آیا ته بیــــــــــــــــــــــا زموږه ژوند هاغه مرګو کې غواړې
که چېـــــــــــــــــــرته داسې وي بس دومره مې زاري ومنه
جرګې د اوښــــــــــــــــــــــکو مې په مخ باندې جاري ومنه
نور داسې مه کوه په ښـــــــــــــــــــه مرغ۱ په ښه مینه راشه
زموږ ترکلي ګلورینـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه نازنینه راشه
موږ تـــــــــــــــــــــــه له ځان سره نن زېري د یوالی راوړه
د بربادۍ پر ځای خبـــــــــــــــــــــــــــرې د ښه والي راوړه
پروردګاره زموږ منځ تــــــــــــــــــــــــــــه ورورولي راوله
چې مو ډاډه کړي موږ تـــــــــــــــــــــــــــه هغه تسلي راوله
همت کړل لپــــــــــــــه لاس له خدایه خوښ بهار به غواړي
ورسره مینـــــــــــــــــه ورورولي او خپل اختیار به غواړي
کابل
۱۴/ ۱۲/ ۱۳۸۹
۱ مرغ = فال، ټنډه، قسمت
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالحلیم همت وردګ
په دې پوه شه ای زړګیه چې دا کار د لېونو دی
چې د یار تر کوره راغی دا اختیــار د لېونو دی
دا دنیا ورته عبث ده وار له مخه لاس په سردي
له حســـرت او له عیشونو تل انکار د لېونو دی
ځان له خاورو سره یو کا بیا ټولنې ته رادرومي
د ښکلاؤ په بازار کې دا سینـــــــګار دلېونو دی
دا له ورایه معلومېږي زړه او ینه یې کبــاب دي
پدې پوه شه محتســــــــــــبه دا بادار د لېونو دی
لېونی دی ساده نه دی چې د دار پر تخته خاندي
په لباس یې مه تېروزه دا هوښــــیار د لېونو دی
که خودي د وي په سرکې دغه لوري ته رانشې
د نګار په محله کې نن بنــــــــــــډار د لېونو دی
ستا هم سد له سره تللی له جنونه خبـــــــر نه یې
هسې خوشی د تړلی نن دستــــــــــار د لېونو دی
خلکو وګورئ "همت" ته څه په ګډو وډو سردی
دم ګړۍ مخکې زاهد ؤ خو اوس یـارد لېونو دی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالحلیم همت وردګ
نن مې بيـــــا په خوب ليدلې شنډې سرې دي
د فراق څړيــــكې مې بيـا په زړه خورې دي
له خورو څڼـــــو مې جوړ ځان تـه بالښت كړ
خبــــر نـــــه وم چې دا زلفې ځـــــــولنې دي
دمولا انځـــــــور ښـــــكاره شو اننـــــګو كې
را ژوندۍ ځكــــــه د مينې مرحــــــــــلې دي
د سر سترګې په باغچــــــه كې ليـــــدل نه كا
د زړه سترګې مې ديـــــــار په لور كږې دي
دزړګي حـــــال را نه څـه پوښتئ ملــــــګرو
پـــــه ګوګل كې مې د اور بــــــــلې لمبې دي
نـــــه زه ګرم يم نـــــه نـــــــګار ملامت بولم
دازمان پــــــه مونږه كــــــــړې مسخرې دي
چې مې يار په خوب كې وليد سور اوتال شوم
ځكــــــــه ما پـــه ټېــــــكه كړې ميـــكدې دي
پــــه هـــــر غم كې د هوس څپې پوښـــــــلې
له مـــــا وركې دغــــه واړه ســــلســــلې دي
پــــه جومات او خاناقــــا كې مې ونه مونــــد
كورتـــــه لارې د ســـــاقي ډېرې اوږدې دي
خلكـــــه ګرم يم ملامت يم يــــــارتـــــه پړ يم
وركې كــــــړې مې د عشـق ټولې كوڅې دي
شېخعلي ، جغتو، وردك
مینهبشپړ شعر ولولئ
مینه
عبدالحلیم همت وردګ
د عاشق د ژونـــدون راز دى لار يې كنـــــــدې ا و كپرې
ناكامي كه پـــكې نشتـــــه كاميــــابي هم ښـــــــكاري لرې
چې په مينه ځان خوار نــكړي د ليــــــلا ښكلول ګران دي
پــــه تــــلي كې د درياب وي يـــــاره اصلې مرغــــــلرې
چاچې مينـــــه كړې نوي پـــــدې راز كلـــــه پوهېـــــږي
چې دا سيــــخ د كبـــــابي دى كــــــــه پېتې ده د مصورې
له دردونو يې قربان شم له ستــــړيايې صــــدقــــــــــه شم
دا ترخه زهري غوړ پونه يې خواږه دي تر شـــــــــكرې
د هر چا خوښه ده بېله د چا سپين خو ښ د چـا تو رخوښ
تر داګــــرده نړۍ ښې دي ماتــــه دوې د يــــار خبـــــرې
يـــــار پـــــه شنـــــډو جام نيولى دسينې خم تــــه مې بولي
بېلتون وار كوي پـــــه توره غمازان نيسې سنـــــــــــګرې
پـه يوه رپ كې يې په زړه كې را له غېشي تېره خښ كړل
د آشنا تر بڼو لانــــــدې راتـــــــــه پټې وې لښـــــــــــكرې
يــــاره نور څـــــه رانــــــه پوښتې دآشنا له ښــــــكلا ګانو
پــــه مزار يې خوبـــان پنـــــډ دي ښاپېـــرۍ يې منجوري
د "همت" پـــه حال خبر شه او بياعشق ته ځان چمتو كړه
مينې شل پـــه غبرګو پښو كړ ورنـه پرې يې كړې وزرې
(جغتو)
ياريبشپړ شعر ولولئ
ياري
عبدالحلیم همت وردګ
لاړم پـــه تمــــه د آشنـــا كوڅې تــــه د يــارانه راتــــه هېڅ پتــــه نــــــه وه
پــــــــه كــــړكېـــــچنو او ازغنو لارو در تــــه ئې لاړم څو كــرتـــه نـــــه وه
د بـام له سره پـــه خنـــــدا شوم بدنام دامې لا غېـږې تــه را ښكتـــــه نه وه
زه شوم تورن، ليــــلا بـدنـــامه شوله له مــــا ســـره لاهمصحبـتــه نـــه وه
دبېــلتانه سپــــاهيان رقيب راغوښتي پـــه شا ليـــلا كې ملامتــــه نـــــه وه
زه خو پوه نشوم چې دا څه پېــښېږي دا هم آګاه لــــــه دې علتـــــه نـــه وه
پـــه اورېــدو ئې د خنـدا مجنون شوم لا مې ليـــدلې ســـــلا متــــه نــــه وه
"همت" پــه بېــــړه ځولنې كـړ خلكو لا د يـــارۍ كيــــسه جوتـــه نـــــه وه
نګاربشپړ شعر ولولئ
نګار
عبدالحلیم همت وردګ
نګاره پــــــــــه سرو لپو كې نن ښې سړې اوبــــــــه را
دا تـــږى زړه مې سوزي زركړه زركړه لږ قــــرار را
مچو مې كړه او ښكول مې كړه بيا غيږې ته مې لنډ كړه
را لنــــــــډ د اننـــــــــــګي كړه ماتــــــه هم د مچو وار را
د مور زړه يې نرى ؤ پــــــه ګـودر كې مې راضي كړه
ورځمـــــــه ننواتې لږ شــــــان پتـــــــــــــــه يې دپلار را
دزړه ويجــــــاړ برجونــــه مې مـــــدام پـــــــــه ګټو ولې
په شنــــــډو د ږدم شنــــــډې، دومره ماتـه نن اختيار را
پـــــــه لاس كې د نيولى ســــــاقي جـــام دى كه بـــاده ده
د خداى لپـــــاره مـــــــا ته د همدغې پيــــــــــــالې وار را
له اوښكـــــو مې جوړ كړى دى امېل دزړه پـــــــــه نظم
راوړى مې پـــه ناز دى سپينې غاړې تـــــــه خو لار را
"همتــــه" تــــه بـــــه څـه غواړې له ربه خداى خبــر دى
دنيا د ټوله ستــــــا وي خو زما غيـــــــږ كې نــــــګار را
(كابل)