د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1684 شاعران11067 شعرونه
عبدالحلیم همت وردګ

مینه

د عاشق د ژونـــدون راز دى لار يې كنـــــــدې ا و كپرې
ناكامي كه پـــكې نشتـــــه كاميــــابي هم ښـــــــكاري لرې



چې په مينه ځان خوار نــكړي د ليــــــلا ښكلول ګران دي
پــــه تــــلي كې د درياب وي يـــــاره اصلې مرغــــــلرې



چاچې مينـــــه كړې نوي پـــــدې راز كلـــــه پوهېـــــږي
چې دا سيــــخ د كبـــــابي دى كــــــــه پېتې ده د مصورې



له دردونو يې قربان شم له ستــــړيايې صــــدقــــــــــه شم
دا ترخه زهري غوړ پونه يې خواږه دي تر شـــــــــكرې



د هر چا خوښه ده بېله د چا سپين خو ښ د چـا تو رخوښ
تر داګــــرده نړۍ ښې دي ماتــــه دوې د يــــار خبـــــرې



يـــــار پـــــه شنـــــډو جام نيولى دسينې خم تــــه مې بولي
بېلتون وار كوي پـــــه توره غمازان نيسې سنـــــــــــګرې



پـه يوه رپ كې يې په زړه كې را له غېشي تېره خښ كړل
د آشنا تر بڼو لانــــــدې راتـــــــــه پټې وې لښـــــــــــكرې



يــــاره نور څـــــه رانــــــه پوښتې دآشنا له ښــــــكلا ګانو
پــــه مزار يې خوبـــان پنـــــډ دي ښاپېـــرۍ يې منجوري



د "همت" پـــه حال خبر شه او بياعشق ته ځان چمتو كړه
مينې شل پـــه غبرګو پښو كړ ورنـه پرې يې كړې وزرې
(جغتو)

د شاعر نور شعرونه ←