د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالقهار کټوازی

د عبدالقهار کټوازی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

6 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالقهار کټوازی

مونږ د انسانیت په فلسفه روان
اوس هم لکه تیر وخت په جرګه روان

هر څه چي کوو په صداقت يي کړو
ویره نه کوو له چا، مونږه یو، سیده روان

غږ مو د یووالی دی غږ مو د جوړوالي دی
مونږه په دي لاره کي، ښه یو په مزه روان

ایا زه به یم ژوندی؟هغه ورځ به کله وي
کله چي وي لراوبر، دواړه په میله روان

دا یو حقیقت ګڼم دا د خوب لیدل نه وو
دا چي په یوه لویه لار، زه وم او هغه روان

اوس به وي بری زمونږ، ښه به بریالي راځو
خپل چی کړو قلم کتاب شو په دي وسله روان

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالقهار کټوازی

سپیني کوتري زما پیغام وطن ته ورسوه
زما دزړه همدا مرام وطن ته ورسره

د وطن خلکو باندي وغوړوه ښکلي وزر
زما تحفه ښکلی سلام وطن ته ورسره

سپیني کوتري!داسي هم وکړه زما لپاره
د سولي پاک ،سپیڅلی نام وطن ته ورسوه

سپیني کوتري !د ورورئ خبر مي ورور ته یوسه
زما داهیله ،دا کلام وطن ته ورسوه

زما سوچونه او خیالات ټول د وطن لپاره
زما د ژوند دغه الهام وطن ته ورسوه

زما دزړه په درد خبرې د هوا کوتري .
نو دغه درد مي نن ماښام وطن ته ورسوه

هندوستان

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالقهار کټوازی

زه چي ورته ناست به وم نه هغه لیلا نه راځــــي
ټول وخت په ژړا یمه په خوله مي خندا نه راځـــــي

څه وکـــــــــــړمه دا قسمت به زمـــــــا وي نو
کله چي یار جوړ کړمه هغه په وفا نه راځـــــــــــــي

څه وخت چي زه دوه یاران یــــو ځای ویـــــــــنم
هغه وخت دا سوال کوم چي ولي عقبی نه راځي

کله وخـــــــــــت بـیا یاره دومــــــــــره وژاړم
ډير ژړیدونه مي په سترګو ژړا نه راځـــــــــــــــي

راشه چي د مـــــــینی لاس یو ځای کړو مونږ
دا وخــــت رانه تلـــــــونکی ده بیا نه راځـــــــــــي

کلک تصمــــــــــیم زمونږ د بري شرط ګڼـــــــــی
ګرانه! د هدیري نه مو نیکه او بابا نه راځــــــــــــی

زه قهار په همــــــــــدی وجه خــــــفه یمه
دلته چي تیر شوی میرویس خان احمدشا نه راځي
هندوستان 19/3/2011

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالقهار کټوازی

دا په لر دی که په بر دی یو پښتون دی
چی په دښته او په غر دی يو پښتون دی

هیڅ نفاق یی نه منمه زما وروڼو
دازما د تن وزر دی یو پښتون دی

د خوښی او دیوالی ژوند یی غواړم
که په کوټه پیښوردی یو پښتون دی

دا دنوم په سر کی (پ)ده تاسو پوهیژی
داپیاوړی زړور دی یوپښتون دی

ددښمن ملایی ماته په هروخت وی
دا تاریخ چی منور دی یوپښتون دی

زه قهاریی تل سرلوړی غواړم خدایه
ځکه دامی دزړه سر دی یوپښتون دی

زه پښتون یمبشپړ شعر ولولئ

زه پښتون یم

عبدالقهار کټوازی

زه پښتون یم بښتنو سره به ګرځم
د دی وشخت له شمله وره میړنو سره به ګرځم

څوچی وس او توان می وی پښتو به پالم
دغلیم په مقابل کی شازلمو سره به ګرځم

زه مین په ازادی یم غلامی منلی نه شم
دمیرویس نیکه لمسی یم کارنامو سره به ګرځم

ماته مورچی پښتنی شیدی راکړی
هر افغان ته احترام کړم د جرګو سره به ګرځم

دملالی د میوند ناری می یاد دی
بنډل بنډل کتاب او تاریخو سره به ګرځم

د وطن مینه میراث کی راته پاته
هر افغان راته خپل ورور ده دخپل ورور سره به ګرځم

په زانګو د دی وطن کی یم لوی شوی
هرظالم د سترګو خاریم افسانو سره به ګرځم

زه ؛قهار؛ هم د دی قوم له جملی یم
څوچی روح می وی په تن کی د جذبو سره به ګرځم

هندوستان کټک ښار
۲۲/۰۷/۲۰۱۰

وژاړمهبشپړ شعر ولولئ

وژاړمه

عبدالقهار کټوازی

وژاړمه مات شمه قطره شمه
هغه وخت وطنه چی زه تا په خوب کی ووینم

کښینمه دځان سره سوچونه او فکرونه کړم
کوم وخت چی افغان په واویلا په خوب کی ووینم

وژاړمه ځان سره ستا ټول حالات روښانه کړم
هغه وخت وی ګران چی زه ژړا په خوب کی ووینم

وژاړمه کله چی یتیم په ژړا سر ناست وی
کله وخت بیا کونډی اوښیرا په خوب کی ووینم

وژاړمه کوم وخت چی می ذهن ته شهیدان راشی
ځینی وخت بیا خوښ شم احمدشا په خوب کی ووینم

وژاړم وطنه! وطن فروشو ته دی ژاړم
کله چی ګرګین سره غازی امان الله په خوب کی ووینم

وژاړمه ! اوس حالاتو ډیر زه خفه کړی یم
کله روس ظالم او کله حالآ امریکا په خوب کی ووینم

وژاړم زه قهار له ځان سره ډیر وژاړم
کله چی دا بعضی بی غیرته افغانان په خوب کی ووینم

هندوستان کټک ښار