افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1207 شاعران8588 شعرونه
غزل
مونږ د انسانیت په فلسفه روان
اوس هم لکه تیر وخت په جرګه روان
هر څه چي کوو په صداقت يي کړو
ویره نه کوو له چا، مونږه یو، سیده روان
غږ مو د یووالی دی غږ مو د جوړوالي دی
مونږه په دي لاره کي، ښه یو په مزه روان
ایا زه به یم ژوندی؟هغه ورځ به کله وي
کله چي وي لراوبر، دواړه په میله روان
دا یو حقیقت ګڼم دا د خوب لیدل نه وو
دا چي په یوه لویه لار، زه وم او هغه روان
اوس به وي بری زمونږ، ښه به بریالي راځو
خپل چی کړو قلم کتاب شو په دي وسله روان