افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
سپیني کوتري زما پیغام وطن ته ورسوه
زما دزړه همدا مرام وطن ته ورسره
د وطن خلکو باندي وغوړوه ښکلي وزر
زما تحفه ښکلی سلام وطن ته ورسره
سپیني کوتري!داسي هم وکړه زما لپاره
د سولي پاک ،سپیڅلی نام وطن ته ورسوه
سپیني کوتري !د ورورئ خبر مي ورور ته یوسه
زما داهیله ،دا کلام وطن ته ورسوه
زما سوچونه او خیالات ټول د وطن لپاره
زما د ژوند دغه الهام وطن ته ورسوه
زما دزړه په درد خبرې د هوا کوتري .
نو دغه درد مي نن ماښام وطن ته ورسوه
هندوستان