د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

بسم الله وردګ

د بسم الله وردګ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

10 خپاره شوي شعرونه

حــــــــــــــــــريــــــــتبشپړ شعر ولولئ

حــــــــــــــــــريــــــــت

بسم الله وردګ

بشــــــريت او انســانيت دښمــــنان
دپاک اســلام او د افــغانیت دښمـنان
په خپـــــلو لاســـو دا ملـت قتـــلـو ي
دا د سمــون او عـــدالـــت دښمــــنان
دلـته راغلـــي دوي فــــساد خپــــروي
د پاک قـــــران او شـريعت دښمــــنان
دوی له فضا او ځمـکې اور را شینـدي
داصــليبـــيان د حــقانـیت دښمــــنان
وردګــه ځــواک د پښتنــو ختموي
حــق د دې واړو پــرګنــو ختــموي

انګارونهبشپړ شعر ولولئ

انګارونه

بسم الله وردګ

د دې ژوند سختو شېبوکې، بس غمونه شول راپورې
یو خو لرې یم له کـوره ، بل دردونه شول را پــورې
واويـلا راځي غـوږو ته، بـس فغان راځي غــوږو ته
زه بـې وسه شومه ګـوره، ځنځيـرونه شـول راپـورې
د ځان غم راسره نشته، ستا بيلتون په رنـځ اخته کـړم
خوځـېدی نشم له ځـايه، چې زخمـونه شول راپــورې
ستا د عمر ګل خـزان شو، ساه پـرواز وکړ سبحان ته
دا خبرچې تر غــوږ شـو، پـرهــرونه شول را پــورې
هغه دم په ما محشـر شو، چې د مرګ څـپو پناه کړې
ړنا ورځ راته تـورتـم شوه، تورتمـونه شول را پورې
زه پردېـس تکي تنها وم، چې د اوښکوکاروان راغی
بيا د عمـر په سفــر کې، تـوپـانـــونه شول را پــورې
هرې خواته چې نظرکړم، ستا انځورمې ځیرته خاندي
واخ د اوښکو په ویالو کې، انځورونه شول را پـورې
زه وردګ شولم بــی وسه، چــې جانان راڅخه ولاړو
ستـا د هـر ټکي په یاد کې، انګارونه شول را پــورې
په درنښت
بسم الله وردګ

ملګريبشپړ شعر ولولئ

ملګري

بسم الله وردګ

رښتيا که درته ووايم غمونه راملګري دي
هرې خواته دروموم دردونه راملګری دي

زه خو په ظاهر کې ښه هوساه يمه
نه دی حقيقت په خدای اورونه را ملګري دي

یاره نه لرم قرار په لراو بر افغان کې زه
هری خواته ځمه کړاونه را ملګري دي

ځه وکړم جانانه چې قسمت مې په ټکر کې دی
زما یې څه ګناه ده کړاونه را ملګري دي

زه بسمل وردګ خو نن د ايوو په دښته پاتې يم
نه رسم منزل ته طوفانونه را ملګري دي

چين _ ايوو ښارګوټی

عبرتبشپړ شعر ولولئ

عبرت

بسم الله وردګ

تور او سپين خلک روان دي
ټول په ګټه د خپل ځان دي
نه يي مينه او الفت شته
نه یې مهر او محبت شته
ټول کاږه واږه روان دي
څه دوه مخي انسانان دي
نه یې زړه کې صداقت شته
نه کرم نه یې عزت شته
زمونږ مرګ د دوی ارمان دی
دا یې عهد دا یې پیمان دی
دوی چې ختمه یارانه کړه
زموږ یې ختمه حوصله کړه
را څرګند یې اصلیت شو
دا بسمل ورته عبرت شو

چين _ ايوو ښارګوټي

ساړهبشپړ شعر ولولئ

ساړه

بسم الله وردګ

داسې ښکاري چې یو نه یو
که څه هم چې خوله په خوله يو

هر يو وار ته سره ګورو
د مورچل په ژوند پراته يو

په ظاهره سره خاندو
حقیقت غوښه، چاړه يو

يو د بل د سترګوخار يو
د دوستۍ په زړه ساړه يو

نه د ژوند په مزه پوه يو
نه صنم تر څنګ ويده يو

دا ځواني مو هسې لاړه
ارمانونو پسې مړه یو

زه وردګ داسې ګمان کړم
یو د بل هدف ته پړه یو

چين _ ايوو ښارګوټي

نظــــــــــمبشپړ شعر ولولئ

نظــــــــــم

بسم الله وردګ

زه ملنګ شـوم، زه فقیرشــــــــوم
ته نامتو شوې شـهزاده
شــــــــوې
زه لار ورکی سرګـردان شــــــوم
ته په خنـدا په ننــــداره شــــــوې
زه مظلـوم شوم، آواره شـــــــــوم
ته مې مــرګ ته آماده شــــــــوې
کتــــــابتون د خیال تــه راغــــلې
یو تاریخ یوه
خاطـــــره شــــوې
تا مې واک را څخــه واخــــیست
ته ځیــــــګر ته کومانده شــــوې
زه بسمـل شوم زه وردګ شــــوم
ته سپین سترګې پيمــانه شــــوې
په مينه او مننه

انتحار او انفجاربشپړ شعر ولولئ

انتحار او انفجار

بسم الله وردګ

انتحار او انفجار

زه د توري د قلم سره اشنا يم

شاهين يم هسکوغروسره اشنا يم

نن چي څه کړی انجام ته يه ځيرشه

د ډ ګر د سرو لمبو سره اشنا يم

انتحار او انفجار يو جهالت دي

پاک قران له اياتو سره اشنا يم

د ځانمرګو مخه و نیسه غلیم
ه

د مرميوله شپيلو سره اشنا يم

که يه نه منی و پوښته انګريز نه

زمری يم لويو درو سره اشنا
يم

د وردګ له دې بیتونو عبرت واخله

افغا نان يو له ځوابو سره اشنا يم

په درنښت

بسم الله وردګ

چين _ ګانجو

رقيبهبشپړ شعر ولولئ

رقيبه

بسم الله وردګ

رقيبه

ستا دی لاسه نن رقيبه زه بد نا مه ګرځم

نمې هويت نمې عزت
هسې بی شانه ګرځم

چيري چې ځم نيم کرار غليم پيغور را کوي

يمه لارورک اوسرګردان هسې هيرانه ګرځم

زما جانان څومره ساده لاوس رقيب سه مل دي

په دی نړی کی شوم تنها ډک له ارمانه ګرځم

ورد
ګه مل شه په دی لاره نن تنها ، تنها يم

څومره نن لری دخپل ګران پښتونستانه ګرځم

په درنښت

بسم الله وردګ

چين - ارومچي

نظمبشپړ شعر ولولئ

نظم

بسم الله وردګ

نظم
په ځان پوهيږم له شپو سه په ټکر کی يمه

رڼا خو ورک شو له
تيارو سه په ټکر کی يمه

خدايه څه راسره کيږی ليونی شومه زه

اوس د زمان له دی
شيبو سه په ټکر کی يمه

په ز ندان پروت يم شاه خوا ته ګورم

بيا د ځنځير او زولنو
سه په ټکرکی يمه

وردګه څه وکړم ؟ هيران يمه نن

په هر قدم د سره لمبو سه په ټکر کی يمه

بسم الله وردګ

هيوادبشپړ شعر ولولئ

هيواد

بسم الله وردګ

ته می مينه محبت يي
ته خو زما د نوم عزت يي
زه خو ستا په ډاګو وياړم

ته زما شان و شوکت يي
ته ډګر د ازا دی يي
ته زما ضمير صفت يي
يه مورچل د افغانانو
دپښتون دزړه فرحت
يي
په ګوټ ګوټ کی دلعلونه
د وردګ د زړه قوت يي