د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
بســم الله وردګ

حــــــــــــــــــريــــــــت

بشــــــريت او انســانيت دښمــــنان
دپاک اســلام او د افــغانیت دښمـنان
په خپـــــلو لاســـو دا ملـت قتـــلـو ي
دا د سمــون او عـــدالـــت دښمــــنان
دلـته راغلـــي دوي فــــساد خپــــروي
د پاک قـــــران او شـريعت دښمــــنان
دوی له فضا او ځمـکې اور را شینـدي
داصــليبـــيان د حــقانـیت دښمــــنان
وردګــه ځــواک د پښتنــو ختموي
حــق د دې واړو پــرګنــو ختــموي

د شاعر نور شعرونه ←