افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
نظــــــــــم
زه ملنګ شـوم، زه فقیرشــــــــوم
ته نامتو شوې شـهزاده
شــــــــوې
زه لار ورکی سرګـردان شــــــوم
ته په خنـدا په ننــــداره شــــــوې
زه مظلـوم شوم، آواره شـــــــــوم
ته مې مــرګ ته آماده شــــــــوې
کتــــــابتون د خیال تــه راغــــلې
یو تاریخ یوه
خاطـــــره شــــوې
تا مې واک را څخــه واخــــیست
ته ځیــــــګر ته کومانده شــــوې
زه بسمـل شوم زه وردګ شــــوم
ته سپین سترګې پيمــانه شــــوې
په مينه او مننه