پښتو ادب · شاعران
محبوب شاه محبوب
د محبوب شاه محبوب پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
8 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محبوب شاه محبوب
تـــــه د خــېرات په بـانـــه راغلـــــــې اوس قلنګ غواړې
زه امـــــن غـــواړمه ملــــــنګه خــــــو تـــه جــــنګ غواړې
دېرې شوې شاړې زلمي مړه دي سيتار هم مات شوى
اوس رانه ولې د مات شـــــوي سيتـــار ترنـــګ غواړې
د رڼا ګانــــو په ښـــــار ورکــــه پـــه مــــاڅــــه تــــېر شوي
ته اوس لا هاغسې خوبــــــونه څنـــــګ په څنګ غواړې
زه مې د مور د دوايي پېســــــو تـــــه هــــــم حـــــيران يـم
وړوکى خانه زه يې د کومــــــه کـــــــــړم ته بنګ غواړې
ګوره ښه پوى يې چې نکريزې په ښادۍ کې ښـــې وي
ته د باردو سوي چـــم کـــــــې هــــــم لونـــــــګ غــــواړې
زه يو تالا کنډر ته ناســــــت يمــــــه خپـــل غـم مې ژاړم
ته د محبوب نه څه د شين پــــسرلي رنـــګ غــــــواړې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محبوب شاه محبوب
بس کړه صنمه رانه لـرې لاړ شـــــــــــــــــه
ميرات شــې غمــه رانـه لــرې لاړ شــــــــه
دا ستــا ناترسو ســــترګــو دا وکړل چې
شـــومـــه بې دمـــــه رانه لــــرې لاړ شـــــه
اوښــــکې يې پاکـــې کړې او ويـې ويل
د ستـــرګــــو نمـــه رانــــه لـــرې لاړ شـــه
ما فيـــصله کـــړې چـــــې زه مـــې د زړه
تمبــــې تــــــړمــــه رانـــــه لــــرې لاړ شـــه
اوس مې د زړه په کور کې نه ځاييـږې
نـــور دې شـــړمـــه رانه لـــرې لاړ شـــــــه
دومره نږدې مې خواتــه مـــــه ودريــــږه
يو څــــــو قــــدمـــــه رانــــه لــــرې لاړ شه
خود چې به تا په کې خپل ځان نه ليده
سترګې ګنډمـــــه رانـــه لــــــرې لاړشـــه
څۀ په اســــانه دې محـــبوب تــــه وويل
مجبـــــوره يمـــه رانـــــه لـــــــرې لاړ شه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محبوب شاه محبوب
اوس مې په غزل کـې هاغه رنــگ نشــته
شونډو کې موسکا د سترگوجنگ نشته
ديــــري موشــاړي يــاران ورک له مــاشــو
ځـــکه چـــلـــم کــې مــو اوس بنــگ نشـته
څـــومــــــره خفـــه يــي د چــينــي چــينــــاره
چــي د مطـــرب د ربـــاب ترنـــگ نشتــــه
مـــلاله گور کـــې په افســـــوس پـــرتــــه ده
چـــې د پښـــتـــون د تـــوري کړنـگ نشته
څنــــگه بــــه وليــــکې غـــزل (محــــــبوبـه )
چې د ليـــلا د بنــــگړو شــــړنــــگ نشتــه
خو تا نه هيرومبشپړ شعر ولولئ
خو تا نه هيروم
محبوب شاه محبوب
له سترګواوښکې تويومه خوتانه هيروم
ځان سره غلى وژاړمه خوتانه هيروم
ريباره راشه يارته ووايه نن
نن شپه په ويښه تيره ومه خو تانه هيروم
لږ خو زړه سوي راباندي ياره وکړه
درپسي اوښکي تويومه خو تا نه هيروم
اخيراشنا خوبه يوورځي را شي
محبوب ته ځان سنگاروم خوتا نه هيروم
مرام راډيو ١٣٨٨ د عقرب ١٤
افسوسبشپړ شعر ولولئ
افسوس
محبوب شاه محبوب
افسوس افسوس ستا په وفا کومه
داستا وفا اوکه جفا د ياره
ته به خوشحاله ي ډير چي زه وفا کومه
خو نه!
داستا غلط فکر د ي
ته په غلطه ي اوس
تاخو زما معصوم زړگي باندي اوس لوبي کړي
تا زمامينه ځوانيمگه کړله
زه دي دژوند ځني بي زاره کړم
زه به نور څه نه وايم
يواځي دومره وايم
خداي دي محبوب غوندي مين کړه په چا
مرام راډيو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محبوب شاه محبوب
راشه کنــــــه بياچــــــې تنهاشوی يــــم
تـــــــاپســــې والله پــــه ژړا شوی يــــم
تراوسه چې دا اوښکي مي له سترګو ځي
ياره چـــــــــې لـــــه تانـــه جـــــــــدا شوى يم
بيا چې راته نن ډيرپه زير زير ګوري
داســــــې راته واي وفــــــا شـــــــــوى يم
وګورې اې خلکواوس به څه کيږي
نن چــې مي جانان ته جفا شوى يم
دا چــــې د زړګي درنځ دواي نشته
ګورې به يو ورځ چې پنا شوې يم
تـــــوره شپـــــــه محبوبه رڼا شوى ده
غږ کوي سپوږمۍ چې صبا شوى يم
داجمل اند د شعر په ليکه
یه د زندان ساتونکیهبشپړ شعر ولولئ
یه د زندان ساتونکیه
محبوب شاه محبوب
یه د زندان ساتونکیه!
یه زما د ټولې ازادۍ واکداره
ځان د خدای سیوری ګڼې
زه هم مجبور یم اطاعت دې کوم
ژوندون مې ستا په فرمایش کومه
ویښته مې هم ستا په رقم جوړ کړي
ږیري ته هېره کې هم لاس نه وړمه
او چې راغلی یې خندا نه کوم
ځکه پوهېږم اوس په دې زندان کې
خندا سزا لري
خو نن مې سل زړونه یو کړي سره
که مې د سر خېر وي نو
غواړم د زړه یوه خبره وکړم
یو عرض مې اورې که نه؟
یه د زندان ساتونکیه!
یه زما د ټولې ازادۍ واکداره!
زما د زړه غوښتنه منې که نه؟
زما پرون یاد شوی
غواړم بیا تېر ته لاړ شم
د مکتبۍ په خواږه نرم اواز
د یاقربان خوږه نغمه واورمه
او د پوهنتون د پېغلې
یوه زمزمه واورمه
یا مې د خپلې ابۍ
دغه ټپه واورمه:
له کلي تللیه چېرې ورک شوې
د بې وسۍ غږ به مې څوک در رسوینه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محبوب شاه محبوب
چې مالک یې زموږ نه لیدل ارمان ته
مودې وشوې زه هم نه ګورم اسمان ته
خدایه! ودې لیدل خپلو کې یو بل خوري
رښتیا څه و ضرورت دغه انسان ته؟
خپل لاسونه مې له خپل ځانه راتاو کړل
تنهايي مې هم حیرانه کړله ځان ته
ما چې مخ ولید د اشرف مخلوقاتو
نو دعا مې له زړه ووته شیطان ته
مجبوري وه ځکه وږي مې بچي وو
په زارۍ یې کړمه بیا د کلي خان ته
پسرلي د بل وطن څه کړم محبوبه
هک حیران یمه د خپل وطن خزان ته